بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد :
7 : دُعاگاني کول
دُعاء د گناهونو د مغفرت لپاره يو ستر لامل دی چي انسان ئې د خپلو گناهونو د بخښني لپاره له الله پاک څخه غواړي.
په ځانگړې توگه په هغو وختونو کي چي دُعاء پکي قبلېږي،لکه د شپې په نس کي، د جمعې د ورځي په آخري ساعت کي، د آذان او اقامت تر منځ او داسي نورځايونه ...
همداراز د مومنانو خپلمنځي دُعاگاني چي دوی ئې يوه او بل ته کوي، د دغسي دُعاگانو د ژر قبلېدلو اميد هم زيات شته او گناوي هم پرې بخښل کېږي.
۸ : د مرگ په وخت کي او ترې وروسته تکليفونه :
د قبر وارخطايي او تنگېدل، همداراز د زنکدن سختۍ، د قيامت د ورځي سختۍ، گرمۍ، پرېشانۍ او نورو تکاليفو سره هم الله پاک مسلمانانوته بخښنه کوي.
د دې دا مطلب وي چي گناهگارمسلمان ته د ده د گناهونو سزا ورکول کېږي، نو الله پاک يې د دغو تکليفونو په تېرولو بخښي چي دومره سزا بس ده.
۹: د نبي عليه السلام شفاعت
دا هم د مغفرت يو ستر او عُمده لامل دی.
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : شفاعتي لاهل الکبائرمن امتي (رواه الترمذي ص:۷۰ج:۲ وابوداود ورواه ابن ماجة عن جابرمشکوة المصابيح ص:۴۹۴ج:۲)
ژباړه : زما شفاعت زما له امت څخه د لويوگناهونو د خاوندانو لپاره دی!!
عن عوف بن مالك الأشجعي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أتاني آت من عند ربي فخيرني بين أن يدخل نصف أمتي الجنة و بين الشفاعة فاخترت الشفاعة وهي لمن مات لا يشرك بالله شيئا(رواه الترمذي ص : ۷۰ج : ۲و ابن ماجةمشکوة المصابيح ص : ۴۹۴ج : ۲)
له حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : ما ته زما د رب له لوري يو راتلونکی راغی، ما ته يې زما د نيم امت جنت ته د داخلېدو او شفاعت تر منځ اختيار راکړ؟ ( يعني په دې دوو کارو کي کوم يو خوښوې؟) نو ما شفاعت خوښ کړ او دا شفاعت د هغه چا لپاره دی چي څوک په داسي حال کي مړ شي چي د الله پاک سره شرک نه کوي!!
شفاعت يې په دې خوښ کړ چي دا ډېرعام دی .
همداراز شفاعت د نورو نېکانو خلگو هم يو سبب دی.
۱۰: د الله پاک رحمت
د بنده گناوي که هر څومره زياتي او ستري وي خو بيا هم د الله پاک رحمت ترې پراخ او ستر دی.
دا د مغفرت تر ټولو ستر لامل دی.
د مغفرت د اسبابو په حاصلولو کي ډېر کوښښ اړين دی، مخکي له دې چي دا موقع مو له لاسه ووزي.(تلک عشرة کاملة)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
وروستي