خاطر اپريدی چې اصلي نوم یې مصري خان و، د اکبر خان زوی دی او په ۱۹۲۹م. کال کې د پښتونخوا په خیبر کلي کې زېږېدلی دی. کوچنی ماشوم و چې د پلار له سیوري بېبرخې شو او پالنه یې تره «حضرت خان» او نیکه «دوست خان» ته ور پاتې شوه. نوموړي زدهکړې نه وې کړې، لومړی یې کرګري او وروسته یې سوداګري کوله. اپريدی د پښتو معاصرې دورې غزلبول شاعر دی، خو شعري پختګۍ ته په رسېدو سره د نري رنځ (تبرکلوز) له امله د ۱۹۶۸م. کال د اګسټ په ۲۴مه وفات شو.
د خاطر اپريدي کلیات نیاز امین نیاز اپريدي په ۱۹۹۸م. کال کې ترتیب او تدوین کړی او په ۲۰۰۴م. کال کې د پېښور یونیورسيټي بک ایجنسۍ لهخوا په ۶۰۳ مخونو کې چاپ شوی دی.
دغه کلیات د خاطر د اصلي قلمي نسخې له مخې چې د هغه زوی جاوید اپريدي، نیاز اپريدي ته سپارلې وه، ترتیب شوی دی. نیاز اپريدی د خاطر کلیوال او نږدې ملګری و، خپله هم شاعر و او د خاطر له شاعرۍ سره تر بل هر چا ډېر بلد او مینهوال یې و. نوموړی هم د خیبر سیمې مشهور شاعر تېر شوی او خپل کلیات هم لري.
د اپريدي د کتاب په پیل کې د حمزه شینواري لنډه تبصره راغلې ده، یاده تبصره په ۱۹۸۷م. کال کې؛ یعنې د خاطر له مرګه ۱۹ کاله وروسته او د کتاب له تدوینه ۱۱ کاله مخکې لیکل شوې ده. ورپسې په ترتیب سره د خاطر د استاد «لعل زاده ناظر شینواري»، ډاکتر راج ولي شاه خټک، مراد شینواري، قیوم کوثر اپريدي او سلمی شاهین لیکنې او د جاوید خان اپريدي او د کلیاتو د مدون نیاز امین نیاز سریزې راغلې دي.
لعل زاده ناظر شینواری د خاطر استاد او د شعرونو سموونکی و، خاطر لومړنۍ زدهکړې هم له دغه استاده کړې دي. ناظر وايي: «په خاطر کې د پوهې ډېر صلاحیت و، زما په قابل ذکر شاګردانو کې خاطر زما اول شاګرد دی». (کلیات: ۷مخ)
د خاطر د دغه کلیات له چاپېدو مخکې هم ځينو لیکوالو د هغه دېوانونه او منتخب اشعار چاپ کړي؛ لکه «منزلونه» بریالي باجوړي، «ديوان خاطر» مقدرشاه او فضل ربي قیس، «ديوان خاطر» شېرشاه او نور.
ناظر شینواري، جاوید اپريدي او د کتاب مدون په خپلو لیکنو کې دا ټول دېوانونه نیمګړي بللي او وايي چې په یادو دېوانونو کې د ځينو نورو شاعرانو غزلونه خاطر ته منسوب شوي دي او د ځينو نیمګړو غزلونو بیتونه، ورپسې دوی خپله بشپړ کړي دي. د نمونې په ډول د مزار شینواري په دغه لاندې مطلع پیل شوی غزل:
یو عشق و نوی نوی په خوږو نه مړېدُو
څـه نـــوې تماشه وه په کـتـو نه مړېدُو (خاطر کلیات:۴۷مخ)
او د اورنګزیب اختیار اپريدي غزل:
لېونـــۍ ټـــــول مې ولـــې نــــه تخنوي
زړه کې مې څه دي چې مې زړه تخنوي (کلیات:۴۷مخ)
دغه پورته یادې غزلې خاطر اپریدي ته منسوب شوې دي، چې د هغه نه دي.
