غزل

 
ګلابونه او لمبه لپـــــــه کې وړمه
د ګلمخي یار غوسه لپه کې وړمه

له یوه آسمانه بل آسمان ته تله دي
زندګي خوره وره لپه کې وړمه

د جانان د مینې ټکنده غرمه ده
د رڼو اوښکو چینه لپه کې وړمه

د ژوندون تورې تېارې بې موره نه یم
لمر، سپوږمۍ وړمه ډېوه لپه کې وړمه

هغه مانه د خپل حُسن قیمت غواړي
راڼه ستوري ټوله شپه لپه کې وړمه

یوه کرښه مې په لپه کې دریځه
یوه لویــــــه فلسفه لپه کې وړمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خپلواک دریځ