چې کله زما نه خرا به شي

 
له ډیر کوچنیوالی مې دا عادت و هغوی ته چې په مخ او دبدن په کوم بل ځای به یی داغ او یا دانه وه لاس نه ورکاوه او نه به ورسره په یو دسترخوان ډودۍ ته کښیناستم .په دی عادت که ښه یی بولئ او که بد څو ځلې پلار او نورو مشرا نو وهلی او ترټلی هم یم . خوما کلونه کلونه دا عا دت ورک نه کړ او هما غسې سر تمبه  له هغو کسا نو لیرې ګر ځیدم  چې دوجود په پو ټکی به ېې د کومې بدرنګه نارو غۍ نښې نښنا نې  لیدل کیدې.  
زما نه یوازې له دا ډول کسا نو بد راتلل بلکې له هغو نارینوو مې هم بد را تلل چې په لاسونوبه یی ګوتې په ګوته کولې او په غاړه کې ېې د ځنځیرونود اچولو شوق کاوه .ان له هغو نجونو مې لا بد راتلل چې د ښا یست له پاره به یی په خپلو لاسونو نکریزی ایښودې .
له دې ویرې او احسا سه مې  میرمن په لاسونو لا تر ننه نکریزی نه دی ایښی او سپين سرې مور مې هم د سر ویښتان په نکریزو کله نه دی رنګ کړی . خو کلونه وړاندی چې په وطن کې په لاسونو د نکریزوایښودو ،په ګوتو د رنګینو او قیمتی ګوتو په ګوته کولواوپه غاړوکې د ځنځیرونو د اچولوشوق ټول عا لم ونیو اود پوستکي ګڼو ناروغیو هم ډیر ښا یسته کسان بدرنګه کړل په ما هم دې شوقونو غلبه
وکړه او زه هم ددا ډول مخلوق نړۍ ته ورننوتم :
اول مې د ګوتو شوق پیدا او ښه دسرو ګوته مې په لاس کړه، وروسته مې د ګوتې تر خوا په لاس کې  ځننځیری کړۍ واچوله او چې ددوی خوند مې خوله خوږه کړه دسرو یو قیمتی ځنځنیر مې هم په غاړه کړ.
دا شوقونه او س یواځې په ما نه و غا لب شوی بلکې زما په څیر د ډیرو لوړ پوړو چارواکو،شتمنو سوداګرو،خا نا نو او ملکانو ټولو په عادت او شوق بدل شوی ول. اوس دا یو عام دود او کلتور واو شوقیانو ېې ټول وګړي د خپل اغیز لا ندې راوستي ، که یو وخت څوک په داسې کړنو او دودونو شرمیدل اوس یی ډیرو هوس کاوه او هر چا هڅه کوله دداسې قیمتي ګوتو، ځنځیرونو د رانیولو لپاره لوړې چوکۍ په بیه واخلی او د غلا ا و چور له لارې چې اوس عام ود داسې ګرانبیه ګوتو او ځنځیرونو په رانیولو کې یو له بله دمخه شي.
زه اوس له هغوسره چې د پو ستکي په ګڼو ناروغیو ککړ ول اویو وخت مې ان لاس نه ورکاوه او کرکه مې ترې کیده هم پخلا شوم ، ځکه ډیری دوستا ن مې په دی نا روغیو اخته ول او زه ورسره بې اړیکونه شوم پا تی کیدای . اړوم کله نا کله ورسره مخ شم ،لاسونه او غاړه ورکړم او مخونه یی په خپل مخ وسولوم .