همداسې د مقدر شاه په غوښتنه د غزل د تکمیل لهپاره دا مقطع نیازالدین نیاز لیکلې ده:
مرګ او بېلتون دواړه جوړه راغلي
خــاطـــره دا واخلم کـــه دا واخلم (کلیات،۴۷مخ)
خو دا پورته بیت د دې کلیات مدون هم د غزل په مقطع کې همداسې راوړی دی او دغه راز د ځينو نورو شعرونو یادونه یې هم کړې ده. مدون وايي: «کله چې د خاطر اپريدي اصلي قلمي نسخه لاس ته راغله، نو پوه شوم چې نه یوازې زما ترتیب کړې نسخه څومړه نیمګړې ده، بلکې چاپ شوي کتابونه یې هم ډېر زیات نیمګړي او نامکمل دي.» (کلیات: ۴۴مخ)
مدون په سریزه کې د شاعر پر سبک، ژوند، د ليکدود تشریح، ویی پانګې او د متن څېړنې مېتود په اړه څه نه دي ویلي. نوموړی د شاعر هممهالی او نږدې ملګری و، باید په سریزه کې یې د شاعر د ژوند، د هغه د شاعرۍ او نورو لازمو اړخونو په اړه بشپړه معلومات راوړي وای. د خاطر نور بازاري دېوانونه یې هم باید له اصلي نسخې سره پرتله کړي وای، ښايي ځیني داسې شعرونه یې په کې پیدا کړي وای چې په اصلي نسخه کې نه وو یا به یې سمه بڼه په کې موندلی وای.
که څه هم د دغه کلیات په سریزه کې پورته یاد موارد نه دي راوړل شوي، خو بیا هم ښکاري چې تدوین یې په زیار او د متن څېړنې میتودولوژۍ د ځینو اصولو په رعایت سره شوي، په ځينو شعرونو کې د کمي یا زیاتي او شک په صورت کې له کلیم الله شینواري او اسلم تاثیر شینواري سره سلا مشوره شوې او د هغوی نظر یې اخیستی دی.
مدون د خپل زیار او دقت په اړه وايي: «د خاطر د لاس لیک قلمي نسخې د بیا را نقل کولو په وخت چې زه او عنایت الله اپريدي (د خاطر کلیوال) د کوم کړاو سره مخامخ شولو، د هغې اندازه به لوستونکو ته هله ولګي چې دا نسخه په خپله وګوري؛ ځکه چې په دې کې دومره زړې او ضعیفې وړې پرچې هم وې چې لوستل یې ډېر ګران وو او بل دا چې د خاطر د لیک یعنې املا سره اشنا کېدل او د هغې نه صحیح مفهوم اخذ کول هم یوه مسئله وه. د دې په نقل کولو کې موږ له انتهايي زیات احتیاط نه کار اخیستی دی». (کلیات: ۴۵مخ)
مدون یوازې پر دې قلمي نسخه بسنه نه ده کړې، بلکې پر دې سربېره یې نوره پلټنه هم له خلکو کړې ده چې په پایله کې ډاکټر زبیر حسرت د خاطر څو غزلونه ورسپارلي چې د مدون په وینا، په دې غزلونو کې یوازې یو غزل له موږ سره په مسوده کې نه و چې هغه مو هم ور زیات کړ.
