
چې کله يې په لومړي ځل وليده، د زړه ټوله دنيا يې وروسپارله، د خيالونو د فضا قلمرو واک يې ټول هغې ته وسپارلو، که به يې په ورځ کې يو ځل ونه ليده، ځان يې نه کتو، مور و پلار يې نه کتل، خدای ترې هېر و، د هغې له هر قدم سره يې زړه ډوبۍ وهلې، خالي په يوه خندا يې ځان ترې ځاروه، په خبرو کې به يې له خولې ورته ځار او قربان وتل، چې هغه به پر کومه شګلنه لاره روانه وه، زړه يې غوښتل چې ټوله لار ورته په بڼو جارو کړي، د هغې د زلفو يو ويښته يې پر درست جهان نه ورکاوه . . . .
خو اوس يې همغه څوک ميرمن ده، د ښکلي او تنکي وجود ټول واک يې دده په لاس کې دی، اوس يې لوی زړه ورته تنګېږي، د خيالونو په فضا کې يې د هغې د ميني پر الوتو بنديز لګولی، پر ليدو يې زړه ناارامه کيږي، اوس يې هغه بيخې هيره شوې، له مور و پلار خدای او . . . سره مينه يې هم له زړه نه؛ له شرمه ده، چې ميرمن يې وخاندي، د ده غوسه زياتېږي، هغه چې مخکې يې ورته ځار او قربان ويلي وو، چې هغه را په زړه کړي، ځان ورته يو ډول بې غيرته غوندې ورښکاره شي، هغه په کور کې ستړې اوستومنه وي، مرسته خو يو وارې نه رسره کوي، پوست ځای، ښه خوراک هم ترې دی وخوري. چې د هغې يو ويښته به يې پر درست جهان نه ورکاوه، اوس يې چې په خوړو کې ويښته ورته راشي، يو دبی جګوي بل ږدی. . .
زمونږټولې مينې همداسې دروغجنې دي!!!