
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب اسلامي د هغي زړه بوږنوونكي پېښي وحشي عاملين په سختو الفاظو غندي چي په ترڅ كي ئې څو اسير افغانان په ډېري بې رحمۍ سره داسي ووژل شول چي بندي سترگي او لاس تړلي ئې د بمونو پر سر كښېنوي او د چاودني په نتيجه كي وژل كېږي.
داسي وحشيانه كار يوازي د هغه چا كېدى شي چي په سينه كي ئې د كوم ځناور زړه وي او په سر كي ئې خبيث شيطاني افكار، په بشپړ يقين سره وايو چي د پېښي عاملين د اسلام دښمنو كړيو او د بليك واټر په څېر د هغو استخباراتي شبكو غړي دي چي د اسلام او مجاهدينو د بدنامولو لپاره داسي كركجني صحنې جوړوي، داسي وحشيانه جنايات كوي او فيلمونه ئې د رسنيو له لاري خپروي. گمان مو دا دئ چي دا صحنه د اسلام ضد كړيو له لوري جوړه شوې او فيلم ئې رسنيو ته سپارل شوى. په اسلام كي د مسلمان اسير او د بوډا سپين ږيري وژل او تعذيبول خو لري پرېږدئ د يوه محارب كافر اسير داسي وژل، تعذيبول، تحقيرول، او د هغوى د مړو مثله كول او لاس پښې ترې قطع كول حرام دي. اسلام وايي: كله چي د محارب كافر جنگيالي په اسارت ونيسئ نو په درناوي سره ئې وساتئ، د خوراك لپاره هغه څه وركړئ چي تاسو ئې خورئ، د الله تعالى كلام ورواوروئ، كه ئې ايمان راوړ آزاد ئې كړئ، كه پر خپل دين ئې ټينگار كولو بيا يا احسان پرې وكړئ او له كومي فديې او معاوضې پرته ئې آزاد كړئ او يا ئې د فدايې په بدل كي خوشي كړئ. د الله تعالى د لاري مجاهد يو زړه سواند، هدفمن، د مظلومانو مل او اصولو ته تابع او ملتزم جنگيالى وي، د آزادۍ، سولي، عدالت او د مظلومانو د ژغورني لپاره جنگېږي او له ناحق ويني تويولو كركه لري. اسلام پر هغو لعنت وايي چي په ناحقه د يوه انسان وينه تويوي.
حزب اسلامي افغانستان
21 اسد 1394