
په تېرپسې
کله کله چې ځوان قدمونه پرخپله لاره مسقیم شي بیا نو په ډېر کمال سره د خپل منزل پر لور تګ کوياو د خلکو پاملرنه د ځان په لوري را اړوي، دا قدومونهپه خپل طبیعي هنر او کمال سرهډېر ژر تر خپلې موخې رسیږي خو چېدتقدیرلخوایې اغزي په لارکې ونه شیندلشي، د شاعرۍ ډګر کې دغسي قدمونه دشعرينوښتونو،شعري کیفیتونواوشعري ځانګرتېاوود تړلو دروازو کیلیاني موندلای شي، پس چاچي داکیلیاني وموندلې نو د نظم آسمانونو ته وخوتاو د احساس، رنګینۍ، تخیل عاطفې او تصویرونو خزانې یې پیداکړې،چاچې دا خزانې پیداکړې هغهد شعر په مانا پوهشو او د شعر غوښتنه یې پوره کړه او بلااخرهنوموړی د خلکو د زړونومنلیشاعر شو، دغسيځواني هستۍ اوس هم زموږپه پښتوشعري یون کې مخ په لوړه روان دي او د خلکو توجو یېد خپل هنر په لوري را اړولې ده.
میرولی راحل نوی ځوان، نوی شاعر، نوموړی د محمداقبال زوی په لښکرګاه ښارکې په ۱۳۷۴ لمریزکال کې زېږېدلی،میرولی راحل یو له هغو ځوانو هستیو څخه دی چې پورته مو یې یادونه وکړه،په دې وروستیو کې یې له شعر او شاعرۍ سره ټینګه اړیکه پیداشوې، که چیري یې قدمونه د شعر پر نازکو لاروپه سمه توګهبرابرشي نو دشاعرۍ لوړو پوړیو ته به وخیږي ((ښه دی چې یاد دي راسره دی)) دا د ښاغلي راحل شعري ټولګه ده چې په۱۳۹۳لمریزکال له چاپه راوتلې، د نوښتونو ډېري روښانه ډېوې پکې ځلیږي، د راحل ډېرکم وخت کیږي چې د شعر زریني نړۍ ته راغلی خو په دې کم وخت کې یې داسي څه ویليچې یو سترشاعر هم په دومرهعمر کې نه دي ویلي، د راحل دې کمال ته سړی حیران پاتیږي چې دومره کم وخت کې څنګه د شعر نړۍ کې دومره ژور تللی خو داهرڅه د نوموړي وړتیا او مینه ده، د یو شاعر شاعرۍکې هغه وخت کیفیتونه راښکاره کیږي چې ښکلا وپیژني،میرولي راحلتر ډېرهد ښکلاګانو چینې موندليځکه خو یو لوی سفر ته په لنډ وخت کې ګړندیروان دی، زه چې کله د نوموړي ځیني اشعار لولم هیله راته پیدا شي چې راحل غوندي ځوان استعدادونه لرو او انشاالله د شاعرۍ غوښتنه به پوره کړي،ځو د راحلد شعر دمنځپانګېپه لور نوموړی یوبیت کې وایي:
هم خیالونه سي د حسن هم ښکلا د ګلابونو
ژونده ته له ميني ډک یې، که دنیا له ګلابونو
خواږهلفظونهاو لوړ خیالونه راټولول او انځورولډېريلویيتجربې ته اړتیا لري خو راحل د خپل فطرياوځواناستعداد له مخي دا کار کړی، اوسنیو کړکېچونوحالاتو کېیېد ژوند دخوږوالي لپاره ډېره خواري کړې، ژوند یېدومره خوږ اوښکلی کړی چې هر لوستونکي ته په یوځل لوستلو هیلې ورکوي.
بل ځای وایي:
له درده ماتي کړي مین په زړه ښیښې په لاسو
زخمونه جوړکړي په وجود د زمانې په لاسو
د اوسنيوحالاتو روڼ انځور پکې پروت دی، په دغه ډول سره د هیواداو ولس دردونه او ناخوالي بیانول د ریښتیني شعر غوښتنه ده،داد شعر غوښتنه نده چې موږ ووایو (په وطن کې مو جنګونه لویه خدایه دابه کله کراریږي لویهخدایه) دا صرفیوهموزنهوینا دهکوم هنر او اثرپکې نشته،د شعرهنري او رنګینهژبه د راحل صیب په پورتهبیت کې نغښتې ده، دا یوه ښکاره خبره ده چې دې هیواد کې هر افغان چې په جنګ او جګړه بوخت دی موخه یې ددې سپېڅلې خاورې او ګران هیواد ساتل او ابادول دي، یو هم نه غواړي چې ګران افغانستاندي درد وویني خو فکرونه مختلف دي،دا خبره راحل صیب په ښه هنر سره پسوللې اوښکلې بیان کړېده، ښکلیپیغام او ښکلې هنرکاري یېکړې.
