القاعده

 
لنډه کیسه
اصلی نوم یی ګلان وه خو د کلی ماشومانو د رشخند وهلو په پلمه په هغه مختلف نومونه ایښی وه چی یو له هغو نومونو نه القاعده وه ګلان ته به چاهم چی د القاعده نوم واخیسته نو سپکی سپوری به یی ورته ویلی ګزارونه به یی پری کول که کوم څوک به په لاس ورنغی نو خپل ځان به یی هم واهه،ګلان به ټوله ورځ د خپل کور مخی ته د ونی لاندی پروت وه  د ګلان د کور مخی ته پرته لار زموږ د ښوونځي لاره وه چی ښوونځي ته پری تللو او راتللو زه به همیشه د نورو زده کونکو نه وروسته تلمه او هم راتلمه ځکه چی د ګلان په عذابول می نه خوښیدل خو د کلی شوخ ماشومانو همیشه ده ته د القاعده القاعده نعری وهلی او ده به سخته بده منله ،د ښوونځي د تعلیمی کال وروستۍ ورځ وه زده کونکو ته نتایج وړاندی شول ټول زده ونکی د اوړی رخصتیو ته ډیر خوشاله وه زده کونکی د نورو ورځو په نسبت وختی رخصت شول زه چی د ټولګی اول نمره ومه  ښوونځی کی  لږ مصروفه شوم تر څو ځینی شیان منظم کړمه د نورو شاګردانو نه لږ وروسته راغلمه کله چی د ګلان کور خواته نږدی شومه په ګلان می سترګی ولګیدی چی د لاری منځ کی ولاړ ده سپکی سپوری وایی او ډیر په بد حالت کی وه کله می چی د ده دا بد حالت ولیده له ویری می  لاره  تری چپه کړه او په بله لار لاړمه په ټوله لاره  می د ګلان بد حالت له سترګو نه وتلو وروسته می فکر شو چی دا کار  خو زده کونکو کړی ځکه چی دری میاشتی پس به  ښوونځی ته راځي او بیا به زر دوی ته د ګلان د په عذابولو موقع برابره نه شی زړه کی می راتیره کړه چی نن مازدیګر به جومات کی مشرانو ته وایمه چی زامن مو ګلان هره ورځ په عذابوی او دا ښه کار نه دی که د ګلان زامن په بیدیا نه وای نو لوی مشکل به پخوا تری جوړ شوی وه په همدی فکرونو کی ډوب ومه او کورته لا رسیدلای نه ومه چی د پاکستان د هوایی ځواک چورلکی زموږ د کلی په سر تیری شوی پاکستانی  پوځي ځواکونه چی  وخت نا وخت  به یی په وزیرستان کی د طالبانو او القاعده خلاف پوځي عملیات کول د دوی پوځي کاروانونه به د ټل له لاری  وزیرستان ته ننوتل خو د تیر په نسبت په همدی ورځ چورلکی هم ډيری لاړی او پوځی موټر هم ډیر ولاړل . د اوړی سخته ګرمی تازه داخله شوی وه  ټل د اوړی په موسم کی ډیره سخته ګرمی لری نو هر څوک د باران سوالونه ډیر کوی خکه چی برق یی د پنجاب او نورو سیمو په پرتله پریمانه نه وی ،د ماسپښین اذان لا نه وه شوی چی ډير تیز باران شروع شو باران بیخی زیات ووریده د ځمکی مخ ټول خړو اوبو ونیوه او هری خوا لښتی لښتی اوبه روانی شوی شیبی وروسته باران ورو ورو په کراریدو شو ساعت می وکوت د جمع لمونځ ته لا وخت پاتی وه او جومات ته لاړم چی لمونځ په جمع سره وکړم لمونځ خلاص شو له جومات نه یو یو کس په وتو وه د باندی ماشومانو د جومات په دروازه کی غلی غلی راکتل ملا صیب ته په تمه وه چی دعا خلاصه کړی او سبق ته راشی د ملا صیب د دعا لاسونه لا نه وه ښکته کړی چی د باندی د ماشومانو شور شو ټولو یو ځای سره منډی کړی او نعری یی شروع کړی ای قران خوړ راغلی وی بیا به د بل ماشوم غږ واوریدل شو هله خوړ راغی  ملا صیب دعا پای ته ورسوله زه هم د جومات نه راووتم ټول ماشومان او د کلی خلک د سیند په سیل دی سیند هم ښه  په مستۍ روان وه  د سیند غاړی ته پټی یی ټول په خپله سینه کی پټ کړل او هیڅ داسی نه مالومیدل چی دلته هم کوم پټی وه کنه، یوه ډله خلک چی لرګی او چارۍ یی په لاسونو کی نیولی له سیند سره یو ځای منډی وهی یو سپین ګیری می ترڅنګ ولاړ وه هغه هم د سیند ننداره کوله کله یی چی ځوانان ولیدل چی د سیند سره څنګ کی منډی وهی په جګ غږ ووبل دا د نه سړی ځامن ګوره ته ! که  یی اوبه یوسی  تباه برباد سۍ.
