
اوس داسی وخت راغلی چی انسان پکی خرڅیږي
غیرت پکی خرڅیږي او ایمان پکی خرڅیږي
د مال او د متاع په څېرھرڅه خرڅیږي دلته
ضمیرپکی خرڅیږي او وجدان پکی خرڅیږي
د څو پیسولپاره لوړسرونه پلورل کیږي
عزت پکی خرڅیږي اولوړشان پکی خرڅیږي
د وخت پدې بازارکی ټولی ھیلې لیلامیږي
آرزوپکی خرڅیږي اوآرمان پکی خرڅیږي
عجیب غوندې بازاردی ورته وګوره قیامه
غریب خریدارنلري،مشران پکی خرڅیږي
الحاج الھام الدین قیام
12/08/2015