ملا محمد عمر په ډزو وژل شوی دی

 
رسنیو دپاکستاني خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي،چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر  د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې دعمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل شوې دی.
یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جګړه کې څلور ځل ټپي شوې او ان یوه سترګه یې  هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او ګل اقا د ملا محمد عمر  پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال  ټینګار کوي، چې  ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل شوې او  ډیورنډ کرښې ته څېرمه  زابل ولایت کې ښخ شوی دی.
یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر  له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه  چوپه خوله پاتې شي  او دا خبر پټ وساتم .
یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه شته، چې دملامحمد عمر یو شمېر نږدې ملګرو دنوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترګو لیدلي دي،چې  ملا محمد عمر  دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لګیدلی دی، دهمدې پرمختګ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.