د حج پانګه

ليکونکی: ميرويس ياسيني
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
 
 د هېواد د اقتصاد د پياوړي کولو، د حج د سم اداره کولو او حاجيانو د ستونزو له منځه وړلو تګلاره
 
پتنمو افغانانو! السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
 
موږ افغانان هر کال د حج په موسم کې د ډول ډول ستونزو سره مخ یو. زه او زما کاري ډله پلان لرو چې دا ستونزې د یو منظم پلان د لارې ختمې کړو. له بله پلوه موږ په پام کې لرو چې له د حج پانګې د جوړولو له لارې په هېواد کې اقتصاد پياوړی کړو. موږ په پام کې لرو چې د حج پانګې له لارې په لسو کالو کې ۱۵ مليارده ډالر د هېواد په بازار کې په شرعي لارو کې وکاروو چې نه يواځې اقتصاد به پياوړی کړي بلکه په سلګونه زرو بې کاره خلکو ته به کار هم پيدا کړي.
 
سريزه
 
په تېرو اوو کلونو کې افغان حاجيانو ډول ډول ستونزي ګاللي دي. د حج د مبارکې فريضې ادا کولو په مهال کله د حاجيانو پيسې غلا کېږي، کله یې هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته ورسوي خو د بېرته راتګ په وخت کې یې د پوښتنې څوک نه وي. داسې وخت هم راغلی دی چې پتمن او سرلوړي افغان حاجيان هوايي شرکتونو په خپل ټاکلي وخت بېرته هېواد ته نه دي راوستي او دوی مجبوره شوي دي چې د مسجد حرام او مسجد نبوي په مخ کې له نورو خلکو د ډوډۍ خوړلو دپاره خيرات وغواړي. هر کال د ولايتونو حاجيانو د کابل د عيدګاه په جومات کې په واوره کې د خپل سفر دپاره شپې سبا کوي، د سفر وخت یې معلوم نه وي، د حج او اوقافو وزارت یې کله د سفر لپاره یوه ورځ او کله بله ورځ غواړي. یو شمېر هېوادوال د کابل د ژمي د يخنۍ او واورو له امله تېرکال په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي. دوی مجبور شوي دي چې په لاريونونو هم لاس پورې کړي. خو د دې هر څه سره سره په تېرو اوو کلونو کې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت په دې کې ناکام شوی دی چې د حاجيانو ستونزې حل کړي. یو ځل خو داسې هم شوي دي چې د حج او اوقافو وزارت چارواکي له دې امله په بند محکوم کړي دي چې د حاجيانو د قربانۍ پيسې يې غلا کړې وې. خو ولسمشر کرزي د لسګونه زره حاجيانو حق پايمال کړی او له دې مجرمانو څخه یې عفوه اعلان کړې ده.
 
زموږ په اند داسې یو حکومت بدلون ته اړتيا لري. موږ له ټولو هغو دوه لکه اتيا زره افغان حاجيانو او کورنيو څخه چې په تېرو اوو کلونو کې یې بېلابېلې ستونزي ليدلي دي هيله کوو چې پرې نه ږدي چې دا ناکردې په نورو هېوادوالو د راتلونکو پنځه کلونو دپاره بيا تکرار شي. موږ له نورو هېوادوالو هم هيله کوو چې نور دې د حامد کرزي حکومت نه پرېږدي چې هر کال پرې د حج په موسم کې د اداري فساد او بې انصافۍ تجربې وکړي.
 
 موږ د حج د ستونزو د حل او د حج د پيسو څخه د افغانستان د اقتصاد د پياوړي کولو دپاره لاندينی پلان لرو:
 
 
د حج د پانګې موخې او ګټې
 
 
موږ به د هېواد د اقتصادي پرمختګ دپاره د خپل پلان په چوکاټ کې د حج پانګه یا فنډ جوړوو. دا پانګه به خپل مشر او اداره لري چې د حکومت د حج او اوقافو د وزارت څخه به بېخي جلا وي. د حج د پانګې اداره به يواځې پارلمان ته ځواب ويونکي وي. حکومت به په هيڅ ډول د دې پانګې په کارونو کې لاسوهنه نه شي کولای.
 
