ناکامه

 
ستا
 د سترگو كتاب مي ولوست
 په هره پاڼه
 په هر سريزه
 په هر خط كې يې
 ستا د بيوفاي نښې
 ليكل شوې وې
 خو بيا هم ستا ازموينه کې
 ناکامه شوم
رڼا پكتياواله