د ملا محمدعمر مجاهد د وفات په مناسبت دافغانستان ملي اسلامي محاذ دمشرتابه مقام د تسليت پيغام




انالله وانا اليه راجعون
د تسليت پيغام
 
داچې ملا محمد عمر مجاهد د شوروي  ښکېلاک  پر وړاندې له خپلو همسنګرانو سره د دين ، هېواد او  ولس دفاع کړې، نو دافغانستان ټول مجاهد او متدين ولس او  د هغه مجاهدې کورنۍ ته تسليت وايو.
زه ديوه روحاني، مجاهد او سياسي رهبر په توګه په جګړه کې په ټولو ښکېلو غاړو آوازکوم چې نور وينو تويدو ته د پای ټکی کېږدي ، الله جل جلاله امر کړی چې : ( والصلح  خير) او په سوله کې خير دی : الآية
لکه څنګه مو چې ديرغلګرو او تېري کوونکيو پروړاندې په جهاد کې اتلولي خپله کړې  ، راځئ چې له دې وروسته په سوله او اتفاق کې هم دغه د اتلولۍ لقب وګټو.
۱۷شوال المکرم ۱۴۳۶
مطابق ۱۱ـ۵-۱۳۹۴
پيرسيد احمد" ګيلاني"
دافغانستان دملي اسلامي محاذ رهبر