
له نن څخه ۹۶ کاله دمخه ستر غازي امان الله خان د وخت مقتدر ځواک انګريزي ښکيلاګر ځواک د سپيڅلو افغانانو په پاکو ارادو او قوي عزم سره د وخت دانګريز معاصره تکنالوژي،ټوپک اوتوپ ته يې په کمو امکاناتو توره او تبر سره غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او خپله مقدسه خاوره افغانستان يې د سرونو په نذرانه کولو سره په ۱۹۱۹ کې خپلواک او د نړۍ په تاريخ کې د هېواد خپلواکي په زرينو کرښو وليکل شوه. چې د ملي ثبات ټولنې مشرتابه او رهبري پلاوی دستر غازي امان الله خان او زموږ دشريفو او غيورو ولسونو د دې سترې ميړانې مبارکي ټولو هېوادوالو ته وايي.
دخپلواکۍ په اړه ستر خوشحال خان بابا څه ښه ويلي:
ازادي تر باچاهيه لا تيری کا... چي د بل تر حکم لاندي شي زندان شي
دا خپلواکي چې د هېوادوالو په وينو او سختو قربانيوو په بدله کې دوخت دزبرځواک انګليس څخه لاسته راغلې زموږ د برم ورځې په توګه په زرين تاريخ او دهېوادوالو په زړونو کې دتل لپاره ځای لري، ددې تاريخي ورځې په لمانځلو او يادولو سره زموږ د هېواد پالنې احساسات پياوړي کيږي او دهېوادوالو د راټوليدلو او د يوځای کيدلو سبب ګرځي نو حکومتونو ته ښايي چې دا ورځ که څه هم په دې وروستيو کې يې لمانځل پيکه شوي د ولس دمهمې تاريخي حماسې په توګه په شاندارو سترو مراسمو ولمانځي او دخپلو تاريخي وياړونو په توګه يې راتلوونکو نسلونو ته په ميراث پريږدي.
دملي ثبات ټولنه ددغه تاريخي ورځې عظمت ته په کتو په ټولو هېوادوالو غږ کوي چې د خپلو ملي اتلانو او هغه کسانو چې د ميړانې تاريخونه يې جوړ کړي په هېوادنۍ مينه ولمانځي او د ورونو قومونو په څير د هرډول سمتي،ژبني،مذهبي او نژادي تبعيض پرته د واحد افغانستان دجوړولو لپاره سره لاسونه ورکړي او دخپلو ټولو خوابديو په له منځه وړلو سره په اسلاميت او افغانيت راټول او دسوکاله افغانستان لپاره کار وکړي.
ملي ثبات يوځل بيا ټولو هېوادوالو ته دخپلواکۍ ۹۶ کليزې مبارکي وايي او ددی ازادۍ د سپيڅلې لارې ټولو لارويانو او په ځانګړي ډول ستر غازي بابا امان الله خان روح ته د درناوي مراتب وړاندې کوي.
ژوندی دې وي افغانستان او د خپلواکۍ د لارې لارويان.
دملي ثبات دارلانشاء