
په هېواد کې د قانون پلي کول په عامه خلکو نسبت هغه چا ته چې زور او زر لري ډېر په جدي او قوي ډول پلی کېږي، اوس هم په عدليي، قضايي او امنيتي ارګانونو کې داسې ډېرې دوسيي شته، چې ندي څېړل شوي، هغه څوک چې زور او زر ولري بې لدې، چې دوسيه يې وڅيړل شي خلاصېږي خو هغه څوک چې زور او زر نلري په کالونو کالونو کې يې دوسيه نه څېړل کېږي، د بند تورو تمبو شاته بې پرسانه پراته وي، ځکه چې د غريب او ناچاره کورنۍ غړي وي، له بل پلوه د همدې غريبو په سرونو او دوی ته د پوره حقونورسولو پر سر د ولسمشر کرزي له لوري وزيران ټاکل شوي، رئیسان او معينان شتون لري، د ولس استازي ځانته کور لري او په هره برخه کې يې ځانته چارواکی ټاکل شوي او دوی ته د حق رسولو پرسر پیسې، امکانات، کورونه او ساتونکي ورکول شوي، خو متاسفانه چې دوی ټولو تر تر دې دمه ترې پوره مثبته ګټه نده پورته کړې، رشوت اوج ته رسېدلی، غيرقانونی کړنې زياتې شوي، زورواکي د پخوا په شان به جوش او جذبه کې دي، د وکيلانو د خبرو څخه وزيران سرغړونه نشي کولای، او په ټوله کې د افغان مسلمان او مظلوم عام ولس حق او حقوق تر پښو لاندې کېږي. په هغه پيسو چې د عامه ولس پر سر چارواکو او وکيلانو ته ورکول کېږي ځانته محلفونه جوړېږي او هغوی پکې ګډون کوي، دا محلفونه د شپې له لوري په کابل ښار کې چې شاوخوار ۵ ميليونه وګړي لري، ۹۹سلنه اوسيدونکي يې مسلمانان دي او تر ۹۲سلنه خلک یې عامه اوسيدونکي دي، په شپنيز محفلونو کې د الکولو څکل، نڅاء، اخلاقي فساد او لواطت هغه څه دي، چې اوس د پټولو ندي. پدې شپنيز محالفوکې هغه څوک ګډون کوي، چې چارواکي او زورواکي وي، دوی پرځای د دې چې قانون تطبيق کړي، قانون تر پښو لاندې کوي، پرځای د دې چې د عامه خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځي، د هغوی په سر سودا کوي، پرځای د دې چې حق حقدار ته وسپاري د يوې شپې دمحفل په سر یې زورواکو ته سپاري، چې دې حالاتو په هېواد نورمال حالت ننګونې خواته روان کړي. له ټولو لوړپوړو چارواکو د افغان مظلوم ولس هيله او اميد دادی چې نور د خدای(ج) په خاطر له داسې غیر انسانی، غيراخلاقي او غير اسلامي کارونو د کولو څخه ډډه وکړئ، د ملت په سر سودا مه کوئ او پرېږدئ، چې ملت له دولت سره اوږه په اوږه ودرېږي، خو که تاسو له داسې حالاتو څخه ځانونه بچ وساتل، هم به په هېواد کې حالت ښه وي او هم به د داسې مشرانو څښتنان وسو چې ملت یې غوښتونکی دی. د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي څخه په ځانګړې ډول غوښتنه کو، چې د مثبت اصلاح لپاره په جدي ډول لاس په کار شي، په هېواد کې د روانو بداخلاقيود مخنيوي لپاره دې داسې څوک په دندو وګماري، چې خپله بداخلاقه نوي، په وطن او په خلکو يې زړونه دردېږي او پوره کوښښ دې وکړی، چې هر هغه چاته پوره سزا ورکړي چې بداخلاقيو کې لاس لري. احمدالله