له انګليسي ښکیلاک څخه د آزادۍ دترلاسه کولو د ۹۶ یمې کليزې په مناسبت داسلامي امارت اعلامیه

 
د برتانوي پخواني ښکیلاک څخه زموږ د هیواد د آزادۍ ۹۶ کلونه پوره شول.
یاده آزادۍ د زرګونو برتانوي اشغالګرو له مرګ ژوبلې  وروسته د زرګونو افغانانود وینو په قربانۍ ترلاسه شوه چې په نړیواله سطحه يې نور د برتانې د وخت حيثیت له منځه یوړ او زموږ د هیواد د آزادۍ په تعقيب ګڼ نور هیوادونه هم د آزادۍ له سترنعمت څخه برخمن شول.
هغه مهال زموږ نیکونو د کفارو هيڅ ډول غوښتنواو فشارونو ته سر ښکته نه کړ او په پوره میړانه، متانت او سرښندنو سره يې د مسلسل جهاد په نتيجه کې آزادۍ  ترلاسه او افغانستان يې په نړۍ کې د انګليسي استعمار په قبرستان بدل کړ.
طبعی ده چې هغه مهال هم ځينو افغان نما څيرو د برتانویانو په حمایت  دخپلو خلکو، دین او آزادۍ په مقابل کې د څو پيسو لپاره مزاحمت جوړ کړي و او په بیلابیلو برخو کې ددې سبب شوي ول چې برتانوي ښکیلاکګر ددوي په مټ دلته خپل اشغال ته دوام ورکړي، خو دغه منفورې څيرې زموږ د تاریخ هغه توره برخه وګرځيدې چې هر آزاد او مسلمان افغان يې له یادونو او نومونو څخه هم نفرت لري.
متأسفانه چې برتانويانو په افغانستان کې دخپل پخواني شکست څخه هيڅ تاريخي عبرت وانخيست او دخپلو پلرونو په غلطو قدمونو يې نن لمسیان هم په هماغه لاره راغلل چې یوځل يې په کې خپل هرڅه له لاسه ورکړي ول. لله الحمد افغان میړني اولس داځل هم د امریکايي اشغالګرو سره جوخت برتانویانو ته داسې ماتې ورکړه چې د نیکونو تاریخ يې ورته یاد کړ، په افغانستان کې يې په زرګونو عسکرو سرونه وخوړل او یا ټپيان شول. د دې پرځای چې باید برتانویانو نور د اشغال څخه لاس اخيستی وای، لیدل کيږي چې په دا وروستیوکې له دوه زره ډير نور تازه دمي برتانوي ځواکونه بیا افغانستان ته د اشغال د دوام په نیت راغلي او دلته د افغانانو په کورونو باندې چاپې وهي وژني کوي او وحشت ترسره کوي.
دافغانستان اسلامي امارت دخپل اولس د ريښتوني ممثل ځواک په حيث برتانويانوته خبرداری ورکوي چې که دوی خپل اشغالګرځواکونه بیا هم زموږ هیواد ته ترهر عنوان او نوم لاندې چې وي  رالیږي؛ نو افغان میړنی اولس دا توان لري چې دهغو په ضد هم د پراخو عملیاتو ستراتيژي تطبیق کړي او راغلي برتانوي عسکر دخپلو نیکونو په شان له افغانستان څخه په ټيټ سر وشړي.
لیدل کيږي چې دکابل غلامه اداره چې د امریکايي او برتانوي،  نوي اشغال په تسلسل کې راټوکیدلې، هم د اسد میاشتې ۲۸ تاریخ له انګلیسانو څخه د آزادۍ د ورځې په نامه په داسې حال کې لمانځي چې عملا يې له زرګونو نورو اشغالګرو ځواکونوسره په افغانستان کې دشتون، دلته د هرډول عملیاتو او دافغانانو د وژلو توافق نامه لاسلیک کړې  او داشغال د دوام هڅې کوي.
افغان میړنی اولس لکه څرنګه چې له بهرني اشغال سره شدید حساسیت لري، له هغه زیات د اشغالګرو له مزدورانو سره حساس دي او نفرت ترې کوي.
دکابل دغلامانو لپاره په ځنځير تړلي حالت کې د آزادۍ د ورځې نوم اخیستل په داسې شان چې د همدې ورځې دلمانځ غونډو امنیت یې بیا هم همغو اشغالګروعسکرو نیولي، دشرم او خجالت خبره ده، افغانان په دې باوري دي، لکه څرنګه چې پخواني غلامان دخپلو شومو اعمالو په سزا رسیدلي او اشغالګر نه دي توانيدلي چې خپل دغه غلامان  دملت له مؤاخذې  اومحاکمې څخه وژغوري، ډير نږدې دى چې اوسني غلامان هم د حساب کتاب میزته  ودرول شي، او دکلونو غلامۍ محاسبه ورسره  و شي.
موږ د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپل مجاهد ولس ته مبارکي وایو  او دا هیله ترې  لرو  چې داوسني اشغالګرو په ضد دخپلو مجاهدینو وروڼو لاهم لاس نوی وکړي او لکه د خپلو نیکونو په څیر چې د تورې په زور یې   خپل هیواد له انګلیسي اشغالګرو آزاد کړی و همداسې  دوي هم  دخپل هیواد ارزښتمنه آزادۍ بیا هم  ترلاسه کړي. ومن الله التوفیق
د  افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۶/۱۱/۳هـ ق
۱۳۹۴/۵/۲۷هـ ش ـــ 2015/8/18م