۱. خلکو ته فرصت ورکول چې د حج په پانګه کې ځانته حساب پرانيزي او تر څو چې حج ته ځي خپلې پيسې محفوظې وساتي او په اسلامي لارو کې د پانګې اچونې له لارې پرې ګټه لاس ته راوړي.
 
- د دې ګټه دا ده چې ډېری خلک لږې پيسې لري چې سمدستي د دې دپاره نه بس کېږي چې حج ته پرې لاړ شي. دا کسان کولای شي چې خپلې لږې پيسې په خپل حساب کې وساتي. پانګه به دا پيسې په کار اچوي او ګټه به یې هېوادوال ته په حساب کې ورزياتوي. د حساب څښتن کولای شي په حساب کې لږې لږې پيسې په خپله هم ورزياتي کړي تر څو د ګټې سره یو ځای دومره شي چې نوموړي پرې د حج مبارکه فريضه ادا کړي.
 
مثلا: یو کس کولای شي چې سږه کال په خپل حساب کې څلوېښت زره (۴۰۰۰۰) افغانۍ واچوي. که پانګه هر کال په دې پيسو کار وکړي او ۲۰٪ ګټه وکړي، نو په پنځه کلونو کې دا څلوېښت زره افغانۍ یو لک (۱۰۰۰۰۰) افغانيو ته رسېږي چې د حساب خاوند پرې د حج مصرفونه پوره کولای شي. زما د دې پلان د مخې به د حج مصرفونه یو لک افغانيو ته راښکته کېږي.
 
که د یو کس سره شل زره (۲۰۰۰۰) افغانۍ وي او د حج د پانګې سره یې په حساب کې کېږدي، نو دا پيسې په نه (۹) کلونو کې د دې جوګه کېږي چې دا کس پرې حج وکړي.
 
که د یو چا سره لس زره (۱۰۰۰۰)افغانۍ وي نو په ۱۳ کلونو کې دا پيسې دومره ګټي چې حج پرې ادا کړي. خو ايا څوک ۱۳ کاله انتظار کولای شي؟ د دې ځواب هو دی. په افغانستان کې ډېری خلک په ژوند کې يو ځل حج کوي. که یو مامور د مياشتې لس زره افغانۍ تنخوا اخلي نو کولای شي د یوې مياشتې تنخوا د حج پانګې سره په حساب کې کېږدي او ۱۳ کاله پس پرې حج وکړي.
 
همداراز پلار او مور کولای شي خپل ماشوم ته حساب پرانېزي، درې زره افغانۍ په کې کېږدي. کله چې ماشوم شل کلن کېږي دا درې زره افغانۍ به یو لک او پنځه لس زره افغانۍ وي او حج پرې کولای شي.
 
- د دې کار بله ګټه دا ده چې د هېوادوال پيسې به محفوظي وي. که هېودوال د دې پيسو غوا واخلي يا پرې بل څه واخلي او غواړي چې د حج په موسم کې یې خرڅ کړي او نغدې پيسې لاس ته راوړي، نو کېدای شي چې غوا د حج له موسمه مخکې مړه شي يا ناروغه شي، یا ونشي کړای چې د حج د موسم د نږدې کېدو په مهال یې خرڅه کړي. خو که پيسې د حج د پانګې سره په خپل حساب کې واچوي نو پيسې به یواځې محفوظي نه بلکه ګټه به پرې هم لاس ته راوړي.
 
۲. د حج د فريضې د اداکولو اسانول او د دې کار دپاره مناسبه اداره رامنځ ته کول:
 
دا پانګه به خپل ځانګړی بورډ او څو کاري ډلګۍ یا کمېټې به لري. د دې پانګې بورډ به د ولسمشر له خوا ولسي جرګې ته معرفي کېږي او د ولسي جرګې رایه به اخلي. د حج پانګه به لاندې کمېټې لري:
 
الف: د پانګې بورډ: بورډ به د حج د پانګې د څارنې او مهمو پرېکړو مسوليت په غاړه لري.
 