ما دمخه ددې چې په لوړې دندې وګمارل شم ډیرو نږدې دوستا نو او اشنا یانو ته چې زما په څیر یی دا شوقونه ښه نه ایسیدل  دا اندیښنه ورسوله خو ټولو به بیا بیا په یوه خوله را ته وویل: دا ناروغی ساری نه ده او نه دا شوقونه یو له بله بل ته ځي خو چې اراده دی زوروه وی
خو زما له دومره ریا ضت او مقاومت سره سره نه یوازې له ما د ګوتو او ځنځیرونو لوی شوقی جوړ شوبلکې دا دی څو ورځې وشوی چې په مخ او لاس کې مې سپین داغونه  هم راوټوکیدل او ښه پوره پمن یم . پرون دا کتر ته لاړم . هغه زه داسې په بیړه وکتلم او ناروغی ېې داسې دسترګو په رپ کې وپیژندله ته به وایی دې ناروغۍ کې ځا نګړې تحصیلات او د کلونو تجربه لري ، له ډیرې لنډې کتنې ېې په موسکا راته وویل :
ـ چرت مه خرابوه دا اوس عا مه ناروغی ده . علاج یی ګران دی خو یو ښه کار دا دی چې اوس د څو کلونو وړاندی په څیر له دی ناروغۍ او ناروغه خلک کرکه نه کوی .
داکتر ددې حقییفت په ویلو سره غوښتل زما اندیښنه لیرې او ډاډ راکړي خو د علاج نشتوالی ېې زما په وجود اور ولګاوه د هغه دا خبره ښا یی رښتیا وه چې اوس دا ناروغی عا مه او د خلکو د کرکې په دایره کې نه راتله خو زه مې له ځا نه خپلې کرکې ته سودا یوړم که دا داغونه ډیر شی زه به پخپله ځا ن څنګه زغمم؟
دا دئ اوس مې چې په دی ناروغۍ کلونه واوښتل څومره مې له ځا نه کرکه پیدا شوې او خپل وجود څو مره را باندې بار دئ ، تا سو پو هیږئ د نورو کرکه څه نا څه زغمل کیږي . ځکه ښا یی له نورو سره اړیکې محدوی او ان پرې کړې خو له ځا نه ځنګه ځا ن پټولي او تښتیدلی شې؟
څو ور ځې وړاندې یوه دوست ته چې زما په څیر لوړ پوړی چارواکی او دا ناروغی ده ته هم ور غلې ورغلم . عجیبه ده هغه هم زما د داغونو په لیدلو د داکتر په څیر هیڅ ځا نګړی غبرګون ونښود او دا یی عادی پیښه وګڼله .  خو وپو هید څه غواړم ووایم  دستی  له ځا یه پا څید او د مخه ددې چې چای را دم کړی او زما ددې لا علاجه او بدرنګه  ناروغۍ بحث ته راګډ شي زما د داغونو په لیدلو نیغ خپلې د خوب کوټې ته ورغئ  په دم ګړۍ کې یو بو تل له ځا نه سره راوړ او زما په وړاندې ېې په میز کیښود د داکتر په څیر دده په شونډو هم موسکا خپره شوه او په ډاډ یی راته وویل:
چرت مه وهه اوس د داسی ناروغانو کمی نشته . ما هم ستا په څیر ډیر پرهیز وکړ خو اخر هم را نه دا پرهیز ما ت شو او چې څنګه می مات کړ په را سبا مې دا ناروغی مل شوه
بیا یی په ورو بو تل په لاس کې را کړ:
ـ بس دا بوتل واخله هره ورځ دا پودر په ځان وهه او بیا لامبه .
زړه مې له خوشحا لۍ ټو پونه وکړل فکر مې وکړ لکه د نارغۍ درمل مې چې ومیندل شو په خوښۍ مې ورنه وپوښتل :
دا به مې دا سپین ټکي لیری کړی؟
هغه لکه لیونی چې په نظر ورشي په ملنډو وویل : 
دا دداغونو او دسپینو ټکو د لیری کولو کمال نه لری
ما له غوسې ټوپ کړ:
-نو کمال یی بیا په څه کې دی؟
کمال یې دا دئ چی نور ړندوی څو ستا دا غونه ونه  ووینی.
سره له دی چی دی درملو  څه نا څه آرام کړم خو اسا سي اندیښنه مې په ځای پا تې او زما په زړه يي د خوږودرنه تیږه کیښوده ځکه زه به نورو نه لیدم خو چې زما خپلې ستر ګې نه ړندیدی او تل مې دا داغونه په سترګو کې اغزی و . څه می کولای شول . خو له ملګری نه په مننې رارخصت شوم.
