مورې ته راشه/ نظم

 

 
سـوچ کـوم هیـریـږي نــه      ««»»      زړه دې بس صبریږي نه
هر خوا ته چې سترګي وړم     ««»»     اوښکې مې دریــږي نــه  
مـاتـه دعا شه                     جنت هوا شه
مورې ته را شه                    مورې ته راشه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه مـاشومتوب غـواړم        ««»»        هـغـه لیـونـتـــوب غــواړم
ستـړی ستـړی رابـه شـم        ««»»        ستا په غیږ کې خوب غواړم
لـلـو لګـیـا شــه                          خـوب د بیګاه شه
مورې ته را شه                         مورې تــه را شــه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
ژونـد راتـه نیمګړی شي      ««»»        ښه هم راته ستړې شي
ستـا آواز چې نـه اورم      ««»»       شـور د دنـیـا غلی شي
سپوږمۍ رڼا شه               لـمـر د سبا شه
مورې تــه راشه               مورې ته را شـه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستـا خـواږه خـواږه لفظـونه     ««»»      دي آفتاب تــه جنتونه
ما ویده کړي ما راویښ کړي     ««»»      ستــا سپڅـلي آیـاتـونه
 
ژوند ته اروا شه          وجود ته ساه شه
مورې ته راشه         مورې ته راشه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شعر : جاوید آفتاب