دسويډن د مالمو په ښار کې د کنفرانس په هکله خبرتيا

د۲۰۱۵ ز کال سپتمبر يولسمه
درنو هيوادوالو اوبهرمېښشتوافغانانو!
دسويډن دمالمو په ښارکي د((ډله ايزورسنيواوفرهنگی ټولنو گډرسالت )) ترنامه لاندي کنفرانس جوړېدونه زموږ ملي اوانساني موخه داده  ترڅود افغاني ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنو چې  تراوسه په اروپا، امريکا، افريقا، استراليا ،پاکستان ،هندوستان ، روسې ،چين ،جاپان او د نړۍ په نورو هيوادونواوافغانستان په لويو ښارونوکي دفرهنگی اومدنې ټولنوترنامه لاندي  فعاليت لري دې ټکي ته متوجه شی،چي دخپل فعاليت ټولی موخې یې لکه دبل هر هيواد دفرهنگی ټولنې او ډله يزي رسنی دملي گټودساتلوهنداره وي . غواړو زموږ دقلم اومسلکی پوهی خاوندان  ددې دو نهادونود گډ رسالت  او گډوهلوځلود اړتياو په اړوند خپل علمی نظرونه له هيوادوالوسره شريک کړي.
په سويډن ،اروپااودنړئ په نورو هيوادونو کي دټولو فرهنگی ټولنواوپه افغانستان کي دډله ايزورسنيوله استازونه په درنښت هيله کوو چې دخپل گډون په هکله ژر تر ژره موږ ته پدې لاندي برېښنا پته خبر راکړي .
ghamkhor@hotmail.com
 
ghamkhor@gmail.com
 
غمخور