
خونې مې د عقل پســـــــــــــــې ورانې دي
سترګې د صنم مې راته ګــــــــــــرانې دي
سل ځلې مې سا پـــــــــــــــــکې راوخيږي
شپې د هجر څه سخــــــــتې دي ګرانې دي
سترګو پرې مې ســــــــتا د مخ باران نشته
کډې مې د اوښکو تـــــــــــــرې روانې دي
ځکه مې پرې ميــــــــــــنه د زړګي راځي
شونډې دې جانانه مــــــــــــــــاشومانې دي
اور د اننګو دې ترېنه لانــــــــــــــــدې دى
زلفې دې اجل ته پريشانـــــــــــــــــــې دي
پام کوه بڼو ســــــــــــــــــره خوځيږي چې
څوکې يې تيرې دي قــــــــــــــــاتلانې دي
يو د بيلــــــــــــــــتون بار دى اوچتيږي نه
واړه د دنيـــــــــــــــــــــا چارې اسانې دي
ستا په مخ پرتـــــــــــــې وي په اغزيو شه
پيڅې د پلــــــــــــــــــــــو دې غمازانې دي
دا پاکې منګولې هـــــــــــــم په وينو سرې
څه ساده پاده څه ظــــــــــــــــــــالمانې دي
خدايهج چې ويده اشــــــــــــــنا نظر نه شي
شپې د تروږمۍ ورته حــــــــــــــيرانې دي
کابل-جمالمېنه، ٢٣١٢١٣٩٠ ل ل