
امریکایی « مارک کوبان» پانګوال، لیکوال، د فلم ډایرېکټر، تلوېزیوني څېره او مرسته کوونکی میلیاردر دی. نوموړی د ۱۹۵۸ زېږدیز کال د جولای په ۳۱ نېټه د پنسلوانیا ایالت په پیټسبرګ کې زېږېدلی دی. پلار یې د فرنیچرو د خیاط په توګه دنده ترسره کوله.
لا د ۱۲ کلونو و چې کار یې پیل کړ. نوموړي په دغه وخت کې د بسکېټ بال د ګرانو بوټونو د ترلاسه کولو په موخه د کثافات لپاره ځانګړې شوې پلاستیکي کڅوړې پلورلې. کله چې د ښوونځي لوړو ټولګی ته ولاړ هم د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره یې بېلابېل کارونه کول. نوموړي په بارونو کې د شراب وېشونکي، د ګډا د ښوونکي او د محافلو د چلوونکي په توګه کار ته دوام ورکړ.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د پیټسبرګ په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. تر یوه کال وروسته یې د انډیانا پوهنتون ته تبدیلي وکړه. د پوهنتون په دوره کې هم یې هم د زده کړو ترڅنګ کار کاوه. په ۱۹۸۱کال کې د انډیانا پوهنتون د سوداګرۍ له پوهنځي څخه فارغ شو.
په ۱۹۸۲ کال کې د تکزاس ایالت ډالاس سیمې ته ولاړ او هلته یې یو ځل بیا په یوه بار کې کار پیل کړ. تر څه مودې وروسته یې د « یور بزنیس سافټوییر» په نوم له یوې کمپنۍ سره د پلورونکي په توګه کار پیل کړ. دلته یې د کار لا کال نه و پوره شوی چې له دندې ګوښه شو. د ګوښه کېدو دلیل یې دا و چې نوموړي له یوه مشتري سره په لیدنه کې له هغه غوښتي وو چې د کمپنۍ د څانګې پر ځای دې نوې سوداګري پیل کړي.
کوبان د خپلو پخوانیو مشتریانو په مرسته د « مایکرو سولوشن» په نوم کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ یې په ۱۹۹۵ کال کې په شپږ میلیونه ډالره وپلورله. له دې معاملې په ترلاسه کړو پیسو یې د پوهنتون د دورې له یوه ملګري سره په شریکه د « اډیو نېټ» په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې وروسته یې نوم « بروډکاسټېنګ ډاټ کام» ته واوښت. پر دویم کال د کمپنۍ د کارکوونکو شمېر ۳۳۰ او عواید یې په دویمه ربعه کې ۱۳،۵ میلیونه ډالرو ته ورسېدل. دا کمپنۍ په ۱۹۹۹ کال کې یاهو په ۵،۷ میلیارده ډالره وپېرله.
ده وروسته د سپورټ په برخه کې پانګونه وکړه او اوس مهال د « Dallas Mavericks» په نوم د بسکېټ بال یو ټیم لري. دغه راز د « لنډمارک تیاتر» او « منګولین پېکچر» په نوم د دوو کمپنیو خاوند دی. نوموړی د «AXS TV» مشر دی.
ده د خپل ژوند او بریالیتوبونو په اړه د « How to Win at the Sport of Business» په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ پر ۲۳ نېټه د نوموړي پانګه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالتو کې ۲۱۵ ام ځای لري.
نوموړي واده کړی، دری اولادونه لري او په ډالاس کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.