د مسلمانانو د کمزورتيا په مهال د الهي ځېنو شرائعو څخه خبرې کول ډېرې کمې وي ، کله نا کله په ژبو زمزمه کيږي ، يک يواځې هله نکته نظر وي چې يا خو يې په کوم شرعي مضمون کې د درس په بڼه موقع په لاس راشي او يا دېته ورته نورې ډېرې لږې غونډې چې ناببره پکې د جزيې ، جهاد ، غلامان او وينځې ، خراج ، غنيمت او... خبره راشي او د ژبې په سر هوايي تېره شي .
که څه هم د جزيې اړند سره خلک بېلابېلې نظريې لري ، ځېنې يې غواړي چې بيخي يې هيره کړي چې ددغې خبرو اړوند وسمهال هيڅ اړتيا نشته ، دواړه خواوې ( مسلمان او کافر ) دواړه بايد د سولې په سيوري کې ژوند سره تير کړي ، ځېنې نور اټکلوي چې جزيه د وطنوالو ترمنځ خونړيزي ، بدګماني او خېل خېل فتنې راولاړوي ، او ځېنې نور وايي چې جزيه الهي تشريع او رباني ديني شريعه ده ، مونږ غواړو چې جزيه چونکه ټيکس دی د اسلام له نظره يې تفصيلي شننه کوو .
لومړی : د جزيې معنی : جزيه د ( جزاء ) له کلمې څخه اخستل شوېده ، ګويا که جزيه دا معنی ورکوي چې اهل ذمه د مسلمانانو په کلو ښارونو کې د مسلمانانو څخه د خپلو وينو ، شتمنيو ، او د کورني غړو د بشپړ امن او امان په بدل کې مالي عوض ورکوي .
د لغت ځېنې علماء وايي : جزيه د ( اجزاء ) له کلمې څخه اخستل شوېده ، معنی به دا شي چې د ويني په بدل کې يې مالي عوض ورکونه بسنه کوي .
که څه د جزيې اړوند د لغت علماء سره يوه خوله نه دي ، د اشتقاق له مخې هر يو زيار ويستلی چې د کلمې سمه معنی روښانه کړي خو د ټولو اقوالو څخه جوته کیږي چې :
جزيه : هغه مالي اندازه ده چې غير مسلم به يې د مسلمانانو بيت المال ته په بشپړ ذلت او سپکاوې هله ورکوي چې د مسلمانانو په کلو او ښارونو کې اوسېدل پسند بولي .
د دې برسېره علماء کرامو جزيې ته د ( خراج الرأس ، جاليه ، مال الجماجم ) نومونه هم اخستي دي .
د جزيې مشروعيت :
جزيه د قراني اياتونو ، نبوي حديثونو او د ټولو علماوو په اجماع ثابت ده .
په قرانکريم کې الله تعالی فرمايي : (قَاتِلُوا الَّذينَ لا يُؤمنونَ باللَّهِ ولا بِاليومِ الآخِرِ ولا يُحَرِّمونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ ورسُولُه ولا يَدِينونَ دِينَ الحَقِّ من الَّذينَ أُوتُوا الكِتَابَ حتَّى يُعْطُوا الجِزْيةَ عَنْ يَدٍ وهم صَاغِرُون )[ التوبة:29] .
ژباړه : د هغو خلکو سره چې اسماني کتاب ورته ورکړل شوی دی، په الله او په ورځ د اخرت ايمان نه لری ، او د الله تعالی او د هغه د رسول په محرماتو د تحريم عقيده نه ساتي ، په حق دين ايمان نه لري ، ورسره جنګ او جهاد وکړئ او يا دا چې لاس په لاس درته په سپکاوې جزيه درکړي ، دمزيد وضاحت لپاره لوستوال کولائ شي ( الأحکام السلطانية :
۱۴۳ ) ته مراجعه وکړي .
امام مسلم – رحمه الله – په خپل صحیح کې په ( ۱۷۳۱ ) شمېر باندې د بُرَيْدَه – رضي الله عنه – په روايت اوږد حديث راوړی دی ، په حديث کې راځي چې :( إِنْ هُمْ أَبَوْا فَسَلْهُمُ الْجِزْيَةَ، فَإِنْ هُمْ أَجَابُوكَ فَاقْبَلْ مِنْهُمْ، وَكُفَّ عَنْهُمْ، فَإِنْ هُمْ أَبَوْا فَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَقَاتِلْهُمْ ... )که ستا له دغې اختيار څخه يې انکار وکړ د جزيې ورکولو ورته ووايه ، که يې جزيه په ځان ومنله ترې يې قبوله کړه ، جنګ ورسره ونه کړې ، او کله له جزيې څخه يې هم انکار وکړ نو بيا ورسره د الله په نوم جهاد وکړه ...
