
درنو هېوادوالو!
تاسې خبر يئ چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د هېواد په شمال او په ځانګړې توګه فارياب کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې يو شمېر ځايي زورواکو ډلو او قومي ملېشو له موقع څخه ناوړه ګټه اخېستې او د سيمې پر اوسېدونکو يې ډېر ناروا ظلمونه او تېري کړي دي. له سيمې څخه يو شمېر عيني شاهدان کابل ته راغلي او غواړي خپل غږ تر ټولو هېوادوالو او دولتي چارواکو پورې ورسوي. په همدې موخه مو سبا (يکشنبه) د وږي ۸ نېټه يو مطبوعاتي کنفرانس رابللی دی. له تاسو ټولو دوستانو په درنښت هيله کوو، چې په سباني کنفرانس کې له موږ سره ګډون وکړئ او د خپلو غم ځپلو هېوادوالو غږ پخپله واورئ او تر نورو مسوولو کسانو پورې يې ورسوئ.
وخت: يکشنبه د وږي ۸، د سهار لس بجې
ځای: له پل محمود خان څخه د شش درک په لوري ښي لاسته لومړۍ کوڅه ( د دفاع وزارت ختيز دېوال ته مخامخ)، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور
په ډېر درنښت
د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه