سپين ږيريو،ديني عالمانو،جهادي قومندانانودامنيت پرټينګښت خبرې وکړې

  اېمل،٧ سرطان:
دميدانوردګوولايت،ددرېيوولسواليوچک،سيداباداوجغتوولسواليوسپين ږيريو،ديني عالمانواوجهادي قومندانانو دنوموړي ولايت له والي عبدالجبارنعيمې سره دامنيت دټينګښت پرلاروچاروخبرې وکړې.
نوموړي مشران چې،شمېريې کابودرې سوه تنوته رسېده دوالي عبدالجبارنعيمي په بلنه،دامنيت دټينګښت لپاره ديوې طرحې دجوړولوپه موخه  ديادشوي ولايت مقر ته بلل شوي وو.
دميدان وردګوولايت والي لومړی دهرې ولسوالۍ له مشرانوسره وليدل اوله هغوی نه يې وغوښتل چې په خپل منځ کې له مشورې وروسته دامنيت دټينګښت لپاره يوه معقوله طرحه ورته وړاندې کړي.
هغه وويل که په دغه لاره کې هر رنګه ستونزه اووړانديزونه لري نو بې له ډاره او ترهې يې ورته ويلای شي.
همداشان هغه له دغومشرانونه يې په کلکه وغوښتل،چې سپينې خبرې ورسره وکړي اوهغه څه چې  دغومشرانوته دامنيت دخرابۍ وجوهات ښکاري،ورته څرګندکړي. او په اخلاص دامنيت په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي.
 
والي ښاغلي نعيمي له دغومشرانونه وغوښتل،چې نوردسوټي اوجنګ وخت تېر شويدی راځئ، ټولې ستونزې دمنطق اواستدالال له لارې حل کړو.
يوه تن  پخواني  مجاهدقوماندان محمدصابروويل،چې دولت بايد دتفاهم لارې پرانيزې او دتفاهم له لارې کېداې شي،چې ستونزې حل او امنيت رامنځته شي.
دسيدابادولسوالۍ  يوه تن قومي مشرمحمد انوروويل(( دامنيت دخرابولوريښه په خارج کې ده،چې کله ناکله  زموږ غله هم له دغوسره مل کيږي اوامنيت خرابوي.))
 هغه وويل(( موږ نه غواړوچې،بياغروته وخيږواوتورسرې موترماينونواوبمبونه لاندې راشي.))
يوه بل تن قومي مشرښاغلي حقاني وويل((په ملي پوليسوکې،چې چاته دنده ورکول کيږي، دهغه اخلاق، زده کړې اووطن پرستي بايد معيار وګڼل شي،نه داچې هر غل او رهزن ته په ملي پوليسوکې ځای ورکړل شي،ترڅوزموږ ملي پوليس خلکوته داخلاقونمونه وګرځي اوولس پرې باوروکړای شي ))
 يوه بل تن چې نه يې غوښتل خپل نوم وښيي وويل،((په ټول هېوادکې بايدداشان غونډې جوړې شي،چې تفاهم ته لاره خلاصه شي اودولتي چارواکي دناامنۍ  له اصلي لاملونوخبرشي.))
يوه قومي مشر،تورن محی الدين وويل،چې مرکزي دولت اوخارجيان دهغوسيموبيارغونې ته ډېرپام اړوي،چې هلته امنيت خراب وي اوپه هغوسيموکې چې امنيت ښه دی، دومره پاملرنه نکوي.      
يوه بل قومي مشرملک محمد جيلاني وويل،چې دکليو،حوزواو،ولسواليوپه سطحه شوراوې جوړول اودشوراوله لارې مشکلات څېړل به دامنيت ټينګښت کې ګټوروي.
غونډه کې دميدانوردګوولايت والي له دغومشرانوسره ژمنه وکړه،چې دنوموړيوولسواليودبيارغونې دچارودچټکتيالپاره به لاډېرې هلې ځلې وکړي.    
دګډې غونډې په پای کې ددرې واړو،ولسواليودمشرانولخواپه پينځه مادوکې يوګډپرېکړه ليک لاسليک شو،چې په هغې کې په نوموړيوولسواليوکې دولت ته دامنيت دټينګولوډاډورکړل شو،ځان وژونکي بريدونه وغندل شول،په ولسواليوکې دپوليسوتقويې غوښتنه وشوه،په ولايت کې دبيارغونې لړۍ وستايل شوه اودمدرسواو جوماتونودجوړولوغوښتنې هم وشوې .