د عراق په پلازمېنه کې څلورچاودنې شوي دي.

د اسلامي دولت تنظيم څرګنده کړې ده چې پرون يې د عراق پلازمېينه بغداد کې څلور موټر بم چاودنې تر سره کړي دي ، او همدارنګه يې د په کرکوک کې د دووتنو قبايلي مشرانو کورونه د چاوديدونکو توکو په وسيله له منځه وړي دي. دا ورورسته له دې چې د کرکوک په غرب کې تنظيم د حويجه سيمه ونيوله، همدارنګه وسله والو په صلاح الدين کې هم درې کلي نيولي دي.
سرچينې وايي چې د عراق په پرونيو چاودنو کې تر ۱۵۰ زيات کسان وژل شوي او ټپيان دي چې د وژل شوو شمير يې لږ تر لږه ۲۷ ښودل شوی دی.