د اريانا تلويزيون سره زما د دويمې مناظرې مهم ټکي

 
 
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
پتمنو افغانانو!
 
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
 
د اريانا تلويزيون د تګلارې له مخې د دې تلويزيون په ټاکنيزه مناظره کې چې هر دوه کانديدان تر نورو ښې رايې واخلي کولای شي چې په ورپسې اونۍ کې د يو ساعت لپاره سره بيا کېنې او مناظره وکړي.د اريانا په تلويزيون کې زما لومړۍ مناظره ستاسو خوښه شوې وه چې په نتيجه کې تاسو زما په ملاتړ د ګرځنده تيلي فون له لارې پيغامونه ورولېږل او زه مو د دې جوګه کړم چې يو ځل بيا بېګا شپه د اريانا د تلويزيون ميلمه شم او د ځينو موضوعاتو په اړه خپل اند څرګند کړم. زه له تاسو مننه کوم چې زما ملاتړ مو وکړ او په لومړۍ مناظره کې مو بريالی وبللم.
 
که تاسو دا مناظره نه وي ليدلي نو دلته يې ستاسو درانه حضور ته مهم ټکي د لږ ډېر تفصيل سره وړاندې کوم:
 
زه يو ځل بيا د هېواد دپاره د مناسب اقتصادي سيستم په اړه وپوښتل شوم.
 
ما په تېره مناظره کې هم وويل چې زه د ازاد بازار په اصولو ولاړ اقتصاد سره چې کنترول وي او د خلکو په ګټه وي پلوی یم. دا په دې مانا چې په دې اقتصاد کې بايد هر څه د دولت په ملکيت کې نه وي، بلکه ولس بايد د ملکيت حق ولري خو هغه قوانين او لايحې چې بازار تقنينوي، بايد د اسلامي اقتصاد په اصولو ولاړ وي.
 
د دې دپاره چې دا خبره نوره هم روښانه کړم وايم چې په دنيا کې څلور اقتصادي سیستمونه دي: سوسياليست، کاپيتاليست ، د دې دواړو مختلط سيستم، او اسلامي سيستم.
 
 سوسياليستي يا اشتراکي سيستم موږ وليد چې د شوروي اتحاد په نړيدو له منځه لاړو او بېرته يې مخ قدرې هم راونه ګرځاوه. سوسياليستي سيستم د انسان د فطرت مخالف و. دې نظام د هر څه ملکيت له انسانه اخيسته او دولت ته يې ورکاوه، په داسې حال کې چې انسان فطرتا د ملکيت لېواله دی، غواړي چې خپل کور ولري، فابريکه ولري، جايداد ولري، سوداګري وکړي، شرکتونه ولري.
 
په نړۍ کې اوسني مالي بحران په هر انسان منفي اغېزه کړي ده او د کاپيتاليست سيستم په مخ يې ډېر خالونه نه دي پرېښي، د کاپيتاليست سيستم خونده هغه وخت لاړه چې د ازاد بازار په اساس يې بې بندوباره اقتصاد رامنځته کړ او هر څه يې د افرادو لاس ته ورکړل. کله چې هم دا سيستم د خرابو افرادو په لاس کې وغورځېد، په څو ورځو کې دا ډول اقتصادونه يا ونړېدل او يا هم دومره کمزوري شول چې د امريکا په شان هېواد کې د دې بحران په نتيجه کې دا مهال ۱۴ مليونه بې کاره خلک لري.
ځيني هيوادونه چې اوسني مالي بحران وځپل داسې هم و چې سوسياليستي او کاپيتاليستي اقتصادي سيستمونه يې سره ګډ کړي و او مختلط سيستم يې پر مخ بيولو. اوسني مالي بحران دا ثابته کړه چې دا درې واړه اقتصادي سيستمونه ناکام سيستمونه دي.
 
زه غواړم  په اسلامي اقتصادي نظرياتو ولاړ سيستم رامنځ ته کړم. کله چې په اسلام کې اقتصادي سيستم وي او د یادو شوو درې سيستمونو څخه ښه هم وي، کله چې موږ الهي سيستم ولرو، نو د انسان په لاس جوړ شوي ناقص سيستم ته څه اړتيا ده!
 