 له هغې ورځې چې ملګری دا پودر را کړی هر ګهیځ چی له کوره وځم ځا ن پرې وینځم اوپه رښتیا هم هر څوک چې مې پوښتلی تر اوسه یی زما په بدن د کوم داغ او یا سپین ټکی څه نه دی راته ویلی او ځنې خو مې له پخوا هم تر،تازه او ښا یسته بولی ان تردی چې ددومره ډیرو ښایسته او ځوانو نجونو بیروبار را باندی د ځوانۍ په تا نده مرحله کي هم نه و جوړ لکه نن سبا چي کومی نجونی په ما را تاو دی .
خو زه له دی هر څه سره سره خورا زوریږم اوکړیږم. له ډیرو اندیښنو هر شپه ځان څو څو ځلې په هنداره کې ګورم. په هر ځل لیدلو نه یوازی په ځا ن شرمیږم بلکې له ځا نه ویریږم او دا ویره مې ډیر وختونه خوب او ارام ته نه پریږدی اوکله کله خو مې د خوبونو ملګری هم وی .
 اوس چې هر چا ته دا حال وایم نو ټول په یوه خوله را ته دهغه ډاکتر په څیریوازې دا نه وای چې دا اوس عا مه ناروغی ده بلکې دا هم هر یو وایي چې :
اوس هغه پخوانی وختونه نه دی هم خلک ټول ړانده دی او هم ته یوازی هغه څوک نه ېې چې په دی پوډرو هر سهار ځا ن پریمینځې اوس په داسې پوډرو ټوله دنیا ډکه ده او استعما لونکی یی هم له تا
لا لوی چارواکی او څټې دی .
پرون مې پلار او مور لیدلو ته راغلل . له دوی سره مې کوچنی پینځه کلن وراره هم ملګری و.
پلار مې چې څنګه په کور راننوت او په ما ېې سترګې ولګیدې ،سا نیولی او زړه غونی شو خو ژر ېې
خپله نا راحتی یوسل او اتیا درجې بدله او له لیرې خوله خندا ته جوړه او را غاړی وت ، دپلار بیړني بدلون او غبرګون اندیښنه راواچوله خوبیرته مې فکر مې وکړاو د هغه دا چلند مې له ډیرې مودې وروسته دده پلرنی احسا سات وانګیرل ،ومې پوښت  :
ـځا نته ېې ؟
ـ نه ، مور او وړوکی وراره دې هم راسره دئ .
د بیړني روغبړ وروسته لکه څه چې ېې چیرته هیر شوی شا ته او بیرته وګرځید :
زه ور ګرځم چې مور دې  لږګړندی ګا مونه راواخلي.
په بیړه له دروازې ووت ،زه هم ورپسې شوم خو ده دستی را غږ کړ :
ته مه را ځه زه ېې چا بکه را ولم .
زه د مور لیدلو ته په دروازه کې سترګې په لار ودریدم . پلار مې په بیړه قدمونه واخیستل او چې څنګه مور ته ورورسید دستی یی د مور غوږونو ته خوله ورنږدې  او په پسيدو ېې  مور ته  په غوږ کې څه وویل . مور مې  دستی کړیکه کړه خو چې په ما ېې پا م شو ژر ېې هر څه تیر او هیر کړل او په پلار پسې په چا بکو قدمونو را روانه شوه . ما ته چې را نږدې شول ،پرته له دې چې زما په سترګو او څیره کې سترګې خښې کړی را غاړې وته او زما د ډیرو مراجعینو ،لیرې او پردو خپلوانو او دوستا نو په څیرېې زما دداغونو په لیدلو هیڅ غبرګون ونښود . زه خوشحاله شوم  نه یوازې په دې چې د مور د میني ډکه سینه مې سینې ته رانږدې او مورنۍ تودخه ېې راکړه  په دې چې په دوی هم زما درملو اغیز کړی وواو زما داغونه یی نه لیدل ، په دې وخت کې هغه شیبه د سترګو په رپ کې را یاده شوه کله چې کوچنی او د اوو کلنو وم مور مې زما په مخ یوې دا نې او داغ ته څو مره وژړل .
