د ملي یووالي حکومت په یوه ازمایښتي پړاو کې

 
تېر کال کله چې د یو شمېر بهرنیو او کورنیو کړیو په واسطه د ملي یووالي حکومت رامنځته شو، دا حکومت تر دې دمه په خپلو کړنو کې څه نا څه پاتې راغلی دی.
د حکومت رهبرانو له ولس سره زیاتې ژمنې وکړې خو عملي بڼه یې دېره کمه تر سترګو کیږي. که څه هم یو شمېر ستونزې له پخوا حکومت څخه نوي حکومت ته پاتې وې، خو دې حکومت نه یووازې چې پخوانۍ ستونزې یې حل نه کړې بلکې ولس یې له نورو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړ چې لاندې به یې څو نمونې ذکر کړم:
۱ـ امنیت: امنیت یو له هغو ستونزو دی چې له پخوا حکومت څخه نوي حکومت ته په میراث پاتې دی، د نوي حکومت رهبران د دې پر ځای چې امنیتي ستونزو ته پام وکړي، ځانونه په دېرو وړو، وړو کارو مصروف کړي او امنیت ورځ په ورځ د خرابېدو په لور روان دی، ولسوالۍ سقوط کوي، د جګړې بڼې تغیر موندلی او دې ته ورته نورې ستونزې.
اوس که چا ته دا پوښتنه پیدا شي چې پخوا خو بهرني ځواکونه وو، د هغوی ملاتړ، د هغوی عملیات وو، له افغان ځواکونو سره د هغوی مرسته او همغږي وه، خو اوس دا هېڅ نشته او د افغان ځواکونو په مټو لوی بار، بار دی، افغان ځواکونه نه شي کولی دا تشته ژر تر ژره ډکه کړي؟؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې پخوا هم نه د بهرنیو ځواکونو ملاتړ و، نه د هغوی همغږي وه او نه هم کوم بل څه، بلکې پخوانۍ اداره نسبت اوسنۍ ادارې ته ډېره پیاوړې وه. دا خبره خو منئ چې بهرنیان دلته د خپلو موخو لپاره راغلي نه زموږ د امنیت او بیا رغونې لپاره؟ کله چې دا خبره منئ نو بیا دا هم ومنئ چې بهرنیانو نه پخوا او نه هم اوس زموږ سره کومه مرسته کړې، کومه مالي مرسته چې له تا سره کوي همغه مرسته ستا له دښمن سره هم کوي، که له یوې خوا ستا ملاتړ کوي مالومداره ده چې له بلې خوا ستا دښمن ملاتړ کوي، که له یوې لوري تا ته وسله درکوي، له بل لوري ستا دښمن ته وسله ورکوي. بنا امریکا او یا هم نور غړي یې دلته زموږ د امنیت د خوندیتوب او زموږ د جوړولو په موخه نه دي راغلي، بلکې دلته خپلې موخې لري چې یوه مهمه موخه یې هم چین روس او ایران دی، همدا اوس تاسو د امریکا او روس اړیکې وګورئ چې په کوم حالت کې دي، هره ورځ د لوېدیڅ له لوري په روسیه نوي، نوي بنډیزونه لګول کیږي.
 ۲ـ برېښنایي پېژند پاڼې: د ملي یووالي د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني یوه ژمنه همدا وه چې دی به د برېښنایي پېژند پاڼو مسئله حلوي. که څه هم دا مسئله هم له پخواني حکومت څخه نوي حکومت ته په نیمګړي ډول پاتې وه، خو نوی حکومت د دې پر ځای چې د حل لارې یې ولټوي بیا هم ځانونه په وړو وړو کارو مصروف کړي. له یوې خوا خو که حکومت پخوا دوه سری و، خو اوس اوه سری حکومت په خلکو واکمني کوي. ولسمشر خبر نه وي اجرائیه غیر قانوني ریاست د پېژند پاڼو د وېش فرمان صادروي، هغه هم د افغان او اسلام له ذکر پرته.
افغان ولس او مدني ټولنو مخکې له دې چې پېژند پاڼې ووېشل شي یو ځل بیا د پخوا په څېر د خپل حق غوښتنه وکړه، خو د دوی دا غوښتنه د چارواکو له لوري دومره جدي ونه نیول شوه چې په ترڅ کې یې اوس د مرکز کابل په ګډون په ګڼو ولایاتو او حتا له هېواده بهر د یو شمېر افغان پالو له لوري لاریونونه روان دي.
اوس دا چې افغان حکومت په یوه ازماښتي پړاو کې دی، ازماښتي مانا دا چې له یوې خوا وسلوالو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او که حکومت د دوی د بریدونو مخنیوی ونه کړي طبعي ده چې د خلکو باور پر حکومت کمیږي او بلاخره حکومت به سقوط کوي. بل دا چې که چېرې افغان ولسمشر د خلکو غوښتنې ونه مني یعنې په پېژند پاڼو کې اسلام او افغان ذکر نه کړي او یو ځل بیا اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، ښایي حکومت د خلکو په منځ کې خپل پاتې باور هم له لاسه ورکړي او دا به د دې لامل شي چې حکومت سل په سله سقوط وکړي.
افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو ملي ارزښتونو درناوی کړی، دوی د ملي ارزښتونو د خوندیتوب په پار خپل سرونه قرباني کړي، افغان ولس هېڅکله ملي خیانت نه شي زغملای او کوم کسان چې ملي ارزښتونه تر پښولاندې کوي دوی ته د منلو او زغملو وړ نه دي.
نو له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو مو هیله دا ده چې ملي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ژر تر ژره په پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام کلمه ذکر کړي، هسې هم حکومت په دېرو نازکو حالاتو کې دی. ما مخکې وویل چې له یوې خوا امنیتي ستونزې دي او که له بلې خوا دا ډول ستونزې را ولاړې شي، فکر نه کوم چې حکومت دې خپلو چارو ته دوام ورکړي، ځکه تاریخ موږ ته دا په ډاګه کړې ده.
په پوره درنښت