اسلامي اقتصادي سيستم لکه د ازاد بازار خلکو ته د سوداګرۍ او ملکيت حق ورکوي، خلک فابريکې او جايداد لرلی شي، د بازار فعاليت د توکو بيې ټاکي، خو دا کړنې بې بندوباره نه وي. دولت هم مکلف دی ځينې اساسي خدمتونه ولس ته وړاندې کړي او اقتصاد د ولس په ګټه کنترول کړي. دا يو داسې سيستم دی چې په سود نه بلکه په حقيقي اقتصادي فعاليت ولاړ دی. په دې سيستم کې بايد دا خبره روښانه وي چې (و احل الله البيع و حرم الربا – سورت بقرة). الله پاک سوداګري روا کړې ده او سود يې ناروا کړی دی. اقتصادي سيستم بايد په سود نه بلکې په حقيقي فعاليت ولاړ وي.
 
زه به د اسلامي اقتصادي سيستم دپلي کولو په موخه تر هرڅه دمخه په هېواد کې اسلامي بانکداري مروجه کړم. دا به زما د اقتصادي سيستم د پلي کولو پيل وي.
 
زما سره په مناظره کې ناست کانديد زما دې وړانديز ته ((تخيلي يا خيالي)) وړانديز ووايه. دا ماته ډېره دردونکي خبره وه. اسلام هيڅکله تخيلي دين نه شي کېدلای. اسلامي اقتصادي سيستم الهي سيستم دی چې د بشريت د پرمختګ او هوساينې په موخه انسانانو ته ښودل شوی دی.
 
د اسلام د اقتصادي سيستم د عملي کېدو د ثبوت لپاره همدا بس دی چې اوس د نړۍ د کاتوليکو عيسايانو مرکز واتيکان هم د نړۍ له اقتصادياتو غواړي چې له اسلامي اقتصادي سيستم څخه ګټه پورته کړي او په اخلاقو ولاړ اقتصادي سيستم جوړ کړي.
 
په همدې موخه امريکا هم اوس خپل قوانين بدلوي. که اسلامي اقتصادي سيستم عملي سیستم نه وای نو اوس به  اسلامي بانکونو او مالي ارګانونو د يو تريليون (زر مليارده) امريکايي ډالرو په بيه اصول نه لرل. اسلامي بانکونو او مالي ارګانونو د لسو کالو په موده کې دومره اوږد مزل وواهه. هر کال د ۲۰٪ په سرعت پرمختګ کوي.
 
همدا وجه ده چې برتانيا غواړي د اسلامي اقتصاد مرکز شي او په همدې موخه يې خپل قوانين بدل کړل. فرانسه غواړي چې د برتانيا سره په دې موخه مقابله وکړي، لګيا ده خپل مالي قوانين بدلوي. سنګاپور خپل قوانين بدل کړي دي او هېواد په هېواد ګرځي او له مالي ارګانونو او بانکونو غواړي چې د شريعت سره سم په دې هېواد کې فعاليت وکړي.
 
سعودي عربستان، ماليزيا، عربي متحده اماراتو، بحرين، قطر، اندونيزيا، پاکستان، او ايران د اسلامي بانکدارۍ په موخه پرمختللي قوانين وضع کړي دي او پرمختللي اسلامي بانکداري لري. دا د شرم ځای دی چې په تېرو اوو کلونو کې په افغانستان کې د دې مهم اقتصادي فعاليت دپاره قوانين تر اوسه نه دي ايښودل شوي.
 
دا اسلامي بانکدارۍ پيلول او تشويقول به زما د حکومت له لومړيتوبونو څخه وي.
 
