
ددلبرو په ســــــتا ينه ما پخه کړه خپــــــــــله ينه
نا تر سي دديو ګوره چې په خال نه کا پـــــــو ښتنه
که دخوشحال شعر او نثر ته يو څيړ نپو ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنه پکې وکړي دابه هم ورته جوته شي چې خوشحال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطا لعه درلوده او يو پخ ستر عالم وهچې ددين ، مذهب او فقهي څخه پوره خبر او ښي دينې زده کړي يې سرته رسولي وي او ددي سره په څنک کي لکه څرنګه چې معلو مه ده د پښتو شاعري په داسي حال کې زيږيدلي دي چې پښتو شاعرۍ باندې دفارسي شاعرۍ خو ند خورا ډير پروت وه او پښتنو ته داضروري وه چې داسي يو لوي اديب په پښتنو کې پيداشي چې دخپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهي او سترو فکرونو څر ګنده ونه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشحال بابا زما په پو هه ديو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په تو ګه داډير زر درک او حس کړي چې پرته له خپلي مورني ژبي څخه په بله ژبه باندې شعر کا ميابي نه لري که دخپل زيات شعرونه په خپلي موني ژبه ويلي دي .
دخوشحال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره زياته څيړنه شوي او کتابونه پري ليکل شوي دي دالړي تما ميده نه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشحال په شعر او ادب باندې څيړنه کوي او دا ډير ښکلي رنګين ګلستان او بڼ به تل تازه او تاند ساتي او هر راز ادبي ګيډۍ به دادب په لويه دنيا کې راتړي .
دخوشحال بابا په اشعاروکې دښځۍ ، توري او ښکار يادونه ډيره شوي ده او همدا رنګه دشهۍ او معشوقي د ښايسته وني او ښکلي قد پخې غوټي هم په ځانګړي ډول سره راغوړيدلي ورته په مو سکا شوي ده په تازه نارو او غلبلو يې له ډيري ژوري مينې سره انځوراو سا تلي اوس هم شاعران او اديبان هڅي او ها ندونه کوي چې پخپلو اشعارو دمعشو قي سرا پاته يو ښکلي انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسي رنګينې ټو ټي هست کړي وي چې يو ددغي جملي څخه بهايې جان هم د يادوني وړ دي .
که دخوشحال کليات هر څيړونکي مخي ته کيږ دي خو ډيرژر به ورته معلوم شي چې هغه جنګې خو شحال چې غرو راغو کې دزمري په شان په ميړانه ګر ځيدلي لږ ورسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالو نکې او دسوز او ګداذ په غزلو ګډهم در معلو ميږي .
ستر خو شحال بابا لکه څر نګه چې مو مخکې يادونه وکړه دده داشعارو يوه مهيمه بر خه د ښځي او شهي ستا يل دي او دهغوي دحقو قو سره سره يې دومره تو صيف کړي چې پخپله دلو ستو نکې ځني لار پکې ورکه شي خو شحال بابا عمو ما ښځي په څلورو برخو ويشلي دي او د هري يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړي دي او هغه دادي .
۱ ـ ګل فامې :
دګل فامې ښځۍ په اړه هم خو شحال بابا په زړه پوري ستا ينه کړي ده او وايې چې يو راغو ندي ځر خيږي يعنې لکه څر نګه چې بورا په ګل باندې ګر ځي نو ګل فامه هم پدي شکل باندي ده او دنيلو فر غو ندي تن لري و ګوري دغه صحنه څو مره ښه انځوره وي .
ګل فامې ديدهغه چې نيلوفر غوندې په تن وي
له تنه يې ښه بوي درومې بوراغوندې څرخېږي
خوشحال بابا دګل فامې دښځې په باب وايې چې غټې سترګې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې ګرد اونرې پوزه لري اوهمدارنګه باړخوګان يې هم دګل په ځېر باندې ښکاره کيږي لکه وايې چې :
ښې غټې تورې سترګې لوي باڼه نرې يې وريځې
که پاڼ خوري که شراب خوري ترې مرې يې ښکاره کيږي
غونچه غوندې خوله تنګه سريې ګرد نرې يې پوزه
باړخويې لکه ګل دچمبيلي سپين نازک ځلېږي
خوشحال بابا ددغو ښځو (ملا) زلفو ،لېچو ،کوتو ،ګيډي ،خوب ،قامت ، اودوجودهره اعصايې په ډېره هنرمندانه توګه يادکړي او ډېره ښکلې وينايې په داډول تعريف کړې دي لکه چې وايې :
پلن وچولې سرې شونډې هسک خال يې په دنخ کې
واړه هموار غاښونه په خنداکې سپين برسيندلي بريښيږي
ښې سپينې ډکې لېچې ګرد ورغوي اوږدې ګوتې
هرځاي ته يې چې ګورې هيڅ لقب پرې نه جوړيږي
دتيوسر يې تورقي چې هلک سينه کشاده
په قد سمه شابسته سم الفسي چې ودريږي
دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې
په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه نمايږي
ډېرخوب لږ يې خوراک ګيډه يې ناسته ملا نرۍ
راست په کې نامه څخه په ګوته څرګنديږي
لږقهر عقل منه کم دخوله مهر باڼه
ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي
دادګل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي .
۲ــــ نېک فرجامې :
خوشحال بابا داښځې هم دګل فامې په څېر ګڼلي خودا ښکاره کوي چې کل فامې ښځې په دوه خاصيتونوکې دګل فامو سره فرق لري اونور ټول اوصاف دګلفامې لري که ويښته دي که ملا ، که شونډې ،که ګېډه که قد که باړخو ...اوداسې نور دي .
هغه دوه صفتونه دادي چې يودبوداغوندې نه دي اوبل دنيلوفر شکل نه لري وګورﺉ دنېک فرجامې ښځې صفت دشعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي .
ګل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
په حسن په ښايست کې وګلفاموته رسيږي
دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي
ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي
ويښته يې په وجودبانديهملږوډېرليدل شي
نه زږه وي نه بدرنګهپه وجوديې ښه جوړيږي
خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي
مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي
نه غم نه دلګيري کاهميشه تروتازه وي
پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي
دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنګه
دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
په دروغ خويې هرګز په خوله په ژبه نه جوړيږي
په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي
له ځانه يې ښه لوي دګبينه غوندې خوږ درومي
دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي
(خوشال کليات ۶۰ مخ)
او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي.
3- دوه دامې ښځې: دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او ګل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف، چې دغو دوو ډولونو (ګلفامې ، نيک فرجامې) لري، دغه يې نه لري اود هغې برعکس دي، يانې بدګويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نه شرميږي، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي، په خوړلو هم نه مړيږي او داسې نور صفتونه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي:
د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه
په زړه کلپه ناغه په خبرنه شرميږي
بدګويه بد زبانه ډير وي لږ خبره
ځان تود بوي يې له ځانه د ليوه غوندې بهيږي
ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنګي
يکدله ګيډه وره په خوړلو ته مړيږي
همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نه پت ګوري، نه عزت ګوري او نه شرم ګوري، لوي او هلک پسې ګرځي، ښه کارونه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو باندې مصروفه وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي.
کله د زيارت د سير په بهانه او کله د بازار په بانه او کله دنور څه په بهانه وځي او نور خپله فاحش کارونه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشحال خان په شعر کې وګورﺉ، چې څومره ښه انځور يې کړي دي:
ميوه، لونګ، جايغل پدر يې غرض نه وي
تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر نه يې زړه کيږي
چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي
نه پت ګوريو نه شرم نه يې حق وته نظر وي
دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي
(دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ)
خوشحال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دي، ځکه ، چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي، کور، کلي، دهمسايه ګانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو، افعالو، بده خوله اونور ډول ډول بدو کارونو باندې مشغوله وي او د هغې ځنې خوند اخلي.
4- فيل اندامې ښځې:
خوشحال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينه محبت باندې نه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لګيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترګې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانګړنې لري،چې ددغې بېلګه د شعر په ژبه ولولي.
اوس غوږ باسه وماته مخ يې تور دي د دودامو
بيان د فيل اندامو هم ضرو ر دي بيانيږي
کټه مخ، بدکوککونه، وروځي پلنې وړې سترګې
لوي سر،وېښته ځږه، سرونه سره ځليږي
درست ځان کټه لاس پښې کټه کټه د لاسو ګوتې
بدې شونډې داړه ورې چې سړي ځنې ويريږي
يو دروند آواز هم دروند په زړه سخته ناشولته
هم په مهر قهرجنه، چې بل خاندې دا پخيږي
هاتي غوندې خوراک کا دهاتي غوندې تر بوي ځي
په عشق په محبت په مهر مينه نه پوهيږي
(خوشحال خان کليات ۴۶۱ مخ)
خوشحال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نه شته بلکې په چين، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل، کشمير، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشحال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنګ يې تر مهره جاريږي. لکه چې وايي:
د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي ګلفامې
د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرګنديږي
کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي
په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې ګرځي
تر سردنيک فرجامو زه خوشحال وايم ځاريږي
(دخوشحال خان کليات ۴۶۱ مخ)
خوشحال خان بابا نه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، ګوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هر ه عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشحال بابا شعر که چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر به ورته مالومه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او ګوهر نه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توګه يې د ښځې ستاينه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينګار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان به تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونه يوسي او له عالمه به يې پناه کړي.لکه چې وايي:
عجايب ښکار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته يې چې هومره حسن ورکړ دا اميد چې دعاشق خونه تالا کا
(د خوشحال کليات ۵ مخ)
او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترګې وليدې نو زه به هېڅ کله دغه تورې سترګې هېرې نه کړم.
