د کوچني اختر  د مبارکۍ پيغام - او د اختر د لمانځه  خبرتيا!

 
په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو ټولنه،  د سپېڅلي  روژې  په پای کې ددې مبارک  کوچني اختر  په مناسبت، تاسو  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايي .
روژې، پرهېزونه، لمنځونه  او  عبادتونه  مو قبول  شه .
د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته، يوځل بيا، لمن نيسي او خواست کوي چې  د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې  مبارک اختر د  لمانځه په پای کې زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې  ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت  او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .
د اختر لمونځ   به  د اختر په اوله  ورځ،  د ګهيځ په نه بجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .
تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته،  د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .
دټولنیِ پته :
Eid Prayer - 09:00AM
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 2129 & 020 8993 8168

سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر