د خوست هوايي بمبارۍکې ملکي وګړي وژل شوي

 
راپورونه وايي، چې د تيرې جمعې په ورځ د امريکا بې پيلوټه الوتکې د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو يوه جنازه په نښه کړه او يو زيات شمېر کسان په کې ووژل شول. که څه هم بهرنيو ځواکونو تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نه دي ويلي، خو افغان چارواکو ويلي وو، چې دا د يوه طالب قوماندان جنازه وه، چې په هوايي بريد کې ٣٤ وسله وال وژل شول.
ځايي خلک وايي، جنازه د يوه ځايي اوسيدونکي وه او په جنازه کې هم ټولو ولسي وګړو ګډون کړى ؤ. د بټۍ تاڼې د سيمې اوسيدونکى رمضان کوچي روهي ويب پاڼې ته وويل، په دې بمبارد کې له جنازې وروسته دوه موټر په نښه شوي، چې پکې سپاره ١٤ ملکي وګړي پکې وژل شوې دي. هغه وايي، په وژل شويو کې د يوې کورنۍ ٦ غړې شامل دي. رمضان کوچى زياتوي، چې دولت دې د دې پيښې د څيړنې لپاره سيمې ته يو پلاوى وروليږي او له امريکايانو دې د دغه بې ګناه خلکو د وژنې پوښتنه وشي. په همدې حال کې پرون په ولسي جرګه کې د کوچيانو يو شمېر استازو هم غږ پورته کړى، امريکايي بې پيلوټه الوتکو په خوست کې بې ګناه کوچيان وژلې دي.