مېرمنې بايددامنيت په ټينګښت کې خپل مسووليت اداکړي!

مېرمنې بايددامنيت په ټينګښت کې خپل مسووليت اداکړي!
اېمل،٢٧ غبرګولی:
دغه خبره دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي په هغې غونډې کې وکړه،چې دمورپه وياړدميدان وردګوولايت دښځوچاروپه پرمختيائي رياست کې جوړه شوې وه.
هغه وويل،همداميندې دي،چې خلک په سمې اوياناسمې لارې باندې بيايي.ميندې بايدخپلواولادونوته هغه لارې وښيي چې،دهېوادوالودسوکالۍ لپاره ګټورې وي اودنوروميندودازارسبب ونه ګرځي.
په دغې غونډه کې دځينوکسانولخوادمورپه اړه ځينې مقالې اوشعرونه هم ولوستل شول.اودمېرمنوپرستونزوهم رڼاواچول شوه.
دغونډې په پای کې دغونډې ټولوګډونوالوچې شمېر يې کابويونيم سلوتنوته رسېدۀ په ګډه يوپرېکړه ليک لاسليک کړ،چې په هغې کې دولايتي چارواکيو دبيارغونې کارونه ستايل شوي وواودلاډېروپرمختيائي کارونوغوښتنه شوې وه.
همداشان په پرېکړه ليک کې راغلي دي،چې بې سرپرسته مېرمنوته دې دکورلپاره ځمکې ورکړل شي،دمېرمنولپاره دې ځانګړې توقيف خانې جوړې شي اوپه کار موندنه کې دې ورسره مرستې وشي.
غونډه کې دميدان وردګوولايت اووه مېرمنې چې خپل بچي يې په ډېرسخت حالات کې روزلي،پرستاينلکونوونازول شوې،چې په دغومېرمنوکې دڅانګې اماج(دشمشادټلوېزيون وژل شوې خبريالې) مورهم شامله وه.
همدغسې دغونډې پرنوروګډونوالوهم دولايت دمشرتابه لخوا راډيوګانې اوځينې نورشيان ووېشل شول