حمد

 
 
ددې کــکــــړو لــپــو دعـــاوي څنــګـــه ټــــولــوې
ګــمـراه قـــدمــونـه پـه دربـار کــي څنــګه قــبلــوې
 
په يـوه چــيغه ته را رسـې زمـوږ تـــر درده خــدايه
هـره اوښــکه په سپېڅــلــي لاســـو څنــګـه وچــوې
 
په زړه کي وراني کې د غـم کوډلــي کرار په وخـت
پر ځای يې د خوشحا ليو ماڼــۍ څــنــګه جــــوړوې
 
په هغــه ګناه چــي تر خــپلو ســترګــو هـم ولـوېــدم
پــه يــوه توبه بخـــښه و رضــا څنـــګـــــه راکــوې
 
بېګاه په خوب کي زما پر کړو فرشته سوه په مـسکا
رحـــيمـه د انســان هــر اعـــتـــراف څنــګـــه ردوې
 
دا ســکور غــونــدي څـېره مـي هينداره د ګناهو ده
دې توري ايــنې ته نــور د ديــدار څــنګه ورکــوې
 
پرون چـي خاوري سـول په لـټه د اب حــيات څوک
هـغو ته سمــيع نن  حوض د کوثرڅـــنګه ور ښــيې
 
 

 \"\"