
ايراني خبري شبكې فارس يو ځل بيا ښكرور دروغ ويلي او د حزب اسلامي په اړه ئې دا افتراء كړې چي گواكي د سعودي حكومت له حزب اسلامي غوښتي هغه پاكستاني چارواكي ترور كړي چي يمن ته د سرتېرو لېږلو په ارتباط ئې د سعودي له غوښتني سره موافقه ونه كړه!!
ايران د فتنو راولاړولو او افتراءاتو په ډگر كي توره سايقه لري، هم ئې سياست پر دروغو ولاړ دئ او هم ئې مذهب، د مذهب بنسټ ئې پر دغه ستر او خندوونكي دروغ ولاړ دئ چي گواكي الله تعالى يو پنځه كلن غائب ماشوم نه يوازي د پيغمبر ځاى ناستى او د (امام زمان) په توگه غوره كړى بلكي د ټول عالم د پالني او ادارې كيلي ئې هم هغه ته وركړې، په داسي حال كي چي د الله تعالى يو ناپوه بنده هم دا غلطي نه كوي چي يوه پنځه كلن ماشوم ته د خپل وړوكي دكان كيلي وركړي او يا هغه د خپلو مشرانو زامنو امام او مشر وټاكي، حكيم خداى به څنگه يو غائب پنځه كلن ماشوم د ټول عالم لپاره امام ټاكي. الله تعالى ته داسي كار منسوبوي چي يو ناپوه انسان هم ترې ډډه كوي!!
ايران له هغي ورځي چي د شيعه وو لاس ته ورغى تل د امت په ضد د يوه خطرناك كورني دښمن په توگه كارول شوى، هم د مذهبي اختلافاتو او نښتو راولاړولو كي او هم د كورنيو جگړو د اورونو په بلولو كي. كه ووايو ايران په حقيقت كي د اسلامي امت په ضد يو بل اسرائيل دئ مبالغه مو نه ده كړې، په هر هغه بريد كي د دښمن په خوا كي ودرېدلى او امت ئې له شا په خنجر وهلى چي د بهرني دښمن له لوري د امت په ضد ترسره شوى، كه دا د عثماني تركيې په ضد مخكنۍ صليبي جگړه وه او كه د افغانستان او عراق د اشغال اوسنۍ صليبي جگړه.
له كومي ورځي چي خميني د پاريس له لاري تهران ته ورسول شو؛ د ايران د شرارتونو نوى بهير پيل شو، د عراق او ايران خونړۍ جگړه، په اسلامي هېوادو كي د شيعه او سني په نامه د خونړيو نښتو پيل، د سني كردانو په ضد هغه وحشيانه جگړه چي د زرگونو مظلومو كردانو په مرگ ژوبلي او د لسگونو زرو په هجرت منتج شوه، نه يوازي د ايران دننه د سنيانو مذهبي او سياسي مشران نيول او وژل بلكي په بهر كي د هغوى ترور، پر افغانستان او عراق بريد كي د امريكايانو دومره ملگرتيا چي د ايران مخكنيو جمهورو رئيسانو خاتمي او رفسنجاني په ډېري بې شرمۍ سره وويل: "كه د ايران مرسته نه وى نو امريكا هيڅكه كابل او بغداد دومره ژر او په دومر آسانۍ سره نشو نيولى، ايران دغسي ملگرتيا ته په هر ځاى كي تيار دئ!!"، دا نن گورو چي د سوريې د مظلوم ولس په ضد د مرتد او بعثي بشارالاسد مرسته كوي، په زرگونو جنگيالي ئې د هغه مرستي ته لېږلي، تر نن ئې د سوريې پر جگړي څوارلس مليارده ډالر لگولي، له هيچا پټه نه ده چي د يمن فتنه تهران راولاړه كړې.
د پاكستان په ارتباط بايد ووايو: هلته د شيعه او سني خونړۍ جگړه د ايران له لوري پيل شوه، د سنيانو په جوماتونو كي چاودني او هغه هم د لمانځه په وخت كي، او د سني مشرانو ترور سل په سلو كي د ايراني سپاه پاسداران او اطلاعات كار دئ، دوى نه يوازي ستر ستر مذهبي مشران ووژل بلكي د پخواني صوبه سرحد د گورنر جنرال فضل حق په څېر نوميالي شخصيتونه هم د دوى له لوري وژل شوي.
او د حزب اسلامي په اړه د فارس د دروغجني (اطلاعاتي) شبكې د افتراء په اړه بايد ووايو: ايران حزب اسلامي او هر غير شيعه اسلامي گوند ته د دښمن په سترگه گوري، د حزب اسلامي په ضد ئې نه يوازي په وار وار دې ته ورته افتراءات كړي، بلكي له هيڅ دښمني ئې ډډه نه ده كړې، هغه مهال چي د كابل ډېرى مهمي برخي د حزب اسلامي په لاس كي پرېوتې د ايران جمهور رئيس رفسنجاني وويل: ايران به هيڅكله اجازه ورنه كړي چي كابل د حزب اسلامي په لاس كي پرېوځي!! د كمونستانو او ايران پلوو ډلو تر منځ د جبل السراج ائتلاف د ايران په وساطت او د مسكو او واشنگټن په وينا رامنځته شو، د حزب اسلامي په ضد ئې جگړه پيل كړه، تهران نه يوازي دې ائتلاف ته په پراخه پيمانه وسلې او پيسې وركولې بلكه خپل فوځي مشاورين او جنگيالي ئې د هغوى مرستي ته لېږل.
ټولو ته جوته ده چي حزب اسلامي د خپل هېواد د آزادۍ لپاره جنگېږي، تل او د هر اشغالگر خلاف ئې د خپل هېواد په محدوده كي مبارزه كړې، نه ئې د روسي اشغالگرانو په ضد له هېواد بهر كوم اقدام كړى او نه د امريكايي اشغالگرانو په ضد، پرون ئې هم تگلاره همدا وه او نن هم.
حزب اسلامي افغانستان
8 سرطان 1394