
د اسلاميت او افغانيت د ملاتړ لپاره د پراخ لاريون د تدارک او انسجام کمېټې نن يکشنبه د اسد د مياشتې پر (۲۵)مه نېټه د هېواد د بېلابېلو مدني او کلتوري ټولنو، قومي شوراګانو د ولس د انتخابي بنسټونو استازو، سياسي او ملي خوځښتونو او د لاريونوالو له بېلابېلو استازو سره متواترې او پرله پسې غونډې درلودې او پر دولت يې له بېلابېلو خواوو قانوني او مشروع فشار راوړ او د ولس پيغام يې هغوی ته ورساوه.
د همدغه قانوني فشار په نتيجه کې دولت نن يکشنبه ماښام ژمنه وکړه چې د اسد پر (۲۸)مه نېټه به د برېښنايي تذکرو وېش نه پيلوي او د افغان کليمې د ليکلو په ګډون به د ولس قانوني غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.
د مظاهرې د تدارک کمېټې له بېلابېلو افغاني بنسټونو او د لاريونوالو له استازو سره په ګډه پرېکړه وکړه چې حکومت ته تر راتلونکې جمعې ورځې پورې نور هم انتظار وباسي چې خپلې ژمنې عملي کړي. د لاريون د تدارک کمېټه ټولو هېوادوالو ته په ډاګه اعلانوي چې که حکومت تر راتلونکې جمعې ورځې پورې بيا هم خپلې ژمنې د پخوا په څېر عملي نه کړې او د ملت ارادې ته يې غاړه کېنښوده، نو د ملت له پراخ غبرګون، لاريون او نورو احتجاجونو سره به مخ شي. تر هغه وروسته به ټول مسوليت او د پېښو ناوړه عواقب د همدغو حکومتي چارواکو پر غاړه وي. د لاريون د تدارک کمېټه ددې يادونه او مننه لازمي بولي چې که د هېوادوالو پراخ احتجاجونه، احساسات او رسنيز پيغاميز بهير نه وای، نو حکومت د دوی د مشروع غوښتنو د پرځای کولو ژمنه نه کوله، نو دلته په کار دي چې له خپل ټول غيور ملت څخه د افغانيت او اسلاميت د سترې داعيې د ملاتړ لپاره د زړه له تله مننه وشي. د لاريون د تدارک کمېټه څرګندوي چې دوی د ملت د استازو په ګډون له ټولو موثرو بنسټونو او اشخاصو سره د ګډ تفاهم له لارې پر حکومت باندې خپل وروستي فشار ته ادامه ورکوي چې د هويت په تذکرو کې د افغانيت او اسلاميت د تثبيت لپاره خپلې ژمنې ژر تر ژره عملي کړي. ددې ترڅنګ له خپلو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت هيله کوي لکه څنګه چې يې په تېرو څو ورځو کې خپل ملي پيوستون او ملي افکار سره هماهنګ کړل او د يوې لويې مظاهرې لپاره يې خپل تياری څرګند کړ، دغسې خپل دې هوډ او تکل ته دوام ورکړي، د مظاهرې نور ترتيبات، لوازم او تخنيکي چارې لاپسې همغاړې کړي او د يوې لويې مظاهرې لپاره خپل چمتووالی لاپسې بشپړ کړي.
د مظاهرې د تدارک کمېټه يو ځل بيا خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوي چې هر نوی پرمختګ، ستونزه او پيغام به له ولس سره شريکوي. که تر راتلونکې جمعې پورې د ملت د افغانيت ملي داعيه ونه منل شوه، نو تاسو ټولو هېوادوالو ته به ستاسو د استازو او نورو رسنيزو وسايلو لارې د پراخې مظاهرې نېټه، وخت او ځای اعلان شي. يو ځل بيا له خپل غيرتي ملت څخه مننه.
د اسلاميت او افغانيت د سترې داعيې د بريا په هيله