
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العالمین ، والعاقبة للمتقين ، والصلاة والسلام على سیدنا محمد وعلى آله واصحابه اجمعين وبعد!
یقول الله عزوجل في محکم کتابه وهو اصدق القائلین: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ... صدق الله العلی العظیم.
مسلمان غیور ولسه!
د آزادۍ او عزت د لارې سر ښندونکو اتلانو ، ځوریدلو اسیرانو او له خارجي متجاوزینو سره د مقاومت په مورچلونوکې د شهید شویو غازیانو ویرجنو کورنيو ، وروڼو او خویندو !
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
غواړم چې د کوچني اختر د رارسیدو د ښکلي فرصت له امله یوځل بیا د هیواد د وروستنیو حساسو جریاناتو په اړه له تاسو قدرمنو سره خپل د زړه خواله وکړم .
ولې په ازاد او ارام ژوند کولو کې راته ستونزې پېښیږي؟
محترمو هیواد والو!
لکه څرنګه چې زموږ ګران هیواد د ځمکنۍ کُرې په داسې یوه مهم استراتیژیک موقعیت کې قرار لري چې تل د نړۍ د لویو ځواکونو د جنګونو او یرغلونومورد وي.
له اسکندر رانیولي بیا تر چنګیز ، انګریز ،روس او اوسنیو امریکایانو پوري ټولو د افغانستان د لاندې کولو او دهندوکش د آسمانڅکو غرونو له سرو نو څخه په آسیا او نورې نړۍ د واکمنۍ په نیت پر افغانستان ظالمانه یرغلونه کړي ، افغانان يي ځورولي ، ټاټوبی یې ور وران کړی او له مشکلاتو سره یې مخ کړي دي ،خو دوی هریوه هم هيڅ ګټه نه دي پکښې ترلاسه کړی ، بلکې خپل سیاسي او اقتصادي ځواک یې دلته کمزوری شوی او زیانمن شوی دی او په زور راغلی عسکري ځواک یې بیرته د افغاني اتلانو د مقاومت په ترڅ کې زموږ له هیواده ایستل شوي.
موږ ته پر دې خبره غور کول په کار دي چې خارجي یرغلګر د بېشماره تلفاتو په قبلولو سره راځي او زمونږ پر خاوره تیری کوي خو موږ افغانان د دغه با اهمیته ټاټوبي د اصلي مالکانو په توګه ولي د خپل هیواد له دغه استراتیژیک موقعیت څخه دفاع او ښه استفاده نشو کولای؟!!
زموږ له نظره هغه څه چې له امله یې هروخت موږ تر خارجي یرغلونو لاندې راوستلي یو او دښمنانو مو د هیواد استراتیژیک موقعیت او طبیعي شتمنیو تههمیشه تمه او اميدونه کړې دي هغه زموږ په خپلو منځنو کې اختلافات او بي اتفاقي ده . چې متاسفانه په هیواد کې یې په لوړه کچه بې علمي هم زېږولې ده.
دا یو واضح حقیقت دی چې افغانان یو غیرتي اومیړنی ولس دی ، خو پر دې حقیقت هم باید اعتراف ولرو چې د میړاني او غیرت ترڅنګ زمونږ ولس په علمي لحاظ د نړۍ تر ډېرو ولسونو وروسته پاتي او بي اتفاقه ولس هم دی.
وروڼو: بي اتفاقي او د علم له بهیر څخه زمونږ وروستي والى زمونږ ټول افتخارات او ویاړونه تر سیوري لاندې راوستلي دي او پر هغه سربیره د دې لامل شوي چې زمونږ ګران هیواد یې تل د خارجي متجاوزینو تر یرغلونو لاندې ګرزولی دي.
داچې الله تعالی زمونږ پر ولس د غیرت ، میړانې او اتلولۍ نعمت لورولی حتما يي د پوهي ، علم او معرفت نعمت هم لورولی دي ¸ ځکه چې افغانان جسما هم د نړي له نورو وګړو څخه کم نه دي اوهم یې د هیواد آب او هوا د انساني ژوند له شرایطو سره ښه برابره او موافقه ده ، خو هغه عوامل چې له افغانانو څخه یې د علم او پوهې ټغر ټول کړی دي هغه د دوی ترمنځ خپلې ډېرې شخړې ، جنګونه او بهرنی یرغلونه دي. چې له بده مرغه مونږ افغانانو د خپل ژوند په ښه کولو کې د خپل منځي بي اتفاقي له کبله د خپلو علمي شخصیتونو دعالي او اوچته استعدادونو څخه هم بشپړه استفاده نه ده کړې.
