
شاید چې د افغانستان په خاوره کې هره ورځ دومره څاروي نه حلالېږي، لکه هره ورځ چې انسانان حلالېږي او له منځه ځي؛ خو ګومان نه کوم، چې د مړو شوو هېوادوالوپه شمېر مو نوي هېوادوال دې نړۍ ته راځي، او بله دا چې د څارویو مالکانو ته خو نغدې روپۍ ورکول کېږي او رب هم څاروي د انسان د ګټې لپاره پيدا کړي دي، خو بې ګناه هېواد وال مو چې په ښارونو، جوماتونو او لارو کې له دې نړۍ سره مخه ښه کوي، دغه زمونږ هېوادوال خو د قصابانو د حلالېدو لپاره نه دي پيدا شوي.
دا ټول خو د کومې تېږې نه دي زېږېدلي؛ مور لري، د خور او ورور مالکان دي، ځينې ښځه او بچي لري، دوی هم د نړۍ د نورو انسانانو په شان د ژوند حق لري، دوی هم په خپل کور، کلي او وطن کې سوله غواړي، ژوند غواړي، ځانونه افغانان بولي، فخر کوي چې د اسلام سپېڅلي دین پيروان دي، حضرت رسول اکرم (ص) خپل پېغمبر ګڼي، پنځه وخته لمونځ کوي، نو ای د افغان قصابه ولې د افغانانو څخه ژوند اخلې او له دې نړۍ څخه یې په بې رحمانه ډول د تل لپاره سترګې پټوې، لوڅوې یې او بیا یې په سپو داړې…آیا په دې وخت کې فکر نه درځي، چې که که ویې نه وژنم ، د رب عبادت به وکړي، کور به یې له غمه وژغورل شي.
له وطن څخه به دفاع وکړي، او مهمه دا چې په اسلام مبین دین به عمل وشي، ځکه اسلام خو د انسان وژنې دین نه بلکې د رحم دین دی ( د رب په خاطر افغان وژنه بس کړئ) او په کومه لاره چې امکان ولري، راځئ ګرانو هېوادوالو د خپل هېواد څخه د بې امنۍ جرړې وباسو.
په خپله د خپل هېواد آبادولو ته مټې را بډوهو، تر څو خفه افغانان هم د خبرو له لارې اړ باسو، چې افغانستان ټولو افغانانو شریک کور دی، دا نه د امریکایانو او نه هم د پنجابیانو کور دی، ولې یو بل وژنو؟ ایا پېغمبر مو بېل دی؟ یو ملت نه یو؟ که ټول ځانونه مسلمانان نه بولو؟ دا چې یو خلک یو، نو باید د یو واحد قوت په نوم نړۍ ته هم دا ثابته کړو، چې افغان هغه ملت دی چې کولای شي، د هېواد د هرې برخې څخه دفاع وکړي، او بیا که څوک ځان افغان نه بولي او د نورو هېوادونو د خلکوپه فتوا ګانو افغانان وژني، خو د اسلام قانون ته نه ګوري چې الله پاک په خپل کتاب کې وایي( چا چې یو مسلمان قصداً قتل کړ، سزا به یې د تل لپاره جهنم وي) دوی بیا افغانان نه دي، په داسې رقم خلکو پسې ټول ولسونه راپاڅي، تر څو له داسې خلکو څخه ټول ولسونه پاک شي، نو په دې قسم به افغان وژنه ختمه شي، ځکه ولسونه دي چې ملت ترې جوړ دی او ملت یو قوي سېلاب په شان خاصیت لري او بیا هېڅوک د هغوي مخ ته نه شي ورتلی .اوس ټولو افغانانو ته پکار دي چې په خپلو کې سره یو موټی او یو بدن شي، تر څو د هېڅ دښمن زور په افغان ملت بر نه شي. د همداسې یو موټي افغانستان په هیله.