د ټيکسونو شرعي حيثيت ( څلورمه برخه )

 
د ټيکسونو مفهوم ، ډولونه او موخې :
د ټيکس ماهيت :
په لومړيو کې د قبيلو مشرانو به له د ملاتړ په سر نقدي ، يا عيني وسايل سره راټولول تر څو قبيله د نورو خلکو له بريدونو څخه خوندي وساتي .
نفس دغه قبيلوي نظام دولت ته سرايت وکړ ، دولت به له خپلو رعاياو څخه چې د پلور پيرود لارې يې ورته خلاصې پرېښې وې ، هراړخيزه اقتصادي ازادي وه ، په هر فرد يې د معلوم مالي مبلغ ورکړه فرض وبولل ، دې حالت دومره پرمختګ وکړ چې د ټيکسونو مستقل نظام منځ ته راغی ، وسمهال قوانين او ضوابط لري .  
د ټيکس مفهوم :
د ټيکس اړوند علماء سره بېلابېل تعريفونه لري ، خو دا چې که مونږ يې له تعريفونو صرف نظر شو او يواځې د ټولو تعريفونو نچوړ واخلو ډېره به ښه وي ، له ټولو تعريفونو نچوړ په لاندينيو نقاطو کې خلاصه دی :
۱ - : ټيکس مالي رقم دی : معنی دا ده چې د دولت منسوبين يا تجارتي وګړي به دولت ته په ټيکس نقدي رقم ورکوي ، د ټيکس په بدل کې به شخصي خدمتونه يا نور اعيان نه ورکوي .
۲ - : ټيکس به د قانون له مخې تعينيږي ، او په دې دنده ګمارل شوي افراد به ټيکسونه له خلکو څخه راټولوي .
۳ - : ټيکس الزامي شی دی عقابي نه دی : معنی دا ده چې د دولت له مخې په افرادو ټيکس کېښودل  د د دولتي قوانينو څخه د کومط سرغړونې مجازات نه دی ، او ورکړه به يې هم جبري او نهايي وي ، که څوک د ټيکس له ورکړې سرغړونه کوي ، انکار کوي ، د دولت له پلوه ورته د تجارتي قوانينو له مخې مجازات ورکړل کيږي ، تر دې چې کله نا کله مالي بنديز ته هم خبره رسيږي .
۴ - : له ځانګړې خوا ( مکلفينو ) څخه پکې موارد عامې خوا ( دولت ) ته په جبري توګه نقل کيږي ، معنی دا ده چې ټيکس اختياری شی نه دی ، په دې کې تبرعات ، هبه ، خيراتو اوصدقات نه دي شامل .
۵ - : ټيکس به دولت ته په نهايي توګه او هرومرو ورکړل کيږي ، معنی دا ده چې په دې کې هغه پور چې خلکو له دولت څخه اخستی وي هيڅ شمول نه لري .
۶ - : ټيکس به دولت ته له عوض پرته ورکول کيږي : مطلب دا چې په دې کې د برق ، د تليفون ، ګيس ، تعليم وغيره بيلونه نه دي شامل ، ځکه دغه بيلونه رعيت حکومت د دولتي خدماتو د استعمال په بدل کې ورکوي .
۷ - : ټيکس به د اقتصاد او ټولنيز او سياسي موخو لپاره اخستل کيږي ، معنی دا چې دولت به له رعاياو څخه مالي مبلغ په دې نه راغونډوي چې خزانې ډکې کړي ، نا بلکې موخه به يې اقتصادي ، ټولنيز او سياسي او ديني موخو ته ځان رسول وي ، يا په بل عبارت ټيکس به تش په نوم نه اخستل کيږي ، بلکې د عامو اغراضو د تحقيق لپاره ترې ګټه اخستلای شي .
۸ - : ټيکسونه به د قواعدو او د بنسټيزو محدودو معيارونو له مخې ټاکل کيږي ، لکه : عدالت ، باور ، مناسب او داسې نور ....
د ټيکسونو موخې :
دولت کولی شي د ټيکسونو له مخې پرمختګ ته وده ورکړي ، مونږکولای شو د کولای شو په لاندې نقاطو کې نچوړ کړو :
أ - : مالي موخې : دولت کولای شي د ټيکسونو له مخې عام اخراجات ګټه واخلي ، ددې ترڅنګ ټيکسونه د دولت په بېلابېل سياسي او مالي اړخونو کې مهم رول ولوبوي .
ب - : اقتصادي موخې : دولت کولای شي چې خپل اقتصادي توازن د ګڼ شمېر لارو څخه خوندي وساتي :
 - : په خارجي توليداتو ټيکسونه لږول تر څو خپل وطني توليدات ورسره مقابله وکړای شي .
- : بهرني توليداتو باندې ټيکسونه ختمول يا کمول تر څو هغوی د خپل ملک په پرمختګ نور هم وهڅول شي ، د هغوی به تجارت وده وکړي او ددې به ملک مخ په وړاندې لاړ شي .
- : د معلومې ګټې وټې اړوند اقتصادي موارد په ښه ټوګه څارل .
د ټيکسونو اړوند اسلامي حکم :
د ټيکسونو اړوند اسلامي درېځ په ( د ټيکسونو شرعي حيثیت ، دوهمه برخه ) کې په تفصيلي توګه تير شوی دی ، لوستوال کولای شي چې ورته مراجعه وکړي .