د سپیڅلي قرآن صریح نص هم راښیی چې: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم.
ترجمه: په تحقیق سره الله (ج) دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړی ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي.
له دغه الهي ارشاد څخه په واضح ډول څرګندیږي چې رحمن او رحیم خداي پر خپل مخلوق (یعني ټولو انسانانو) باندې همیشه مهربانه دي او د قسم قسم نعمتونو او رحمتونو لورېینه ورباندې کوي مګر چې انسانان یې په خپلو کړنو افعالو و اعمالو باندې له خپلو ځانونوڅخه سلب او نیستي نه کړي.
د ملي یووالي اړتیا
محترمو هیواد والو!
همدا اوس افغانستان د دې غیرتي ولس د قهرمانیو او سر ښندنو په برکت له خارجي یرغل څخه د خلاصیدو په حال کې دی ، مونږ له خارجي یر غل سره د مقاومت په ډګرکې ډیرې لاسته راوړنې لرلې، خو د دغو لاسته راوړنو د ساتلو او له هغه څخه د خپل هیواد په آبادي او بیارغونه کې د ښې استفادې لپاره زمونږ خپل منځي یو والي او وحدت ته ډېره اړتیاده .
که مونږ د خپل هیواد دجوړولو لپاره خپل منځي وحدت او تفاهم ونه لرو نو هرومرو به مو له خارجي یرغل سره د مقاومت په ډګرکې ټولې ګټلې بریاوي او لاسته راوړنې د اختلاف، جګړو او خپل منځي شخړو قرباني کیږي او مونږ به له تباهي او بربادي سره مخ کیږو .
بې هدفه جګړې.
څنګه چې په دې وروستیو ورځو کې د هیواد په ختیځو سیمو کې کومه بي هدفه جګړه د اسلام پاله ډلو ترمنځ پیل شوې او روانه ده دغه مو په هیواد کې د بدمرغې کورنۍ جګړې پیلامه بلل کیږي ، که په خپل منځي وحدت او ورورولي سره دا فتنه دفع نه کړو ټول هیواد ته یې د خوریدو ویره شته چې بیابه مو ددغې ناولې جګړې له امله هیواد د یوه بل یرغلګر تر سیوري او یرغل لاندې راځي او کړیدلی ولس به مو له نورو زیاتو کړاونو سره مخ کیږي.
د هیواد د روان کړکېچ د حل لپاره مذاکرات
داچي په اوسنیو وختونو کې مو د هیواد د کړکېچ د حل په منظور د ښکیلو لوریو ترمنځ د سولي او تفاهم لپاره د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل شوې دا یو ښه اقدام او د ټولو افغانانو لویه هیله ده او خدای(ج) دې وکړي چې له امله یې نور افغان غمیزې ته د پای ټکی کښیښودل شي.
محترمو او قدرمنو هیوادوالو وروڼو
د دې لپاره چې د ښکېلو ډلو ترمنځ دا مذاکرات او ناستې پاستې یوه مثبته لاسته راوړنه ، پایله او افغان ولس ته ښه زیری او پیغام وړاندي کړي او د هیواد والو اعتماد ورباندې راشي او هیلې امیدونه یې ورته پیداشي، نو په کاردې له دغو مذاکراتو سره یو لړصادقانه او مخلصانه عملي ګامونه هم پورته شي چې د ښکېلو لوریو څخه د حسن نیت ،پوره صمیمیت او ریښتونولي نمونه هم وښئ.
غواړم چې د دغو مذاکراتو د کامیابۍ او پرمختګ په منظور د لومړنیو اقداماتو په ډول یو شمېر اساسي او مهم ټکي تاسي محترمو ته بیان کړم چې باید عملي ګامونه یې په مورد اوچت کړل شي.
لومړی: دهر لوري له اړخه په هیواد کې د ولسي او عام المنفعه تاسیساتو تر برید لاندې نه راوستل او ساتنه یې د ټولو لوریو مسئولیت ګڼل.او همدا راز یې د منسوبینو او موظفینو هر ډول ساتنه او مرسته کول.
دوهم : د هر لوري له اړخه په ګڼ میشتو سیمو کې لکه سوداګریزو مرکزونو ، مارکېټونو ، صنعتي پارکونو او عامو بازارونو کې له هر راز بریدونو او نښتو ډډه کول او زیان نه ورته اړول .
