
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله العظيم شانه ،الدائم سلطانه، الشديدانتقامه ممن بارزه بعصيانه، الناصرللحق واعوانه،المذل للباطل واخدانه، واشهدان نبينا محمدا عبده ورسوله ، المحبوب من الرب بكمال قربه ورضوانه، اللهم صل وسلم علي عبدك ورسولك محمدواله واصحابه اللذين انزلوا كسري وقيصرمن سلطانه، واشادوا منارالاسلام واحكموا تراص بنيانه.
ډیرد تاسف ځای دی چې نن سبا کفري نړۍ دخپلو ټولو منطقوي ،مذهبي اوقومي توپیرونو سره سره دهغومسلمانانو پر ضد یو موټی شوي چې غواړي داسلامي نظام ترسیوري لاندې دواقعي اوازادو مسلمانانو په توګه ژوندون وکړي ، خو له بله پلوه زموږ ډیرمسلمانان وروڼه حتی دهمدغه هدف لپاره راپورته شوي همفکره مجاهدین په خپلومینځونوکې دشقاق اواختلاف په لورې روان دي او له همدې کبله یې ډیر د بریا او پرمختګ زرین چانسونه له لاسه ورکړي، تر ټولودردوونکې بیا داده چې یو دبل په وژلو ربړولو او اسیرګرځولوهم صرفه نه کوي . داسې ښکاري چې د (اشداء علی الکفار رحماء بینهم) صریح حکم یې له نظره غورځولی (فلیحذراللذ ین یخالفون عن امره ان تصيبهم فتنة اويصيبهم عذاب اليم)
نوڅومره چی له شرعی حدودو تعدی او تجاوزکیږی هغومره دفتنوپه ګرداب کی دغورځیدو خطرات را مینځ ته کیږی او(دواعتصموابحبل الله جمیعا ……. )الایه. ایتونه به یې یا هیروي یا به ورته اعتناء نه کوي . د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مستضعف مسلمانان دهمدغه مجاهد ینو دبریا په هیله دنجات اودخلاصون اوږدې شپې سباکوي ، که همدا حال وي نو د (واتقوا فتنة لاتصیبن اللذین ظلموا منکم خاصة) په فارموله ټول امت دیوه خطرناکه حالت سره مخکیدونکی دی ، چې دنجات ساحل یې لري اومشکل ښکاري . (ان الله لا یغیر ما بقوم حتی يغيروا ما بانفسهم) .
دروان ۲۰۱۵ کال د می د میاشتی په لسمه چې د۱۴۳۶/۷/۲۲ سره سمون خوري دافغانستان په ننګرهارولایت کې دمجاهدینوترمینځ خپلمنځي خطرناکې فتنی سرراپورته کړ چې دا دی تراوسه له اتیاووڅخه دزیاتومجاهدینو دوژل کیدالامل ګرځیدلي او دغه خپلمنځي جګړه نوره هم دشدت او زیادت په لور روانه ده.
اوداچې ددغې فتنی د رامنځ ته کیدو له پیله تراوسه زیاته ګټه صلیبي یرغلګرو او د هغوی ملحدوګوډاګیو ترلاسه کړی ، جهادي حرکت ته یې دروند زیان اړولی ، په لسګونو زړور مجاهدین پکې له منځه تللي اودجهاد قوي مورچلې نړیدلي اوددغې جګړې دوام به صلیبي یرغلګرواود هغوی ملګرو ته نورې ګټې واړوي اوپایله به یې مجاهدینواواسلامي ټولنې ته نه جبرانیدونکی سیاسي اقتصادي او نظامي زیانونه وي ، نوځکه ویلای شوچې ددغې جګړی ددوام سره مونږهیڅکله هم موافق نه یو اوټولومجاهدینووروڼو ته دصبرزغم اوحوصلی توصیه کوو اوهیله لرو چې ددوی په پاکووینو نورددغې فتنی اور تیزاوتازه نشي.
