
د ژوند تر هدیرې وړي د ټیکري څــــوکه کې درد
راشین د یوې پیغلـــــې د زړګي څوکـــــه کې درد
مسکا درته ریښې ریښې لمــــــــن کــــــې ټولوم
ساتلی مې جــــــــانانه د پټکي څـــــوکه کې درد
بېلتون غواړي ځای زموږه د نازکې رشتې منځ کې
کـــــــــــــــري د ګلابـــــــونو د پټي څوکه کې درد
د ګران هیواد وجود به مې سږ بیا زخمي زخمي وي
دریځــــــــــــــه را پیدا شو د سپرلي څوکه کې درد
خپلواک دریځ