
بسم الله الرحمن الرحيم
(كلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَما الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ مَتَاعُ الْغُرُورِ آل عمران : 185
ټول افغان مؤمن او غیور ولس او د جهاد د لارې ټولو حقپالونکو مجاهدینوته زموږ د محترم مشر امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد د وفات له کبله خپل د تسلیت او مواسات مراتب وړاندې کوم. )أَنَّ لِلَّهِ مَا أَخَذَ وَلَهُ مَا أَعْطَى، وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى، فَلْتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ(
څرنګه چې مرحوم ملامحمد عمر مجاهد زموږ د طالبانو د اسلامي تحریک یوخواخوږي مشر او مدبر قائد وو .
نو په اوسنیو شرایطو کې به د هیواد په روانو نازکو حالاتو باندې د هغه وفات او تشه نه جبرانیدونکی اثر ولري، ځکه نوموړی زموږ د طالبانو په صف کې یو بلا منازعه منل شوی مشر وو، چې د طالبانو د تحریک ټولو لوړ رتبه مسئولینو او افرادو ورته یو خاص احترام او اعتقاد درلود او نوموړی یې د خپل اسلامي تحریک د یوه متدین او غیرتمند مقتدا په حیث پېږاند.
نو څنګه چې زموږ د مبارزې لاره د قربانیو او سر ښندنو لاره ده او مرحوم ملامحمد عمر مجاهد تر نورو زیات د دې لارې له کړاونو سره بلدیت درلود هماغه و چې د دغې لارې په تعقیب کې یې خپله روح بخښونکي خدای ته وسپارله .
دا چې زه معتصم له مرحوم ملاصاحب سره ډېر وخت ډېر نږدې ملګری پاتې شوی یم نو دلته به د هغه د ژوند او مبارزې اړوند یو څو ټکي له تاسي سره شریک کړم.
څرنګه چې دا یوڅرګند حقیقت دی چې مرحوم ملامحمد عمر مجاهد خپل ټول ژوند د خپل مسلمان ولس د هوساينې، او سوکالي لپاره خدمت کولوته وقف کړی و ، د طالبانو په نوم یې د اسلامي تحریک بنیاد او بنسټ هم د همدې هدف لپاره ايښودلی و. چې له امله یې هیواد او خپل ولس د کورنۍ جګړې له فتنې ، شره او د حتمي تجزیې له خطره وژغوری او خپل ولس ته یې د ژوند کولو نسبي شرایط هم برابر کړل.
او همدا ډول د اسلامي امارت له سقوط وروسته یې د خارجي متجاوزینو په مقابل کې د جهاد په اعلانولو سره زموږ هیواد د یرغلګرو له اشغاله وژغوره .
څنګه چې مرحوم مجاهد د تحریک د تاسیس له پیله د ټولو افغانانو ترمنځ د وحدت او ملي یووالي مفکوره لرله ، په همدې مفکوره یې د اسلامي امارت د حکومت قیادت په ښه ډول وکړ او د همدې ملي یووالي او وحدت په سپېڅلې روحیه سره یې د اجنبي تیري کوونکو په خلاف د جهاد ۱۴ کلن قیادت وکړ.
همدا راز ملامحمد عمر مجاهد خپل ټول جدو جهد د افغاني ولس په یووالي مترکز کړی و ، د نوموړی یوازینی ارمان دا وو چې یو موټي ، سوکاله ، مترقي او باامنه افغانستان جوړ شي. د نوموړي ټول پیغامونه او توصیې که په غور وکتل شي نو په هغوکې د ده د قیادت د ا ځانګړتیا ښکاره ده چې د بین الافغاني ملي یووالي په اړه یې خاص ترکیز درلود ، نوموړي د یوه اسلامي مدبر زعیم په توګه دا خبره درک کړې وه چې د ولسونو او ملیتونو یووالی د هغوی د نجات او موفقیت لامل دی .
نو د مرحوم مشر د اسلامي تحریک د فعالیت اساس پر همدې نظریه پیل شوی او د ژوند تر پایه ورته په ډېر اخلاص او مېړانه ورته متعهد او ژمن پاتي شو.
نو د هغه د دې ځانګړتیا په برکت د خارجي اشغالګرانو په مقابل کې د افغان ولس ۱۴ کلن جهاد موفق او متحد ثابت شو ، او د هیواد په کچه ټولو مجاهدینو له خپلمنځي اختلافاتو څخه په کناره کې د خارجي قواوو په خلاف جهاد ته ادامه ورکړه ، چې مرحوم مشر په خپل دغه مدبرانه قیادت سره افغانان د داخلي جګړو له شره او ضرره وژغورل .
