
د۱۳۹۴ کال د چنګاښ ۲۲ مه نېټه
د روان کال په لسمه نېټه چې د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ کومه نښته رامنځته شوه او په پايله کې د ملکي خلکو او سيمه ييزو پوليسو په مرګ ژوبله پای ته ورسېده، په دغه پېښه باندې د ملي ثبات، افغان ملي غورځنګ او د سمون سياسي خوځښت خپله ژوره خواشيني څرګندوي او د يادې پېښې د هر اړخيزې څېړنې غوښتنه کوي.
نوموړي مدني بنسټونه ژوره اندېښنه لري چې ياده پېښه خدای مکړه هېواد دښمنه کړۍ قومي او سمتي خواته يونه سي او په ډله ييزو رسنيو کې داسې ليدل کيږي چې يادې موضوع ته دسمت،قوم او ژبې له نظره کتل کيږي. موږ ته د هر رښتیني افغان په شان د هیواد د هر کونج او هر فرد خصوصاً امنیتي ځواکونو غم او درد د خپل شخصي غم په شان دروند، خواشینونکي او ټکان ورکوونکی دی. موږ د جلریز غم د هلمند، بدخشان، پکتیکا، کندز، کونړ، ارزګان، خوست او د ګران هیواد د هر کنج ټول غمونه د افغان شریک غم ګڼو او له ټولو سره سره همدردي لرو. هیله لرو ځینې سیاسیون چې له ملي غمونو څخه شخصي او سلیقوي بهره بردارۍ کوي هم خپل فکرونه ملي او افغانستان شموله کړي.
په همدې موخه ثبات، غورځنګ او سمون بنسټونو پرېکړه وکړه چې د يادې پېښې د دقيقې څېړنې او له ولسي خلکو څخه دکره معلوماتو د راټولو او په سيمه کې اوضاع له نږدې کتنې په موخه يو ګډ (۷) کسيز پلاوي ته دنده ورکړي، ترڅو سيمې ته له سفر وروسته، دقيق او بې پرې معلومات راټول او له تحليل او تجزيې وروسته به ياد بنسټونه خپل وروستى دريځ او معلومات د افغانستان له شريفو ولسونو سره شريک کړي.
موږ په ګډه د هېواد په هره کونج کې دافغان امنيتي ځواکونو د سرښندنو ستاينه کوو او په دغه لاره کې يې له قربانيو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شريکوو، خو په عين وخت کې په ټولو سياسيونو او ښکيلو خواوو غږ کوو، چې د ملي بنسټونو په وېشلو،بدنامولو او خاصو ډلګيو پورې د هغوی د تړلو څخه په کلکه ډډه وکړي، هرې موضوع ته د ملي ليد لوري له عينکو وګوري او خپل عکس العملونه هم په همدې چوکاټ کې څرګند او وروڼو هېوادوالو ته چې تل يې په دغه مشترک کور کې په خوښۍ ژوند کړی، د ملت جوړونې روحيه ورکړي.
ياد مدني بنسټونه د ولسمشر له خوا له هغه لېږل شوي حقيقت موندونکي کمېسيون څخه هم هيله کوي چې کره او بې پرې معلومات له ولس سره شريک کړي.
په درنښت