دافغانستان مسلمان اومجاهد ولس چې ټول عمرپه ځانګړي توګه داڅولسیزی یې داسلام لپاره قربانۍ ورکړي ، په دی لاره کې یې میلینونه کونډی اویتیمان اودربدرۍ برداشت کړي اودخپلمنځي جګړې ترخه خوندونه یې لا په خوله کې دي ، نوردداسې بې مفهومه جنګونو تحمل نه لري ا ونه باید د داسې بی معنی جګړوښکارشي .دی ولس چې خپل بچي جهادته وقف کړي دادجهادي قیادتونو سره یولوی امانت دی، دوی باید د دغه سترامانت په ساتلوکې دمسولیت احساس ولري نه بایدپه بې باکانه توګه دنورو دهوسونو او غلطوموقفونوقرباني شي اونه یې باید ویني دومره ارزانه او سپکې وګڼل شي.
مونږ له ابتدا څخه ددغې جګړی سره موافق نه وواو اودوضعې په حساسیت پوهیدلواودجګړی سره مخالف وو اودواړه لوروته ترکومه ځایه موچې غږرسیدلو هڅه موکړې او داچیغه موکړې چې داجګړه بدی پایلې لري اوباید دجګړې عوامل له مینځه یوړل شي ، خوبدبختانه دالحق مر پراصطلاح چاموغږنه اورید اوکله کله بیا دخیرخبره هم غلطه تو جیه کیده او ځای یې نه دی نیولی ، ځینولورو به دافتنه سپکه اوعادي بلله اوځینوبه بیاخپلې دغې جګړې ته شرعي اوعقلي جوازونه لټول.
اوس پیښه ده اوله پیښې څخه د تیښتې ځای اوله دی فتنی څخه دنجات لاره دجګړې دوام نه دی ، مونږخو په دا دوه میاشتو شاوخواکې ددغې جګړې لپاره هیڅ کوم شرعي، عقلي او قاطع دلیل پیدا نکړای شو ،نوځکه ورسره توافق نه لرواوله فتنی څخه دوتلولاره یواځې اویواځې اسلامي شریعت ته مراجعه ده اوپه پوره اخلاص دشریعت حکم ته غاړه کیښودل دي ، اسلام داسې دین نه دی ، چې دداسې مسایلو دحل لپاره لار نه لری (وان تنازعتم في شيئ فردوه الي الله والرسول …) آلایه
زموږ په نظرحل دادې چې دواړه لوری دې په دریم ګړو علماء کرامواومجاهدینوداعتماداعلان وکړي، اوپوره واک دی ورکړي چې جګړه بنده اوتفاهم ته لاره هواره شي اویاخودی دواړه لوری له خپله پلوه دحکمینوپه توګه په دین پوه خلک وټاکي ترڅودمشکل دحل لپاره معقوله لاره راوباسي .
بلخواافغانانو څوارلس کاله ددښمن سره مسلحانه مقابله کړی اواوس چې یې دښمن له شکست سره مخ دی په دی حساسوشیبوکې بایداسلامی دولت هم ددغسې تحرکاتوپه اړه بې تفاوته پاتې نشي او یواځې په راپورونو دی دومره اعتماد او اتکاء نه کوي چې دمجاهدینوترمینځ دقتل اوقتال سبب وګرځي، نه دلته شرک شته نه داسې بدعتونه، چې مرتکب یې شرعا ووژل شي اونه تراوسه په دی جګړه کې مشرک اوبدعتي وژل شوی .یواځې مسلمانان مجاهدین په کې وژل شوي او وژل کیږي .
په پای کې بیاهم دطرفینوساحوي مسؤولینوته دا ایت ورپه زړه کوم چې( ومن یقتل
مؤمنا متعمدافجزاؤه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنه واعد له عذابا عظيما) . اوله دواړوخوواووغوښتنه لرو، چې دصلحی اوتفاهم په لټه کې دې شي اوخپلو مشرانوته دی دغلطواوناسموراپورونوپه ورکولوسره خپلې غلطۍ اوناکامۍ نه پټوي اودفتنې په دغه اور دی نورتیل نه شیندی دمسلمانانودوینومسئله ده باید دواړه لوری مسؤلين داموضوع په دقت مطالعه کړی او ذات البینی تفاهم ته دی لاره برابره کړي
فاتقوالله واصلحوا ذات بينكم .
وماعلينا الاالبلاغ
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
مولوي انوارالحق مجاهد د افغانستان داسلامي حزب دامير مولوي محمد يونس خالص بابا رحمه الله
ځوی او ځای ناستی
۱۲/۹/۱۴۳۶
۲۰۱۵/۶/۲۹