ماسره په مناظره کې ناست کانديد په دې نيوکه وکړه چې د ((بانک)) ټکی اسلامي ټکی نه دي. دا خبره سمه نه ده. ټکي چې د قران او حديثو او د اسلام د احکامو مخالف نه وي، اسلامي دي. په اسلامي فقه کې قاعده ده چې (الأصل في الأشياء الإباحة)). په اصل کې ټول شيان روا دي، مګر په هغه صورت کې چې اسلام ناروا کړي وي. اصطلاحات هم د همدې قاعدې په اساس روا دي، مګر په هغه صورت کې چې اسلام ناروا کړي وي.
د پېغمبر عليه الصلاة والسلام په وخت کې د پوهنتون په نامه څه نه و، خو مثلا موږ اوس وايو چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون. که داسې وي چې اسلام په لومړيو کلونو کې د پوهنتون ټکی نه پېژانده نو اوس به پوهنتونونو ته موږ اسلامي نه شو ويلای. اسلام د اجتهاد لاره پرانيستې پرېښې ده او تل متجدد دين دی. له همدې کبله د ژوند ټولې چارې بايد د اسلام سره برابرې وي.
 
 زه د د کوپراتيف يا تعاوني پروګرامونو په اړه و پوښتل شوم:
 
زما په اند اسلامي اقتصادي سيستم تعاوني يا کوپراتيفي اړخ ته ډېره پاملرنه کړې ده. په دې اړه زما وړانديز دا دی چې افغان دولت بايد لکه د ابوبکر الصديق رضی الله عنه او نورو خلفای راشدينو او د عمر بن عبدالعزیز رحمت الله عليه د واکمنۍ د مهال په شان د زکات د راغونډولو سيستم بېرته راژوندی کړي.
 
د زکات راغونډونه ډېر ګټور سيستم دی. زه به په دې موخه د زکات صندوق جوړوم. هر څوک چې زکات ورکوي يو معينه اندازه ټکس ورکولو څخه به معاف کېږي. زه به په دې اړه په نږدې راتلونکي کې يو مفصل پلان اعلان کړم.
 
همدا راز عدالت تامينول د عادلو مالياتو له لارې کېږي. افغانستان بايد په مالياتو يا ټکسونو کې د بين المللي معيارونو او سيمه يزو هېوادونو سره - د خپلو خلکو د هوساينې په نظر کې نيول سره - برابر وي تر څو د بهرنيو هيوادونو پانګونه راجلب کړو. او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
 
زه د هغه مامورينو په اړه چې کم معاشونه اخلي وپوښتل شوم:
 
زه وايم چې زموږ د بدبختيو يو لوی لامل اداري فساد دی چې د ښاغلي حامد کرزي حکومت يې په ختمولو کې ناکام شوی دي. که ووايو چې اداري فساد د نوموړي په حکومت کې رامنځ ته شوی او افغانستان يې د نړۍ په کچه په مخکښو فاسدو هېوادونو کې ودرولی، مبالغه نه ده. دا مهال افغانستان د ناکامه هېوادونو په ليست کې اووم نمره دی. زموږ په هېواد کې له نايجيريا، پاکستان، او بورما څخه هم اداري فساد زيات دی.
موږ اقتصاد له حقوقو نه شو بېلولی. که مامورين ښه معاشونه نه اخلي نو دا ځکه چې دولت پيسې نه لري. د دولت پيسې په دولت کې ناست داړه ماران غلا کوي.
 
په مالياتي سيستم او ګمرکاتو کې چې موږ کومه سروی کړې ده د نړيوال بانک او ای ايم ایف سروی ته ورته ده چې يواځې د ګمرکاتو په برخه کې په افغانستان کې دوه بليونه ډالره اختلاس کېږي.
 
مامورين په ښه حال کې نه دي او معاشونه يې کم دي. افغانستان کولای شي د اختلاس پيسې بچت کړي او د بې چارو مامورينو معاش پرې لوړ کړي. زه چې په ولسي جرګه کې وم د مامورينو او ښوونکو د معاشونو د لوړولو دپاره مې غوښتنې کولې او دې غوښتنو ته اوس هم ژمن یم. زه چې ولسمشر شم، زه به يو ښه کاري ډله ولرم چې دا دوه بليونه ډالره بچت کړم. موږ کولای شو چې دا دوه بليونه ډالره د افغانستان د مامورينو د معاشونو په لوړولو کې وکاروو. زما حکومت به د مامورينو معاشونو ته پام وکړي. زه به اختلاس په پوره توګه له منځه وړم. زه به قانون واکمن کوم تر څو حقدارو ته حق ورسېږي.
 
