
بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم
دا څـــــه نــــــوې خـــــبـر نـــه ده نـازنـیـنېهـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم
چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یمهـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم
د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم
څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوريدا د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم
بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم
ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړپښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم
زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـهتـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم
نورمحمد غفوری