ب: اجرايوي اداره: دا اداره به د پانګه ورځني کارونه پر مخ بيايي. په دې ورځني کارونو کې د پانګې د پيسو پر ځاي پانګونه او د ټولې پانګې د پيسو اداره کول شامل دي. د دې ادارې مشر په حقيقت کې د حج د پانګې مدير دی او د ټولو کارونو مسوليت لري. مدير د پانګې د بورډ له خوا ټاکل کېږي. که مدير او د پانګې نور کار کونکي ښه کار وکړي، مکافات به ورکول کېږي او که یې ښه کار ونه کړ مکافات به نه اخلي او د پانګې بورډ کولای شي مدير وشړي او پر ځای یې بل مدير وټاکي.
 
اجرايوي اداره به د مالي، پانګونې، سربېره د حاجيانو د خدمت څانګه هم لري.دا څانګه به مسوليت لري چې د حاجيانو نومونه ثبت کړي، پچه واچوي او او مقرراتو سره سم مستحق کسان حج غوره کړي، حاجي صاحبانو ته د حج د مناسکو اړين تمرين ورکړي او پوهنيز کورسونه ورته جوړ کړي، سعودي عربستان ته له راونېدو مخکې اړين روغتيايي معاينات، واکسين وکړي، حاجيانو ته احرام او نور لوازم برابر کړي، له ولاياتو او کابل څخه حاجيان په ارامه فضا کې سعودي عربستان ته ولېږدوي، په سعودي عربستان کې د حاجيانو دپاره مناسب ځايونه ونيسي او ټول خدمتونه یې وکړي، حاجيانو خدمت وکړي او بېرته یې
 هيواد ته په خپل ټاکلي وخت په درناوي راورسوي.
 
ج: مالي مشورتي هيئت: دا هيئت به دا دنده لري چې اجرايوي ادارې او د پانګې بورډ ته مالي مشورې ورکړي تر څو د پانګې پيسې په سمو او بهترو ځايونو کې پانګه کړای شي.
 
د: د پانګې د څارنې دپاره د عالمانو څارونکی هيئت: دا هيئت به دا دنده لري چې د دې پانګې پانګونې وڅاري او باوري کړي چې د دې پانګې ټولې پانګونې د اسلامي شریعت سره سم تر سره کېږي.
 
ه: د حج د کارونو مشورتي هيئت: دا هيئت به اجرايوي ادارې او د پانګې بورډ ته د حاجيانو د سوکالۍ او هوساينې په موخه مشورې ورکوي.
 
د حج پانګه به نور څنګه د حاجيانو ستونزې حل کړي؟
 
د حج د پانګې له جوړېدو وروسته به د حاجي صاحبانو ستونزو ته په لاندې ډول د پای ټکی کېښودل شي:
 
الف. د حاجيانو د نومونو ثبتول او پچه اچول به کمپيوتري شي. د درغلۍ امکان به په کې نه وي ځکه چې دولت به د حج په کارونو کې کار نه لري او ټول مسوليت به د حج د مستقلې پانګې په غاړه وي. هر مستحق کس ته به خپل حق ورسېږي. د ولسمشر په شمول هيڅوک د د حج د پانګې په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. که دولت غواړي څوک حج ته ولېږي نو د حج د پانګې د تګلارې سره سم به ورسره چلند کېږي او لکه د نورو حاجيانو به د حج پانګې ته پيسې ورکوي.
 
ب. نور به حاجي صاحبان د کابل د ژمي په یخنې او واوره کې په بيابان شپې نه سبا کوي. د حج پانګه به په پلازمېنه کابل او هغه ولايتونو کې چې حاجيان به ترې سعودي عربستان ته سفر کوي په جږه سويه او ارام هوټلونه (مسافر خانې) جوړې کړي.
 
