کاش احساس مې ...

 
کاش احساس مي مړ وی
ستا په دروغو به دمره نه ځوريدم
کاش احساس مي مړ وي
ستا په هر يو دوکه به دومره نه ماتيدم
کاش احساس مي مړ وي
ستا په نشتون دومره به يوازي نه وم
کاش احساس مي مړ وي
ستا په بيلتون به نه ژړيدم
کاش احساس مي مړ وي
ستا په دي ټولو دروغو نن به نه ژړيدم
کاش احساس مي مړ وي
ستا په دروغو خبرو نه غوليدم
کاش احساس مي مړ وي
ستا اوښکي به مي نه پاکولي
کاش احساس مي مړ وي
ستا غم ته به مي خپل غم نه ويل
کاش احساس مي مړ وي
نن به ماته هينداره په څير نه وم
کاش احساس مي مړ وي
نن به لکه سپوژمي داغ را کي نوي
کاش احساس مي کاش زه مړه وي

رڼا پكتياواله