جـــنډه

 
(لنډه کيسه)
يوې ځوانې ښځې د خپل  تنکي يوازيني زوی د کوژدې دسمال راوړ، په زړه کې يې د خوښۍ چېنې راوخوټيدې، مړژواندې هيلې يې په خړوبيدو شوې، خپل زوی ته ورغله، د ژوند د ملګرې مبارکي يې ورکړه، غېږې ته يې راجوخت کړ، پر مخ او تندي يې ليونۍ ليونۍ مچې ترې واخيستې.
خپل جانان يې د خيال له سحرا موسکی لکه د ګلونو ونه راشين شو، خپل زوی ته مخامخ ولاړه وه، سترګې يې ميخ پکې پاتې شوې، زوی يې ورته لوی شو، ګورګوتې ويښته، سپينه خولۍ پر سر، توره ګڼه مونډۍ ږيره او غټ بريتونه. غېږه يې خلاصه ګړه، زوی يې وروړاندې شو، ناڅاپه له خپلو خيالو راووته، د زوی ويښته يې د مور په تمړو اوښکو لانده شول.
زوی ته يې وويل:
ــ  راځه زويه! پلار ته دې هم مبارکي ورکړو. . .
ځوانه ښځه په داسې حال کې چې زيړوکې اننګي يې پر اوښکومينځل شوي وو، له کوره ووته  دا مخکې او زوی يې ورپسې شاته روان و، له زوی سره يې د کلي نور ماشومان هم ملګري شول، ټول په ځوانې ښځې پسې شاته روان شول، ځوانه ښځه يوې هدېرې ته ، چې د کلي سره نږدې پر يوه غونډکۍ جوړه شوې وه، ورپورته شوه. د خاورين قبر شناختې يې په تېږه په زوره زوره وټکولې او پرې نارې يې کړې:
ــ  اې خياليګره! اې ځوانيمرګه، اې زما توټې ټوټې ځيګره! ستا يوازيني زوی ته مي دسمال راوړ! مبارک دي وي، مبارک، مبارک. . .
ورسته يې د زوی د کوژدې دسمال پرانيست، په داسې حال کې چې غمي غمي اوښکې يې په ډک دسمال کې تويېدې، ميوه يې پر ماشومانو وويشله او خالي زري دسمال يې د خپل جانان پر خړه لکړه کې جنډه کړ.
پای