له مردارو ډک زړه

 
مشر ورور يې کشر ته وويل :
ــ   ميروېس ډېر ځان ښيي، ته به وايي، سم انجينر دی . . .
مشر ورور يې شونډې بوڅي کړې :
ــ   څه، ولاکه دې دوو خرو په وربشو پوييېږي، که داسې شی وای پوهنتون به يې ويلی و.
***
کشر ورور :
ــ   ميروېس پوهنتون شرو کړی، هر مازديګر يې ګورم چې پوهنتون ته روان وي، شخصي پوهنتون وايي . . .
مشر ورور يې په وېښتو کې ګوتې تېرې کړې :
ــ  خدای وهلی، نن سبا نر هغه دی، چې پيسې وګټي، چې پيسې دې وګټلې هر څه ستا دي، نه پوهنتون پکاريږي، نه موهنتون .
***
کشر ورور :
ــ  ميروېس ډېر ښه کار پيدا کړی، چېرته يې وظيفه موندلې، کار ام کوي، سبق ام وايي، پوره په غورو کې دی، ډېره ترې جګه شوې . . .
مشر ورور يې لاسي ساعت ته وکتل، چې ماخستن جمعه ترې تېره نشي :
ــ   څه، هر څه پاتي دي، نر هغه دی چې خپل لمونځ اودس وکړي، هغې دنيا ته څه يوسي .
***
کشر ورور :
ــ   نن مې ميروېس وليدو چې له جومات نه راووتو، په تسپو يې ذکر کاوه، سم شېخ ترې جوړ شوی . . .
مشر ورور يې پښه په بله واړوله :
ــ  غلی شه! نن سبا به د چا په شيخۍ ام نه غلتېږې، پينځه وخته به په جومات کې ټېټېږي جګېږي؛ خو نور به يې زړه له مردارو نه ډک وي.
پای