د ځوانانو یو ځای منډی ته می فکر شو چی له سیند سره یوځای منډی وهی خامخا څه خبره شته کوم یو چا یی غږ واوریده چی سیند سړی یوړو نورو کلیوالو چی دا غږ واوریده نو هغه نر وه چی سیند ته یی ځان رساوه تر څو چی ورسره مرسته وکړی ما هم د سیند لوری ته له نورو خلکو سره ورمنډی کړه له ډیر ځایه مو له سیند سره منډی وهلی اوبه ډیری زیاتی وی هیچا جرات نه شو کولای چی سیند ته ورودانګی او تر څو اوبو وړی ته نجات ورکړی او یو نیم چی زړه به یی ښه کړو نو بل به نه پریښوده چی ته اوس ولی ځان غرقوی هغه بیچاره خو هسی د مرګ په خوله کی ده تر ډیره ځایه د کلی خلک ورسره ولاړل خو اخر یو ځای کی چی سیند ډیر پراخه وه اوبه رینګړۍ شوی په د وخت کی یو ځوان سیند ته ورټوپ کړل او ځان یی  اوبو وړی ته ورورساوه یو بل نفر ورپسی زر رسۍ ور وشړله چی دا رسۍ له ځان سره وتړه او موږ د راکش کوو ځوان همداسی وکړه هغه یی له ځان سره وتاړه او نورو کلیوالو په ډیر تکلیف سره دواړه له اوبو راوباسل په همدی کی د خلکو بیر او بار نور هم په زیاتیدو شو هر یوه خپله پوښتنه کوله څوک ده دا؟ دا ولی؟ څه پری شوی وه چی سیند یووړو؟ هر یوه کوشش کاوه چی اوبو وړی له نزدی وګوری خو د خلکو بیر اوبار بیخی زیات وه هر چا نه شوی کولی چی اوبو وړی ووینی د دوی له منځه یو کس غږ وکړ هله په منډه یو کس کټ راوړۍ هغه مړ شوی ده د خدای به همداسی خوښه وی یو چا پری غږ وکړ څوک ده  د چا د کورو ده یو بل نفر ورته وویل هغه عصابی ګلان ده کله می چی د ګلان نوم واوریده زړه می ښکته راکی ولویده د خلکو په منځ کی ډیر په مشکل وردننه شوم په رښتیا هم چی هغه ګلان وه چی خلکو به ورته القاعده نه ویلی ټول وجود یی له اوبو ډک وه  له سپږمو او خولی یی خړي اوبه روانی وی ګلان هیڅ هم نه شو ویلی نه یی چاته سپکی سپوری ویلی او نه یی هم خپل ځان وهلی شو په خړو خټو کی پروت وه داسی  بریښیده لکه دی چی بیخی ګلان نه وی ځکه چی ګلان به چا هم ولیده نو د القاعده القاعده نعری به یی پسی ویلی  خو نن په دومره خلکو کی هیجا هم ده ته د القاعده نوم نه اخیسته، د کلی خلکو کټ راورساوه او د ده جنازه یی پکی کیښوده جنازه یی لا  نه وه پورته د ګلان زوی چی په ټل کی به یی یوه  ګاډۍ کی میوه خرڅوله راورسیده کله یی چی د پلار جسد ولیده نو په چغو یی شروع وکړه یو چا ورته وویل چی دا حقه لار ده پریږده چی جنازه اوس یووسو د ګلان زوی یو دم راجګ شو او په زړا زړا کی یی د کلی خلکو ته وویلی د ګلان قاتلان همدا تاسی او د تاسی ماشومان دی که تاسی هغه نه وی لیونی کړی نو ځان به یی سیند ته نه غورځاوه غرمه د تاسی ماشومانو په القاعده القاعده ویلو په عذاب کړی وه او بل هغه د مرداری ځامن د پوځیانو تایرو(چورلکو) او مټرو(موټرو) لیونی کړی وه کوم بل د نه سړی زوی ورته ویلی وه چی پوځیان راغلل القاعده باندی بمبار کوی او تا به هم ولا مړ کوی له ډاره له کوره راوتلی وه او ځان یی خپله سیند ته غورځولی وه ،هغه تاسی مړ کړی سیند نه دی مړ کړی د ګلان د زوی خبری نه خلاصیدی یو چا په غیږ کی ونیوه او له جنازی یی څنګ ته کړ ځوانانو د ګلان د جنازی کټ په مټونو کیښوده او د ده د کور په طرف روان شول