خو لاندې بیت کې یېهنر له ورایه ښکاري:
هم شبنم درسره مل وي هم ژړاکوې ګلابه
ته د عشق په لیونیانو څه بلاکوې ګلابه
که یې دپیغام اړخ ته وګورې او که یې د هنر او کمال ګوتو ته،له هره اړخه ښکلی بیت دی، دغه سي شاعري د لوړذوق شاعري ده، چې سړی د خیال و زرینې نړۍ ته بیایي او هلته ورباندې د بېلابیلو ښکلاګانو ترڅنګ په رنګارنګ رنګونو کې پټپیغامونههم ورته ښیي، داخبره منو چې شاعري پر پیغام هیڅ وخت نه ده ولاړه خو اوس وخت کې د اړتیا له مخي باید دې اړخ ته توجو وشي او راحل صیب دا کار کړی دی.
د راحل صیب فکر او استعداد ډېر ځوان دی که نوموړي خپل غزلیز کتاب ګوټی دومره وختي نه وای وړاندې کړی او له لږ انتظار وروسته یې د نورو استادانو په مشوره سره دا کار کړی وای بیابهتر ډېره بریالی وای،ځکه د نوموړي بیخي کم وخت کیږي چې په شعر لیکلو یې پیل کړی،که هرڅومره یوڅوک ښه شعر ولیکي بیا هم ورته پکارده چې له څلور، پنځه کاله انتظار او دقت ورسته یې په کتابي بڼه خپور کړيځکه بیابه د پښېمانۍ احساس نه کوي، پخه شاعري به یې وړاندې کړې وي، د ښه او بد شعر توپیر به یې کړی وي اود پرمختګ لپاره به یې یوه هڅوونکېلارههواره شوېوي خو راحل دا کار ډېر وختي کړی،زه په دې باوریم چې ډېری استادانو به ورتهد نه چاپولوویلي وي ځکه ډېر داسي څه پکې شته چې ددې نه دي چې وړاندې شوي دي وای.
کله چې د شعر لپاره الفاظ راغونډوو او اوډو یې باید په داسي هنر سره یې وړاندې کړو چې یو له بله سره ټینګه اړیکه ولري ولوکه پیغام هم نه وي پکې، داسي نهلکه راحل چې وایي:
ته چې خپه ګرځې راحله ستاغم کې ژاړم
زمامیرولي دزړه ارمانه لمبه دي کړمه
تاسي وګورئ، دی په لومړۍ مسرۍ کې وایي ته چې خپه سې له مانه راحله زه ستاپه غم کې ژاړم ځان یې مخاطب کړی خو په دوهمه مسرۍ کې بیا ډېر لیري تللی، زما میرولي د زړه ارمانه لمبه دي کړمه، دلته د میرولي د نامه راوړل بې مانادي، ټوله رنګیني یې له منځه وړېیانيبېله هنره یې خپل نوم کارولی دی.
یا لکه لاندې بیت کې چې وایي:
نن دي لیونی کړتاهغه زمایار راحل
کله به یې خپل کړمه زه په دې دنیامینه
دلته هم بې له هنره لفظونه تړل شوي دي، په ډېر ساده ډولبغیر له کومې ښکلا او کیفیت څخهموزونشوي، موسیقي یې ماته ماته اوله شعري ځانګرتیاوو نه خاليخبرې دي، (نن دي لیونی کړتا هغه زما یار راحل) دلته هم نوموړي خپل ځان مخاطب کړی خو په دوهمه مسرۍ کې بیا داسي څه وایي چې هیڅ له لوړي مسرۍ سره نه لګیږي، (خپل کړم) مذکر لفظونه دي خو (مینه) بیا مونثه کلمه ده حال داچې دا لفظونه خپل په منځ کې اړیکې لري خو دلته دا اړیکې پهمسلکي ډول نه دي جوړي شوي.
ډېری شاعران دي که ورسره کښېنې نو اوله خبره به یېدرته دا وي،زه د ولس او ټولنې د ناخوالوشاعر یم، دخبلو هیوادوالواه او فریادونه مې بیان کړي او تر چارواکو او مسؤلو کسانو مې رسولي خو په اصل کې نوموړي هم وشاعري ته زیان رسولی او هم هغو هیوادوالو ته چې ده یې غږ را اخیستی دی، شاعرۍ ته یې زیان دادی چې بېله هنره غیرمسلکي خبرې د شعر په نامه وړاندې کوي،هغه څوک چې ده یې فریاد را اخیستی هغه هم فریاد کوي چې تباه شوم ومي ژغوری، دی چې ځان شاعر بولي دی هم د هغه په ژبه فریاد کوي چې دا وطن کې جنګ دی موږ برباد شوو او خویندي او میندې موکونډې شوې،ځکه خواوس چارواکي نه د هغه مظلوم ژړاګانياوري چې زخمي زخمي دیاو نه ددې شاعر خبرو ته غوږ نیسيځکه کوم تاثر او تحریک پکې نشته،د یوه مظلوم خبره لا شاید یو څه تاثر ورباندې وکړي خو ددې شاعردغه ډول بیان کې خو هیڅ تاثر نشتهځکه خو ورته د اورېدو نه دی.
