خو حقيقت داسې نه و

ما ته ټول خلک د هغې پشان ښکاريدل، په ما باندې هغه چې وايي(مار چيچلی له پړي هم ويرېږي) ټوکه شوی وه.  خو حقيقت داسې نه و ، لوبه مې په رښتيا بايللي وه ، زړه مې هم ښه ډک ډک کيده، دا خبره هم حقيقت لري چې وايي ، خدای «ج» هر وخت
انسان ته د هغې د زغم په اندازه غمونه او دردونه ورکوي . 
مګر زه اوس هم دا تصور نه شم کولی چې په هغه ورځ می څنګه پخپلو شونډو  موسکا خوره وه، لکه دا هر څه چې 
ما لاس ته راوړي وي .. 
اوس له هغې ورځې ډېر کلونه تېر شوي دي ، مګر بيا يې هم هېريدو ته  چمتو نه يم .
اوس د يادونه افسانې ښکاري 
دا څه دستور دې زمانې ښکاري
***
هلمند (پرديس)د اوکراين جمهوريت اديسه ښار