 زه چې ولسمشر شم، زما په حکومت کې به ګمرکاتو کې خپلوان نه وي مقرر، زه به مخلص کسان مقرروم چې تر هر څه د مخه په مالي سيستم کې اختلاس او اداري فساد له منځه يوسي.
 
 زه د حکومتي سيستم په اړه بيا وپوښتل شوم:
 
زما تګلاره دا ده چې بايد د اساسي قانون او بالاخره د اسلام د قوانينو سره برابر سيستم ولرو. داسې يو سيستم بايد ولرو چې خلکو ته ځواب ورکونکی وي. خلک په کې په حکومت کې شريک وي.
 
رياستي سيستم زموږ د ملي وحدت دپاره ضروري دی.په هغه هيوادونو کې چې توکميز،ژبنيز توپيرونه زيات وي، مرکزي حکومت هم کمزورى وي فدرالي نِظام  په کې  د تجزيي اواختلافاتو ځمکې اواروي، د افغانستان غوندي هيواد  ته چې مرکزي حکومت په کې کمزورى دى، د افغانستان د دښمنانو لاسوهنې ډيرې دي رياستي نظام وړ او مناسب نظام دى ، موږ لا يو هم نه دى تجربه کړى، دغه اوسنى نظام نه رياستي دى او نه فدرالي، د سيستم د بدلولو په اړه بايد ډېر محتاط اوسو. موږ همدا رياستي سيستم غواړو خو بايد په دې سيستم کې نورو شوراګانو ته (لکه ولسي جرګه، مشرانو جرګه، د ولسواليو جرګو او نورو جرګو ته
 چې د نافذه قوانينو له مخې جوړي شوي) احترام وشي او بايد هغوی ته په هېواد کې د مشارکت فرصت ورکړل شي. موږ ښه سيستم د اساسي قانون له مخې منلی دی خو دا سيستم ښه خلک غواړي، ښه کاري ډله غواړي. زه به ښه کاري ډله جوړوم او خلک به په واک کې شريکوم او د هغوی ارادې ته به احترام لرم. دنظام بدلول د ولسمشر صلاحيت نه دى ، دا د خلکو کار دى ،که چيرته د افغانستان خلک وغواړي چې نظام تبديل کړي،لومړى به زه خلکو ته مراجعه وکړم ،يوه ټولپوښتنه به تر سره کړم وروسته له هغې به لويه جرګه راوغواړم،او هر کله چې خلکو په غوڅ اکثريت سره ومنله نو هغه وخت به نظام بدل کړم.
 
زه بيا د بهرني سياست په اړه وپوښتل شوم:
 
د افغانستان بهرنی سياست بايد  ناپييلى، فعال، او عملی سياست وي، خيالي او په احساساتو ولاړ سياست نه وي. موږ بايد په رښتيا ناپييله هېواد اوسو. نه د چا په کور کې ګوتې ووهو او نه نور پرېږدو چې زموږ په کور کې ګوتې ووهي.
 
زموږ بهرنی سياست باید په اسلامي نړۍ کې نقش ولري، په سارک غړو هيوادونو په سيمه کې نقش ولري، د روسيې او چين سره بايد ښې اړيکې ولرو، د سيمې په سياست کې بايد نقش ولرو.
 
نړيوال ځواکونه افغانستان ته بې زموږ له پوښتنې راغلي دي، او په نتيجه کې اوس موږ په يو نړيوال ایتلاف کې شامل شوي يو، بايد په دې کې افغانستان رول ولري. زه نه غواړم چې افغانستان د نورو هيوادونو په منځ کې لوبغاړی شي، خوبايد خپل ځانګړی او په ملي ګټو ولاړ سياست ولري.
په تېرو اوو کلونو کې د ښاغلي حامد کرزي حکومت د اسلامي هېوادونو سره اړيکې تودې نه کړې. موږ بايد د اسلامي هيوادونو سره تودې اړيکي ولرو. دا به زما د بهرني سياست عمده ټکی وي چې د اسلامي هيوادونو سره اړيکې سمې او د اسلامي هيوادونو پانګه راجلبه کړو.
 
په مينه او ايماندارۍ
ستاسو خادم ميرويس ياسيني
د ولسشمرۍ نوماند - ۱۳۸۸