دا هوټلونه به ټول کال خلکو ته لکه سوداګريز هوټلونه په بيه ځای په کرايه ورکوي، خو د حج په شپو او ورځو کې به يواځې حاجي صاحبانو ته ځانګړې وي. دا به په لوړه سويه هوټلونه وي او د حج پانګې د پانګونې یوه مهمه برخه به وي چې له دې لارې به د حساب لرونکو دپاره پيسې ګټي.
 
ج. حاجي صاحبان به مجبور نه وي چې سعودي ته په خپلو جيبونو کې پیسې یوسي. د پيسو د ورکېدو خطر به نه وي. د حج پانګه به کولای شي چې حاجي صاحبانو ته د هغوي پيسې په مکه معظمه او مدينه منوره کې وسپاري. په بله معنی د حج پانګه لکه د یو بانک په څېر په افغانستان او عربستان کې حاجيانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
 
د. د حج پانګې دفترونو ته په رسېدو به حاجيان خپل سامان تسليموي او د حج پانګې اداره به یې ورته په عربستان کې په درناوۍ سپاري. داسې به نه وي لکه دا اوس چې له هر چا خپل بکسونه ورک وي او په عربستان کې څوک جامې نه لري او له چا احرام پاتې وي.
 
ه. په سعودي عربستان کې به حاجيان ځانګړي روغتيايي خدمتونه ولري چې يواځې د افغاني حاجيانو دپاره به وي.
 
و: حج کول به ارزانه شي. د حج مصرف به یو لک افغانيو ته راښکته شي. سږه کال هر حاجې له یو سل او پنځوس زره څخه تر یو لک او اتيا زره افغانيو پورې مصرف کړی و. دا ځکه چې سفر ورته ګران پريوتلو او د الوتکو د شرکت خپله خوښه وه چې څومره پيسې یې ترېنه غوښتلې. د حج پانګه به یو پياوړي مالي ارګان وي. ډېرې پيسې به یې په لاس کې وي. که چېرته کورني هوايي شرکتونه ورته مناسبې بيې نه ورکوي، کولای شي چې د نړيوالو شرکتونو څخه ښې بيې لاس ته راوړي. دا هم کولای شي چې د حج د موسم دپاره الوتکې له نورو هيوادونو څخه کرايه کړي تر څو حاجيان په کې عربستان ته احترام بوځي او راولي.
 
دلته د مثال په توګه د ماليزيا هيواد يادوو. د ماليزيا هېواد د حج پانګه لري خو په خوا کې یې سنګاپور او اندونيزيا دا ډول اداره نه لري. په ماليزيا کې د هر حاجي مصرف دوه زره درې سوه امريکايي ډالر دی، خو په خوا کې یې په اندونيزيا کې د هر حاجي مصرف درې زره دوه سوه ډالر دي، او په سنګاپور کې د هر حاجي مصرف پنځه زره درې سوه ډالر دي.
 
بايد ياده کړو چې سږه کال هر افغان حاجي تر درې زرو ډېر ډالر د حج په سفر لګولي و. که موږ د افغان حاجيانو مصرف د ماليزيا د حاجيانو د مصرف سره پرتله کړو، هر افغان حاجي پنځه دېرش زره افغانۍ ډېرې مصرفوي، سره د دې چې د افغانستان او عربستان د الوتکې واټن درې ساعته او د ماليزيا او د عربستان د الوتکې واټن اووه ساعته دی.
 
۳. د هېواد د اقتصاد پياوړي کول.
 
د حج د پانګې لومړۍ تجربه د ماليزيا اسلامي هېواد په ۱۹۶۳ ز کال کې وکړه چې تر اوسه بريالۍ روانه ده.
 
هر کال افغانان په حج تر دوه سوه ملیونه ډېر امريکايي ډالر مصرفوي. چې په پنځه کلونو کې ترې یو بليون امريکايي ډالر جوړېږي. که هر حاجي له حج کولو څخه یو کال مخکې خپلې پيسې د حج د پانګې سره کېږدي، نو د حج پانګه د راتلونکي کال د حج پيسې کولای شي چې د یو کال دپاره په مختلفو اسلامي لارو کې وکاروي او د هېواد اقتصاد پياوړی کړي.
 
