ازغن بوټی

 
(هنري نثر)
يو چا په لاس کې د ازغيو نه ډک بوټی راکړ او راته وی ويل :
-    دا د ګلاب بوټی دی، په خاورو کې يې ښخ کړه، چې نه درنه بې لمره شي او نه درنه بې نمه . . . .
دا ازغن بوټی مې په ځمکه کې کېښود، په دواړو لاسونو مې خاورې پرې راواړولې، دسترګو په اوښکو مې نم ورکاوه او له هسکه مې ورته د لمر وړانګې راټيټولې .
ازغن بوټی شين شو، شنې پاڼې يې له ازغن تن نه راووتې، ما نو اوس وختونه له ازغيو سره تېرېدل او له دې ازغيو مې سره سره ګلابونه غوښتل .
ازغن بوټی رالوی شو، څانګې يې وکړې، اخېر يې د شنو څانګو په منځ کې سرې سرې غوټۍ موسکۍ شوې، موسکۍ غوټۍ وغوړېدې، په ګلابونو بدلې شوې، اوس مې نو ازغيو ته بيخي پام هم نه کېده، ګلابونو ته مې ورليدل، د ګلابونو راښکونکې وږمه مې د ساه په شان په وجود کې چليده، ګلابونو ته مې مينه راتله، بې پامه مې لاس ورواچاوه، ګوته مې له ازغيو سره ولګيده، ګوتې مې سره وينه راوخوټوله، دويني رنګ کټ مټ د ګلا بونو غوندې و، ما هيڅ درد احساس نه کړ، په خوښۍ مې له خولې ووتل:
ـ   اخ  په وجود کې مې هم  دګلابونو رنګ روان دی . . .
په زړه کې مې ګلابونه وو، په خيالونو کې ګلابونه، بس ټولې شېبې مې ګلاب ګلاب.
يو څه وخت مې له ګلابونو سره ښه موسکی تېر شو. اخېر خزان راغی د ګلاب شنې پاڼې ژېړې شوې، د سرکيو ګلابونو نه سرې سرې ګلپاڼې تويېدې، چې د ګلاب نه به هره ګلپاڼه تويېده ، داسې راته ښکارېده لکه زما له وجود نه چې د ويني تک سور څاڅکی څاڅي، د ګلاب نه چې پاڼې توی شوې زما وجود هم داسې تک ژېړ شو لکه بيخي وينه چې پکې پاتې نه وي .
د سرو ګلابونو نه ډک بوټی بېرته د پخوا په څېر پر يوه ازغن بوټي بدل شو.
ژوند ډېر عجيبه نه دی!؟
***