
_ نن ورځ د وچکالۍ اود ځمکود شاړې کيدوسره د مبارزې نړيواله ورځ ده.
_ ايسلينډ د خپلواکۍ ورځ نمانځي.
_ په دې ورځ په جاپان کې هرکال د «کيوتو» فيستوال دی.
_ په رومانيا او ارمنستان کې دهوايي ځواکونوورځ ده.
_ په اندونيزيا کې د ماشوم ورځ نمانځل کيږي.
_ په 1579 زکال کې انګريزپيرات (سمندري غل ) «فرانسيس درېک» د نړۍ نه په چارچاپېرسفرکې د «سانفرانسيسکو» په ساحل کې ښکته شواو دا سيمه يې د انګلستان خاروه اعلان کړه.
_ په 1925 زکال کې په «ژېنيو» کې داسې يو پروتکول ﻻسليک شو، چې په جګړه کې يې د داسې ګازاتوکارول، چې زهرناک ، تربتونکي (خفک کوونکي) وي ، منع کړای شول.
_ په 1953 زکال کې د جرمني په دموکراتيک جمهوريت «ختيځ جرمني» کې د شوروي په مرسته يو پاڅون وځپل شو.
_ په 1991 زکال کې د سويلي افريقا په جمهوريت کې د نوي زيږدل شويوماشومان د ثبتولو په مهال د راس (توکم ) ليکل منع شول، ځکه دا په حقيقت کې اپارتايد و.