مدون له ډېرې څېړنې وروسته اعتراف کوي او وايي: «موږ د خپلو مصروفیاتو له امله د لایبريو (کتابتونونه) زوړ ریکارډ ونه شو کتلی، نو که اوس هم چا سره په زړو رسالو کې د خاطر داسې کلام موجود وي چې هغه په دې کلیاتو کې نه وي، هیله ده له موږ سره یې شریک کړي.» (کلیات:۴۸مخ)
له سریزې وروسته د کتاب په پیل کې نعتیه کلام راغلی، ورپسې غوښنه برخه یې ټول غزلونه دي، په منځ - منځ کې لوبه او چاربیتې هم راغلي، له ۵۵۷ نه تر ۵۹۰ مخ پورې نظمونه دي، هر نظم یې عنوان لري چې ډېر یې حماسي دي. دغه راز بیا تر ۶۰۱ مخ پورې قطعې او په پای کې ۴۲ لنډۍ راغلې دي. لغوي وییپانګه نه لري، خو د سختو، سیمهییزو یا لهجوي کلمو معناوې په لمن لیک کې تشریح شوې دي. نور اقتباسات، حاشیې، اختصاري نخښې او تعلقات نه لري، انشاء یې د کلیم الله شینواري لهخوا په پېښوري معاصر لیکدود اړول شوې، خو په هېڅ ځای کې د لیکوال د اصلي لیکدود یادونه نه ده شوې او د «خاطر اپريدي کلیات» نوم هم ورته کلیم الله شینواري ټاکلی دی. د یو نیم بیت په منځ کې پر ځينو کلمو چې مدون نه دی پوه شوی، هغه یې خالي پرېيښي، یعنې له ځانه یې بیت نه دی بشپړ کړی چې دا د یو ښه څېړونکي ځانګړنه ځکه ده چې بل چا ته یې د کار کولو لاره پرېيښې ده؛ لکه دا بیت:
پــه غــرور یــې.......... پروا نشته
تا ته هسې زما ښکاري غرڅنی زړه - ( کلیات،۷۸مخ)
او ځیني بیتونه سندرغاړو او د شاعر په چاپ شوو نورو ټولګو کې د ځینو الفاظو په بدلون سره ناسم ویل او لیکل شوي چې د نمونې په ډول لاندې بیت په دې کلیاتو کې داسې دی:
له واره مې نری شو زړه همزولو مه خاندئ
خــاطـر چې غرېـو نيـولــي په ژړا را وکتـل - (کلیات،۵۵۳مخ)
او ناسم ډول یې داسې مشهور شوی:
یو دم مې زړه نری شو همځولو خاندئ مه
خــاطــر چې غرېـو نيولي په ژړا را وکتـل
که چېرې د غزلو او نظمونو برخې سره جلا- جلا په ترتیب سره راوړل شوې وای، یعنې لومړی غزلې د الفباء په ترتیب راغلې وای او ورپسې نظمونه؛ نو لوستونکو ته به د خپلې خوښې غزل یا نظم پيدا کول اسانه وای. بله دا چې که په پيل کې یې لیکلړ یا فهرست هم راوړل شوی وای، ښه به و؛ نور کتاب په ټوله کې د وخت د مروج او نسبي لیکدود او انشاء له مخې د یادونې وړ ستونزې نه لري، د کتابت او مسودې د بیا کتنې په برخه کې ښاغلي اسلم تاثیر اپريدي ډېر کار کړی، د ځینو شعرونو په پای کې د لیکلو د وخت نېټه هم راغلې ده.
ښايي دا د مدون د تدوین او ترتیب لومړۍ تجربه وي؛ ځکه یې ښکاره د تدوین له کوم ځانګړي میتوده کار نه دی اخیستی، ده له اصلي نسخې پرته د خپلو ځانګړو یادښتونو او ځینو شعرونو په اړه د نورو لیکوالو او شاعرانو نظرونه هم اخیستي دي؛ نو ویلی شم چې نوموړي له نورو تدوین شوو اثارو په الهام سره د څېړنې له دودیز مېتوده کار اخیستی دی، خو د ده تر سره کړي کار ته په کتو څرګندېږي چې د دغه متن په تدوین کې یې په دقت او امانت ساتنه کې تر خپل وس پوره هڅه کړې ده.
هیله ده په راتلونکي کې هغه ځينې نیګړتیاوې چې خپله مدون هم پرې اعتراف کړی، تصحیح شي.
د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما خـاطـر په تـا سپارلی زه به مــړ یم
وروستي