د ماليزيا تجربه ښايي چې هلته د حج پانګه په زراعتي او ودانيزو چارو کې خپل هېواد ته ډېر کار کړی دی او په دې برخه کې یې د هېواد په ابادۍ کې ستره ونډه اخيستې ده.
 
همدا اوس به ډېر افغانان په بالښتونو، توشکونو، او نورو کورني شيانو کې پيسې ساتي. که د پيسو د پانګونې او د هغې په نتيجه کې ورته د حج د مبارکې فريضې فرصت برابر شي نو دا پيسې به له بالښتونو او توشکو راووځي او د هېواد په بيا ودانولو کې به مهم رول ولوبوي.
 
که چېرته له دېرش مليونه افغانانو څخه څلور مليونه افغانان په راتلونکي کې د حج لپاره د حج د پانګې سره حساب پرانيزي، او هر یو په اوسط ډول ۲۵ زره افغانۍ په حساب کې ولري، نو سل مليارده افغانۍ (دوه مليارده ډالر) شو چې په اوسني وخت کې د افغانستان د دولت له کلنۍ بوديجې دوه برابره دي. دا سل بليونه افغانۍ که د لسو کالو په موده کې وکارول شي او ۲۵٪ ګټه وکړي نو ۶۲۰پنځلس مليارده ډالر ترې جوړېږي.
 
د حج پانګه کولای شي په لاندې توګه پانګه واچوي او په دې پيسو ډېره ګټه وکړي:
 
- کولای شي مناسب شرکتونه جوړ کړي: لکه د ودانولو (کانسټرکشن) شرکتونه، د کانونو د استخراج شرکتونه،  نور خدماتي شرکتونه، کېدای شي د امکان په صورت کې خپل هوايي شرکت هم ولري تر څو نورو شرکتونو ته په لوړه بيه د حاجيانو لېږدولو ته مجبور نه شي.
 
- کولای شي په نورو شرکتونو کې شريک شي او سهمونه په کې واخلي.
- کولای شي نااباده مځکې ابادې کړي او کرنه په کې وکړي.
- کولای شي د اوبو او برېښنا بندونه جوړ کړي.
 
په راتلونکو لسو کالو کې به د حج پانګه تقريبا پنځلس مليارده امريکايي ډالر ولري. دا د افغانستان دپاره لويه پانګه چې په خپل کور کې دننه یې لري. دا چې د حج پانګه بايد دا پيسې د هېواد دننه په اسلامي لارو ولګوي، نو د افغانستان مسلمان ولس به ترې خورا ډېره ګته واخلي. د دې پانګې د کارونو په نتيجه کې به سلګونه زره افغانانو ته کار پيدا شي او اقتصادي پرمختګ به ګړندی شي.
 
په ۱۹۹۷ ز کال کې په آسيا کې مالي بحران رامنځ ته شو او د ماليزيا، سنګاپور، اندونيزيا، تايليند په شمول د سيمې هېوادونه د پيسو د کموالي سره مخ شول. ماليزيا یواځينی هېواد او چې له مالي بحران څخه روغو ووت، دا ځکه چې دوی د حج په پانګه کې خورا ډېرې پيسې لرلې. په بل عبارت د حج پانګې د ماليزيا اقتصادي سيستم له نړېدو څخه وژغوره.
 
زموږ په باور د حج پانګه په افغانستان کې له ماليزيا څخه هم ډېر مهم رول لوبولی شي. موږ کولای شو د دې تجربې د ښه تطبيق دپاره د ماليزيا د اسلامي هېواد د حج پانګې څخه مرسته وغواړو.
 
موږ ژمنه کوو چې د بري په صورت کې به زموږ ګران هېواد دويم اسلامي هېواد وي چې د حج د مبارکې فريضې د ادا کولو د اسانۍ او له دې څخه د اقتصادي ګټو اخيستو په موخه داسې بريالی پروګرام پلي کوي.
 
ستاسو خادم ميرويس ياسيني
ولسمشرۍ ته کانديد – ۱۳۸۸ ل