مغيرة بن شعبة – رضي الله عنه – هم کسری ته ويلي و : مونږ ته مو پېغمبر امر کړی دی تر هغه درسره جهاد وکړو تر څو د الله عبادت وکړئ ، خو که جزيه مو ومنله له جنګ پرته مو پرېږدو ( صحيح بخاري : ۲۹۲۵ ) .
او اجماع هم ورباندې دلالت کوي ، د کوم صحابي له انکار پرته ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علي – رضي الله عنهم اجمعين – او ټولو خلفاوو او اميرانو اخستې ده ، هيڅ چا پرې انکار نه دی کړی ، د جزيي اخستلو اجماع ابن قدامه په مغني کې ، ابن القيم په أحکام أهل الذمة کې او ابن حزم په مراتب الاجماع کې ذکر کړېده .
دجزيې اخستل څه ګټه لري :
له غيرمسلمو څخه جزيه اخستل ډېرې ګټې لري ، کولای شو ځېنو ته ېې چټک کتنه وکړو :
۱ - : په کفر او کافرانو د اسلامي دولت زور او اوج ښکاره کول تر څو غير مسلم اسلام ته منقاد شي .
۲ - : په جزيې سره غير مسلم کولای شي خپله وينه ، خپله شتمني محفوظه وساتي ، تر څو په ډېره اسانه اسلام د عملي نګاه نه وڅاري او په اسلام کې داخل شي .
۳ - : جزيه د اسلامي دولت لپاره د وارداتو ډېر ښه مدرک دی ، دولت کولای شي دخلکو اړتياوې ، عامې روغونې ، او ددولت بنسټيزې چارې پرې ومړوي لکه : امن ، ښوونه او روزنه ، روغتيا ، لارې ګودرې ، هستوګنځايونه وغيره ....
جزيه بايد له چا څخه واخستل شي ؟
جزيه له هر کافر ( که عرب وي که عجم ) او در اجحو اقوالو له مخې له مشرکينو او د کفر ګرد منسوبينو څخه اخستل کيږي .
جزيه به څوک ورکوي :
هغه مشرک او کافر چې د جنګ کولو صلاحيت لري ، مسلمان ترې جزیه اخستی شي ، د دې برسېره بايد جزیه ورکونکی بالغ ، عاقل ، مذکر ، ازاد ، مالدار ، روغ رمټ وي ، که په چاکې د تيرو صفتونو ضد صفتونه پېدا شي جزیه اخستل ترې شريعت ساقطوي .
دجزيې مقدار :
که څه هم مسئله د فقهاوو ترمنځ له اختلاف څخه څرخيږي خو سمه خبره دا ده چې د جزيې واک شريعت مسلمان ټولواک ته ورکړی دی ، دا خبره د امام بخاري روايت هم تاييدوي چې ابونجيح مجاهد – رحمه الله – ته وويل : د شام خلک ولې څلور او د يمن خلک يو دينار په جزیه کې ورکوي ؟ هغه ورته وويل : د وسع خبره ده .
او عمر – رضي الله عنه – هم له اته څلويښت څخه جزيه پنځوسو درهمو ته پورته کړه .
جزیه کله معاف کېدای شي ؟
له انسان څخه جزیه هله د سقوط قابل ده چې اسلام ته غاړه کيږدي ، ابن المنذر – رحمه الله – په دې باندې اجماع ذکر کړې ده .
د تېر په څېر که جزیه ورکونکی سخت فقر او فاقت ونيو ، يا نور داسې قدرتي افتونو کې ښکيل شو چې ورڅخه وتل ترې ناشوني وي او لاس يې هم تش او خالي وي ، ناروغي او رنځونه يې داسې وځپې چې له کارو کسب څخه يې وباسي ، يا ړوند وي لکه عمر – رضي الله عنه – چې د خپل خلافت په دور کې ړوند نصراني له جزيې څخه معاف کړ .
دتير په څېر کله اسلامي دولت د اهل ذمه د جاني او مالي حمايت څخه پاتې راشي ، جزيه پرې ساقطيږي .
وروستي