دریم : د هر لوري له اړخه له اسیرانو سره دښه وضعیت کولو تضمین او خوشي کولو ته یې لاره هوارول .
څلورم: د هر لوري له اړخه په مقدسو ورځو کې لکه اخترونه ، روژه او داسي نورو کې له یو پر بل تجاوز تیري او نښتو څخه ځان ساتل او د اوربند عملي کول.
پنځم: د ښکېلولوریو هر اړخ ته په کار دې چې په خپل ضد او جانب مقابل لوري پسې له مطبوعاتي پروپاګند او سوء تبلیغ څخه لاس واخلي، چې دغه کار د ولس پر عامه اذهانو او هم د جانبینو پر افرادو باندې ډېره مثبته اغیزه لرلای شي او تشدد ورسره کمېدلای شي.
زموږ له نظره په پورته ذکر شویو ټکو او همدا ډول نورو کړنو توافق کول هغه څه دې چې له یوه طرفه به زموږ غیور ولس له مشکلاتو څخه وژغورل شي او له بله طرفه به د ښکېلو لورو ترمنځ ډېر نږدیوالي راشي او د اعتماد او باور فضا به رامنځ ته شي چې دغه اقدامات به په هیواد کې .
د اوږدمهاله دایمي او سرتاسري بشپړه سولې لپاره بنسټ او اساس هم جوړشي.
سوله زموږ ملي اړتیا ده.
لکه څرنګه چې سوله د افغانانو ملي ضرورت دی نو باید د سولې هڅې هم خپله د افغانانو په افغاني افتکار ترسره شي ، داچې ګاونډي هیوادونه او نړیوال جهتونه د افغان لانجي د ذیدخله لوریو ترمنځ د مذاکراتو لپاره زمینه جوړوي او شرایط برابروي دا یقینا چې د هغوی د ښه ګاونډيتوب او حسن نیت یوښه اقدام دی ، خو افغان لوري په خپله هم باید په خپل اسلامي او ملي احساساتو سره دا درک کړي چې سوله د هغوی انفرادي او اجتماعي اړتیا ده نو باید دوی په خپله د دې اړتیا دپوره کولو لپاره مټې را ونغاړي ، په پوره صداقت ، اخلاص او صمیمیت سره تر هرڅه وړاندې په خپل هیواد کې د سولې او امن لپاره کار وکړي ترڅو په راتلونکې کې د افغانانو خپل منځي جګړه په خپل منځي ورورۍ ،همکارۍ او د هیواد په ترقي بدله کړي.
البته د جګړې په ختمولو کې د افغانانو ترڅنګ د بهرنیو او سیمه ییزو قوتونو او ګاونډیو هیوادونو رول هم له پامه نشي غورځیدلای ، امریکا او د افغانستان ګاونډي هیوادونه او سیمه ییز قوتونه باید له هغو کړنو صرف نظر شي چې له امله يي په افغانستان کې د جګړې اور بلیږي؛ ځکه د افغانستان سوله یواځې د افغانانو لپاره نه بلکي د ګاونډیانو ، منطقي او په مجموع کې د ډيری نړۍ په ګټه ده .
همدا اوس د افغانستان د جګړې له بدو اغېزو څخه د افغانستان ګاونډیان هم ارام نه دي ، سیمه ییز او د نړۍ یو شمېر هیوادونه هم انديښنه او تشویش لري. نو د دغې جګړې او جنګ دغه ناوړه پدیده د افغانانو په خپلمنځي مخلصانه او صادقانه تفاهم او د ګاونډیانو او سیمه ييزو هیوادونواو نړیوالو قوتونو په حمایت سره ورکیدای شي.
نوبناء په دې هکله د دغې تاریخې جګړې د ختمولو او پرځای یې په افغانستان کې د دایمي سولې او امن ترقي او ابادۍ را وستلو لپاره هم باید افغانان هم د هغوي ګاونډیان او هم نړیوال په ګډه سره هلې ځلې وکړي .
په پای کې یوځل بیا د نیک مرغه کوچني اختر په مناسبت خپلې ښې هیلې خپلو ټولو ځوریدلو هیواد والو ته وړاندې کوم ، کوچنی اختر مو مبارک او د روژې په مبارکه میاشت کې مو ټول کړي عبادتونه خدای قبول کړه .
والسلام
د یوه سولییز، با امنه آباد او خپلواک افغانستان په هیله .
سوکاله او ارام دې وي افغانان
ستاسی ورور ملا اغاجان معتصم
د طالبانو د اسلامي تحریک دسیاسي شورا پخوانی مشر.