دملامحمدعمرد وفات په تړاو د مولوي انوارالحق مجاهد د تسلیت پيغام

 
دعالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د وفات په تړاو د مولوي انوارالحق مجاهد د تسلیت پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله ، والصلاة والسلام علی رسول الله .
وبعد !
قال الله تعالی : کل من علیها فان ، ویبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام .
په دې کې شک نشته چې هر ساه اخستونکی د مرګ څکونکی او دخپل عمل د جزاء او اجوری اخستونکی دی خو همغه څوک بریالي بلل شوي چې د جهنم له اور څخه یې نجاة او جنت ته ننوتل یې نصیب شي .
هر څوک مري خو هغه څوک چې د ژوندیو لپاره د ژوندانه نیکه او سمه لاره پریږدي د ژوندو په حساب وي .
دعالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د وفات له کبله به د نړۍ مسلمانان دردیدلي یې خو په روانو حساسو نظامي او سیاسي شرائطو کې ددوی وفات ځمونږ د مسلمان او مجاهد ولس لپاره نه جبرانیدونکی ستره او لویه ضیاع ده .
مونږ د نوموړي محترمې او درنې کورنۍ او دجهاد د سپیڅلي لارې اتلو مجاهدینو مسئولینو او منسوبینو ته له ستر الهی ذات څخه د پوره صبر او عظیم اجر دعاء غواړو .
عالیقدرامیرالمؤمنین رحمه الله ته له ستر رب څخه جنت الفردوس غواړو او مونږ د دی شاهدي ورکوو چې هغوی په ډیره میړانه او مخلصانه ډول د مسلمانانو په دفاع کې جهاد او د اسلامي امت په زړه پوری خدمات ترسره کړل .
له ستر الهي ذات څخه په عاجزۍ غوښتنه کوو چې د هغوی په قیادت کې شروع شوی جهادي خوځښت تر خپل منزله په بریالیتوب ورسوي او دغه خوځښت له شقاق ، اختلاف او نفاق څخه وساتي . دا چې روان جهادي بهیر د بریالیتوب په درشل کې دی او مجاهدین د رنګا رنګ سیاسي او عسکري ستونزمن حالت سره مخ دي ، د داخلي او بهرنيو دښمنانو دسیسې ډیری فعالی او په کار لویدلي ، په دغسې حساس وخت کې د قدرمنو مشرانو ، علماء کرامو ، مجاهدینو او د رهبري شوری غړو څخه هیله کوو چې ددغه جهادي صف ،وحدت ، سپیڅلتیا او استقامت وساتي او د اختلاف او شقاق په رامنځته کولوو سره لاس ته راغلي ثمرات
 ونه بائیلي او په شرعي او اسلامي توګه خپلې ټولې چارې پر مخ بوځي . والله هو الموفق .
مولوي انوارالحق مجاهد
داسلامي حزب د قدرمن قائد مولوي محمدیونس خالص رحمه الله ځوی او ځای ناستی
15 شوال 1436 هـ ق
2015.08.01 م