
سويډن / مالمو
د۲۰۱۵زېږدکال داگست ۲۰
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنه داکتوبر پر دريمه دسويډن دمالمو په ښارکي «د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت » ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړ کړي .
پدې کنفرانس کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودډله ايزورسنيو اوفرهنگی ټولنواستازوته دگډون بلنه ورکوو.
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولنه د هېواد اوسنيو حالاتو اوناخوالو ته په کتوسره ، چې هر چيري زموږ ولس دهغه دناخبری اونالوستوب له امله غولېږي اودهيواد دکورنيو اوبهرنيو دښمنانو لخوا یې پر پاکو اوسپېڅلو مذهبی ،انسانی او ملی احساساتو دخپلوناروا موخو لپاره سوداگری کېږي چې پايله یې دافغان کوردافغان پوسېله ورانېږ ي ،غواړی دنورو فرهنگی ټولنو ،سياسی اوټولنيزو سازمانو اومدنی ټولنو په مرسته دسويډن دمالمو په ښارکي دملي هوښياری اوبيداري لپاره ((دډله ايزو رسنيواوفرهنگی ټولنورسالت )) ترنامه لاندي دغه نړيوال کنفراس را ولی .
موږ پدې باوريوکه ډله ايزي رسنی خپل رسالت دولسونونود پوهاوی اوفرهنگی ټولنې هر چيري چي شتون لری ځان دولس اوخپلو غړو دپوهاوی لپاره ژمن معرفی کوی ،نواړينه ده چې ددې ملي اوفرهنگی کار اوزيار دسمون ملی ،انسانی لوری دپيدا کېدسوله پاره په خپلو کي سره جرگه سو .
ددې کنفرانس دجوړېدونه زموږ موخه داده چي زموږ په هيواد کي دننه اوله هيوادنه بهر فرهنگی ټولنې اوډله ايزي رسنی پر ملی او انسانی ارزښتونو اوددوي ترمنځ دولسونود هراړخيزی پوهاوی لپاره دگډکاراوفعاليت پر چارو مفصل علمی بحث وشي ترڅوخپلو تاريخي او انساني مسوليتونوته متوجه اودواړي غاړی دگډ کار دبهير پيلېدوته وهڅول شي.
موږ به ډير زيات خوښ سوکه تاسو زموږ سره پدې درنه علمی غونډه کي فعاله برخه واخلی .
زموږ ټولنه پدې انسانی کارکښي دهرفرد ،هرې ټولنې اوسازمان بې غرضه مرستې دمننې په څرگندولوسره مني .
درنو دوستانو !
که چيري راتگ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي هيله مند يوچي ددې کنفرانس په ادرس خپلې تحليلی ليکنې ،نظريات پيغامونه زموږ په لاندي برېښنا پتو راولېږی .
داړېکو لپاره دتليفون شمېره : (0) 736 511 5690046
برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com
ghmkhor@gmail.com
وخت : دکنفرانس رسمی پيل دورځې يوه بجه دوستان کولاي شي يوساعت وړاند تشريف راوړي .
دکنفرانس پته :
د کروکسبېک ښوونځي د کنفرانس تالار : Kroksbäckskolan , Informationsalen
دناويگاشون لپاره Sweden Malmö
Hyllievångsvägen-6
يادونه !
هغه دوستان چې غواړي دکنفرانس پکارکښي خپله اويادليکنې له لاري گډون ولري کولاي سي په خپلو لیکنو کښي لاندی عنوانونه اوياد کنفرانس دمحتوامربوط په خپله خوښه کوم عنوان ځانته وټاکي :
۱/ دافغانی ټولنې دپوهاوی لپاره د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنو دگډوهڅو اړتيا .
۲/ دولسونودبيداری لپاره دډله ايزو رسنيو اوفرهنگی ټولنودگډکار ارزښت .
۳/ د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډکارولسونوبيداره وی .
۴/ فرهنگی ټولنې او ډله ايزي رسنۍ دهراړخيزي پوهاوی اوخبرتيا ستر انسانی مسوليت پر غاړه لري .
۵/ دډله ايزو رسنيو اوفرهنگی ټولنوگډکار ولسونو بيداروی .
۶/ د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه