پردیسي ده

 
سترګې پټې کړم د ځان سره غږیږم
زه د خپل څېري ګریوان سره غږیږم

روح مې لاھم د وطن په کوردیره دی
زه د خپل روح او روان سره غږيږم

د زخمي زړګي درمان راته معلوم دی
زه د خپل زړه د درمان سره غږیږم

د ګیلې اوشکایت مې بل څوک نشته
پاس ورګورم د آسمان سره غږیږم

پردیسي ده ځان پخپله خوشال ساتم
پخپل خیال کی د جانان سره غږیږم

لاخوخپل وجدان پړکړی شکرنه یم
زه قیام د خپل وجدان سره غږیږم

الحاج الھام الدین قیام
29/09/2015