چې مې وليدې ستاتورې سترګې بيا زه به نه کړم هېرې تورې سترګې ستا
(د خوشحال کليات ۸ مخ)
لنډه دا چې خوشحال خان دغه شان خلکو ته د ټينګېدو نه دي، يانې ښکلي مخ، تورې سترګې اوښايسته ووته هېڅ قراري نه لري او وايي:
ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه
(کليات ۱۷۴ مخ)
خوشحال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترګو يادونه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترګو سره يې نرګس سيالي نه شي کولاي اود هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي اود زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وګورۍ دغه بيت:
چې سترګې کړې ورپورته په نرګس شي بلا سازه
چې زلفې کړې نمودې طبعه واړه سنبل شي
(کليات ۲۶۱ مخ)
او بيا د خپلې مينې به مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانه ډول دغه صحنه بيانوي:
د جمال خو بي دې زياته تر افتابه دنظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم
که مې چېرې لاس د واک درورسيږي په سپين مخ به دې دغاښ نښې سياه ږدم
(کليات ۸۷-۸۸ مخ )
خوشحال خان خټک نه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې (شهۍ) قد په ستاينه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله به تر اسمانه هسکه اواوچته وي افغانان او پښتانه به پرې ويآړي، خوشحال خان لکه چې مخکې مو چې يادونه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره شونډې چې د ياقوتو نه هم ښې ګڼي، اننګي دلاله د ګلونه نشه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه ګڼي او وايي:
چې شونډو ته دې ګورم تر ياقوتو لا تېري کا
چې زلفو ته دې ګورم په عنبرو بهتر يې
که هرڅو د لاله ګلونه ښه دي په چمن کې
په دواړو اننګيو داغ د ولاړو د ځيګريې
(کليات ۳۴۷ مخ)
پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنګين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر اواديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورګري ونه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشحال د حسن او جمال په رنګينيو کې خپل شعر اوهنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح دپاره کړي دي، د ده حسن او جمال ښکلې غنچې او ګلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې ځانګړي شهکارونه ګڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده:
په ځان او په جهان کې مادوه څيزه دي وکښلي
په ځان کې دواړه سترګې په جهان کې واړه کښلي
لنډه دا چې که خوشحال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينه سره دا وايي، خوشحال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نه ډکه يوه رنګينه خزانه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي.
دا څه شعر نه دي، چې خوشحال خټک بيان کړو
واړه لعل دُر دي د بيان په تار پييلي
خو خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونه هم نه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه دسالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توګه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنګه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشحال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن پټه کړې دروېزې ته احتياج نه شي، د نورو کارونو نه خلاصه وي فرضاً که زموږ په ټولنه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونه بايد پرې ونه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره :
د عورتې حق هم فرض دي په مردانو لکه قرض دي
امانتي دي عورتې د ښه خداي دي امانتې
په مردانو دي سپارلي په خدمت دي خداي ګمارلي
ښځې مرد سره پيدا دي د جنت يخې حلوا دي
په عزت ساتلې بويه د دوي چار ده ډېره لويه
انبيا که اوليا دي د عورتو نه پيدا دي
بادشاهان ترې پيداکيږي ښه ځوانان ترې پيداکيږي
ښې محبوبې لکه ګل دي ښه ځوانان باندې بلبل دي
که يې زه صفت ثنا کړم مګربل دفتر انشا کړم
دوي به څه وتاته ستايم له حقوقو به يې وايم
نفقه که آغوستن دي دواړه توکه دي دُزدن دي
(کليات ۲۱ مخ)
خوشحال بابا په واقعيت سره، چې دتورې او قلم خاوند او د پښتو ادب بابا او دپښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. که چېرې د مينې اشعارو ته يې وګورو نو داسې ګمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نه شته، که اخلاقي اشعارو ته يې وګورو نو داسې ګومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نه شته، که رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا به جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نه شته او که عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا به هم ترې څرګنده شي، چې تر ده پورې عاشق نه شته، او په آخر کې دخوشحال يوه غزله چې د شهۍ په اړه يې کښلي:
تلم پرخپله لاره راسره مله شوه نګارا
شوخه غمزه ګره خنده رويه خود ارا
رنګ يې د سړي د اما خوي د ښاپيريو
تن يې لکه سيم د په زړه سخته سنګ ارا
راغله په شعر راله په لاس شوه له ماورکه
کوي په کوي جاروزمه سيي غواړم بغارا
ډېرې لري نښې د صورت د زېبايۍ
څه خو درته وايم يوڅو نښې اشکارا
رنګه، تازه تنګه، قد عرعره، مو کمره
ښه يې ترڅکونو د ګلابو غدارا
غاښ يې دُر ګوهر په لب شکر آبرو کمانه
تور باڼه ناوک په دواړو سترګو خونخوارو
پوزه يې غونچه ده د زنبق سيب سپينه زنه يې
مښک د مخ خالونه په مخ کې مه يارا
هار د جواهرو د ده لړۍ د مرغلرو
تور وربل اودلي زلفې يې عنبر سارا
واړه يې د تن جامې ګلګونې زرنګارې
درسته سره لمبه ده چاليدله خد ارا
بيا هسې مدد کړه چې خوشحال سره رس کړ
بخته ددې درکې سراغ نخښه و مارا
(خوشحال کليات ۵ مخ).
rafiullah.stanikzai@gmail.com
070308908