خو له دې سره سره مې زړه ته نه لویده چې مور او پلار به زما داغونه نه وینی  او زما د لاس ګوتې او په غاړه او لاس کې پراته ځنځیرونه به ېې د کرکې او غوسې احسا س نه را پاروی.
دوی ښه شیبه غلی اوز ما هم چې د شرم لوی پیټې مې ټول وجود په ځمکه ننویسته خوله خبرو ته نه جوړیده .
نا ببره مې کوچنی وراره دا سکوت ما ت کړ،نیکه ته ېې مخ ورواړاوه او په حیرا نتیا یی و پو ښتل:
با با ،کا کا مې ولې بدرنګه شوی !؟
پلار مې له لکه د درنې ډبرې ګوزارچې پرې وشي  له غوسې سور او شین شو او چیغه ېې کړه :
ـ څه غول خورې ؟
مور مې هم وار وپار وتښتید  د پلار په پلوۍ  ېې په ده سترګې را وویستې :
ـڅه ګډوډې واېې ، خوله ونیسه ! ولې به بدرنګه وی
خو وراره مې د پلار او مور په خبره هیڅ سر ونه ګراوه .
ـ نیا نو تا سو د کا کا مخ نه وینئ ؟
لا ندې با ندې ېې لکه معالج داکتر بیا له نظره تیر کړم بیا یی په خندا او ملنډو وویل  :
ـ څومره ځنځیرونه او ګوتې !!
پلار مې لکه په ما شه چې ولاړ وی په دې شیبه کې له غوسې نور هم شین راواوخت ، کلکه څپیړه ېې ورکړه او لاندې ېې را وغورزاوه .د هغه له ژړا سره مې مور هم ژړا پيل کړه او پلار مې هم چې په لویو غمونو کې ما د هغه ژړاکله نه وه لیدلې په چیغو چیغو وژړل .
ما هم چې څنګه زړه ته ولویده چې وراره  مې ویني  له دوی  سره سم بې اختیاره چیغې کړې :
ـ دا څنګه چې کوچنیا ن مې وینی او لویان مې نه ګوري !
پلار مې چې په دې شیبه کې یی په کوکو کوکو ژړل ژړا ودروله را غاړې وت  په تندی ېې ښکل کړم بیا مخا مخ را ته ودرید او په اندیښمن غږ یی ځواب راکړ:
ـ ټوله دنیا دې ګوری ،خو څوک له شرمه درته نه وایی اوڅوک له ویرې ، زموږ خو زوی یی چې خوسا او بوینه هم درنه لاړ شی زموږ دزړه سر یی .
بیا ېې په ولي لاس راتیر کړ :
ـ ما خو درته له اوله وویل چې اول سرکاری کارونه او لوړ منصبونه مه کوه او بیا یی چې کوې او زړه دې نه صبریده له  هغوخلکو سره نا سته پا سته مه کوه چې په خیل ،خیل ناروغیو اخته دی
احسا سا تو غلبه راباندې وکړه چیغه مې له خولې ووته:
زه نو څه پو هیدم چې څوک خراب او څوک ښه دی.
خو پلار چې له خواشینی رنځیده او زما حال یی په وجود اور بل کړی و په سړه سینه ځواب راکړ :
ـ کله زما نه  بدلیږی او داسې بدله شی چې د کلی په ملا به هم باور نه کوې ، ته پو هیږې زه له دې ویرې ان هغوی ته چې تسپې اړوی او دخدای ذکر کوی لاس نه ور کوم ځکه چې زما نه خرابه شي په هیچا باور نه دئ په کار
او زه د پلار په دې خبره او س پوره ملا یم ،چې زما نه خرابه شی هر سړی کولی شي انسا ن په لسګونو ناروغیو واړوی
 
لندن ـانګلیند
د 2012 د اګست دوهمه