مرحوم مشر د افغانستان د آزادۍ او په هغه کې د اسلامي نظام د تنفیذ ترڅنګ د ولس د سوکالۍ او د هیواد د ښه ترقۍ ، او باثباته ساتلو لپاره ډیرې هلې ځلې کولې .
اوس چې مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د الله تعالی ، اوبیا د خپل ولس او وطن په وړاندې خپل مسؤلیت سرته رسولی او نور د تل لپاره له موږ څخه د ابدیت په لور کوچیدلی دی ، باید له خپل همدې متدین او امتیازي قائد سره د وفادارۍ په هدف موږ ټول د هغه لارویان او پیروان خپل ځانونه د هغو اعمالو او کړنو څخه لېري وساتو کوم چې زموږ د ولس د نفرت او بدبینۍ باعث ګرځي اوزموږ د هیواد د نور وروسته والي او خرابۍ باعث ګرځي.
لکه څرنګه چې مرحوم مجاهد د قیادت او امارت پر مهال خپل ژوند له هر ډول تظاهر ، ریاکارۍ او بیت المال څخه له ناوړې استفادې نه لیري ساتی همداسې باید د هغه ټول لارویان او پیروان د خپل قائد په نقش قدم له دغو رزائلو څخه ځان لیري او پاک وساتو ، او همیشه باید د خپل ګران ولس د سوکالۍ او بهبودۍ او ارامۍ لپاره کار وکړو.
نن چې ملامحمد عمر مجاهد زموږ له منځه تللی ، موږ هریو يي د نیکو اخلاقو ، شو کارنامو او کړنو ستاینه کوو ، نو که موږ واقعا له خپل خواخوږي او متدین مرحوم مشر سره مینه لرو او د هغه آرمانونو ته ځان ژمن بولو نو باید د هغه د نیکو اخلاقو او فضائلو تمثیل په خپلو اعمالو کښې وکړو .
هغه داچې باید د هیواد علیا مصالح پر خپلو شخصي مصالحو او ګټو مقدم وګڼو او د خپلو ولسونو ملي ګټو ته په هر صورت ژمن او متعهد و اوسیږو. د جهاد د لارې د شهیدانو هیلو ته درناوی ولرو ، د هغوی نیمګړې هیلې د افغاني ملي او اسلامي وحدت په ټينګولو سره پوره کړو. او د ټول ولس د یووالي او خدمت کولو مفکورې ته په ذهن کې ځای ورکړو او د خپل ولس د ټول اقشارو او اصنافو درناوی وکړو.
اوس چې مو ګران هیواد افغانستان د خارجي قوتونو له اشغال څخه د خلاصیدو په حالت کې دی باید د خپل ملي وحدت په ټینګښت سره د دښمنانو ټولې هغه توطیې شنډې کړو چې یوځل بیا غواړي زموږ هیواد افغانستان د دایمي جنګونو لپاره ډګر وګرزوي او خپل اهداف په کې ترسره کړي . او ټول افغانان د خپلمنځي جنګونو او وینو تویولو ښکار کړي . او هیواد مو یوځل بیا د خارجي متجاوزینو له طرفه متضرر او ویران کړي.
نو د همدغه ملي یووالي او افغاني ورورولۍ د سپيڅلي هدف په آرمان زموږ متدین مشر مرحوم ملامحمد عمر مجاهد له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې ، او په همدې آرمان زموږ په لس ګونو زره مجاهدینو خپلې پاکې وینې د جهاد په سنګرونو کې توي کړې.
زه په داسې حال کې چې پر ټول افغاني غیور ولس باندې د دغه ستر ویر او مصیبت په اړه د څه ویلو الفاظ او توان نه لرم او بخښونکي خدای (ج)ته د خپل مشر مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د بخښنې او مغفرت خواست او زارۍ کوم او همدا رازله رحمان او رحیم ذات څخه د مرحوم لپاره د جنت الفردوس او لوړو درجو غوښتنه کوم.
د اسلامي امارت د رهبري شورا له غړیو ، ویرجنو مجاهدینو او په خاص ډول د نوموړي له مصیبت ځپلې کورنۍ په تیره بیا د نوموړي له ورور ملاعبدالمنان اخند او د نوموړي له ارجمند خلف مولوي محمد یعقوب صاحب سره په دغه ستر ویر او مصیبت کې ځان شریک بولم .
اللهم آجرنا في مصيبتنا واخلفنا خيراً منها اللهم لا تحرمنا أجره ولا تفتنا بعده
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .....................
ملااغاجان معتصم د امیر المؤمنین نیږدي ملګري او د طالبانو د سیاسي شوری پخوانی مشر