مثلاً لکه راحل صیب چې ویل:
جنګو ځپلي یو کورونه مو سوه وران د کلي
خویندي مو کونډي سوې بچي مو سوه قربان د کلي
که یوخوا زموږ په ځوانه شاعرۍ کې د نوښتونو او ابتکاراتو څرکونه تر سترګو کیږي، له بلې خوا کلیشه زموږ د شعري بهیر سره داسي یو شان روانه ده لکه د یوې لویې صحرا له مسافر سره چې د هغه د ستړي وجود سایه مزل کوي او د راحل صیب سره هم سمه ملګرې ده او نوموړي هم ښه نازولې ده، د شعرپه نازکه غیږ کې یې ښه پوره ځای ورته ځانګړی کړی.
لکه چې وایي:
د وطم خاورو اوپرغرو مین یم
پر ننګ غیرت د پښتنو مین یم
توره مي لاس کې هسکه غاړه لرم
پر زړورو شازلمو مین یم
دا هغه خبرې دي چې په لرغونې دوره کې شوي او لاهم روانې دي، په هغه وخت کې یې ښه ارزښت درلود خو د معاصرې دورې دا غوښتنه نه ده او نه یې هم زغملای شي، که اوس وخت کې موږ د شعر مینه والو ته د لرغونې او منځنۍ دورې خبرې په هغه بڼه وړاندې کوو چې د هغه وخت سترو شاعرانو کړي، هیڅ ارزښت ورته نلري ځکه دا هغوی ډېر وختونه مخکې اورېدلي او که موږ داکار کوو بیا نو زموږ نوښت او ابتکارات څه شوه؟ دا خو نوښت نه دی یواځي خپل بابولالي په زور سره په یوکس منو او هغه یې د منلو توان نلري.
یا لکه لاندې بیتو کې چې وایي:
ترې نه جوړ به د ګلونو ګلستان کړم
دا وطن به یوځل بیا جنت نښان کړم
د استاد اولمیر یوه ښکلې او مشهوره سندره او د ملنګ جان خوږ شعر دی چې وایي:
وطن جنت نښان دی ګلان پکې کرمه
پر ما د روح نه ګران دی ګلان پکې کرمه
زه د وطن اوبه دانه خورم خدمت به یې ضرور کړم
پکې د عمر خزانه خورم خدمت به یې ضرور کړم
دا عزم دا پيمان دی ګلان په کې کرمه
دولسي شاعرملنګ جان داشعرله هره اړخه ښکلی اوخوښوونکی دی ځکه نوموړي په هغه وخت کې ویلی چې د زمانې غوښتنه وه اودا شعربهترډېره خپل ارزښت هم له لاسه ورنکړي، اوس نوتاسوپریکړه وکړی چې د ملنګ جان د هنر او د راحل د بیتونوترمنځ څومره توپیر شته، کوم هنرچې د ملنګ جان په دې شعر کې نغښتی هغه دراحل په دې شعر کې نشته، پس کوم لوی شاعرچې یو خبره په ښه ډول سره کړې وي بل چا ته نه ده پکار چې ویې کړي، اوریدلي به مو وي چې یوه سندره یا یو شعر څو سندرغاړو په خپلو آوازنو کې ویلی وي خو شاعر بیا د دې اجازه نلري چې یو شعر دي څو شاعرانو وایي که یې وایي حد اکل بڼه یې باید ورته تغیر کړي او له نوي زاویې ورته راشي چې بیا یې خلک هم ورسره ومني او بدرګه یې کړي، ټول هغه ځوان لاسونه چې د شعرله هنر او فن سره اړیکه لري، ورته پکار ده چې د اوسنیو سترو شاعرانو هغو شاعرانو چې ځانته یې ځانګړي سبکونه ايجاد کړي د هغوی شاعري ولولي فکر او پلټنه وکړي چې دوی ولي دومره مخکې تللي؟ ولي د شهرت تر دومره لوړو پوړیو رسېدلې؟ هر اړخیزه مطالعه د شعر په نړۍ کې وکړي او بالاخره چې دا کار یې وکړ د شعر په مانا به پوه شي، ښه شعر به وپېژني او ښه شعر به ولیکي...نوربیا